ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین او د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې

د کرونا ویروس په بیا ځلې خپرېدا سره نه‌یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په اکثره نورو هېوادونو کې هم د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله او خاموش د دې اندېښنو په اړه وايي: "لکه څنګه چې اورو نور هېوادونه لکه هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، په افغانستان د دې لپاره چې امکانات کم دي، نو د اکسیجن او واکسین کمښت د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده." "خبرونه چې موږ ګورو په هندوستان کې کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخیست او هره ورځ هلته خلک مري، هلته اکسیجن کم شوی، دلته په افغانستان کې به هم خلک له دې ستونزې سره مخ شي او اکسیجن به ټولو خلکو ته ونه‌رسېږي او ډېر خلک به ومري." دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۶۵۵ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۳۰ کسه ترې مړه شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم اکسیجن د دې وزارت لپاره جدي ستونزه ده، خو اوس‌مهال یې له کمښت سره نه‌دي مخ. د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، لا تر اوسه په دې اړه کره شمېر نه‌شته چې په افغانستان کې د اکسیجن څو فابریکې فعالیت لري. ښاغلی طاهري وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د اکسیجن څو ماشینه پېرلي دي، خو لا تر اوسه نه‌دي فعاله شوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ټولو روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسیجن لري، موږ د اړتیا دوه برابره اکسیجن لرو، هغه ماشینونه چې په افغان چاپان روغتون کې دي شاخوا ۲۰۰ ناروغانو ته اکسیجن تولیدوي، اوس لپاره د اکسیجن له کمښت سره مخ نه‌یو، په نږدې راتلونکي کې هغه ماشینونه چې یونېسف موږ ته اخیستي له هغې به کار واخلو، تر اوسه د اکسیجن د کمښت له وجې هېڅ ناروغ نه‌دی مړ شوی." په همدې حال کې هغه واکسیونونه چې له افغانستان سره مرسته شوي هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي. د ښاغلي طاهري په خبره، تر دا مهاله نږدې یو ملیون دوزه واکسین افغانستان ته وارد شوي چې د اوس لپاره دغه شمېر د خلاصېدو په حال کې دی. دی وايي، کومو کسانو چې لومړی دوز واکسین کړی وي اوس‌یې د دوهم دوز وار دی. له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې خبره کړې وه او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې دغه واکسین به تر یوې اوونۍ افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه شاوخوا ۷۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او له ۲ زرو زیات ترې مړه شوې دي.

31.05.2021 ازادي راډیو

بریتانیا غواړي «G-7» سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین پر پاسپورټونو یوه موافقه وکړي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون غواړي چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه (G -7) دې په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو او هم د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو پر یوه تړون موافقه وکړي.  ښاغلي جانسون د کاناډا له «CBC» نشراتي شبکې سره په مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوې وویل، د «G-7» د سرمشریزې په سطحه باید په دې اړه چې سفر او پاسپورټونه په څه ډول تنظیم کېدای شي، یو ډول توافق ترلاسه شي.  بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌‌یې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کاروبارونو د بېرته برانیستل کېدو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده. بورېس جانسون وویل، دغې وبا وښوده چې په نړۍ کې همکاري په څه ډول له‌منځه لاړه او هر هېواد په یوازې توګه هڅه کوله چې د دغې وبا په وړاندې د خوندیتوب لپاره ځان ته وسایل او واکسینونه راونیسي. نوموړي زیاته کړه، په عین حال کې هېوادونو په ملي سطحه قرنطینونه او ټولبندونه ولګول او د اکمالاتو نړیوال ځنځیرونه ګډوډ شول. جانسون وویل، د ده په باور اوس موږ ته په‌کار ده چې د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو یو نړیوال تړون ولرو. هغه زیاته کړه موږ دې ته اړتیا لرو چې داسې اصول او مقررات رامنځته کړو چې د پولو ترمنځ د اکمالاتو بهیر مختل نه‌شي او په دې توګه د هغو شیانو لپاره چې موږ په راتلونکي کې پورې تړلي یو، د انتقال ځنځیرونه ډاډمن کړو. د بریتانیا صدراعظم همدارنګه وویل چې دا مهمه ده چې پرمختللي هېوادونه له لږ عاید لرونکو هېوادونو سره واکسین شریک کړي. هغه زیاته کړه تر هغو هېڅوک نه‌شي خوندي کېدای چې ټول خوندي شوي نه‌وي. په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشران د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې په انګلستان کې سره راغونډ شي.  د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.

31.05.2021 ازادي راډیو

د روزنیزو مرکزونو تړلو په اړه د عامې روغتیا وزارت پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د دوو اوونیو لپاره د روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له غبرګون سره مخ شوه. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه یو اړخیز او غیر مسؤلانه ګڼي او ټینګار کوي چې عملي به‌یې نه‌کړي. د دغې ټولنې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۹» په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل، که دولت ته د خلکو او ټولنې سلامتیا مهمه وي، نو په دې تړاو یې باید سیاست جامع وي نه د یوې ځانګړې څانګې لپاره. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رئیس سنجر خالد وویل، د ځینو ښوونیزو مرکزونو تړل او د ځینو خلاص پرېښودل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي مؤثره لاره نه‌ده. ښاغلی خالد زیاتوي: "ښوونیز مرکزونه د روغتیايي تدابیرو، روغتیایي سپارښتنو، د ماسکونو او عفوني ضد موادو د کارولو، ټولنیز واټن او ګڼې ګوڼې د نه‌جوړولو د مواردو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او په هېڅ ډول نه‌تړل کېږي. ښوونیز مرکزونه په دې برخه کې نور له تبعیضه ډک سیاستونه نه‌شي زغملی او که بیاهم دغه کرنلاړه ادامه ومومي دوی به په هر ډول مدني فعالیتونو لاس پورې کړي." بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویلي دغه پرېکړه یو اړخیز او تبعیضي نه، بلکې اړتیا ته په کتو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزارتونو په مشوره شوې ده. د دغه وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي: "دغه پرېکړه خپله د وزارت په همغږۍ نیول شوې او که کومه ستونزه په‌کې وي، له ښوونیزو مرکزونو او د لوړو زده‌کړو له وزارت سره‌یې باید مطرح او حل‌یې کړي او که احیاناً بیا کتنه پرې کېږي نو د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د دوی په توافق به کېږي، خو اوس د ۱۶ ولایتونو د لوړو زده‌کړو په مرکزونو او ښوونځیو کې قرنطین اعلان شوی دی." په ورته وخت کې د پوهنې د وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه باید اعلان شوې پرېکړه عملي کړي. اغلې ارین زیاتوي: "ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه چې پوهنې وزارت پورې اړه لري، د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې رخصت دي چې لامل‌یې روغتیایي مسایل او د خلکو خوندیتوب دی. د پوهنې وزارت اړوند هر بنسټ که د دغه تصمیم پر خلاف اقدام وکړي، د دغه وزارت له قانوني چلند سره به مخ شي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ سره مخ په خپرېدو ده. د عامې روغتیا وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د یکشنبې په ورځ د 'کووېډ-۱۹' د درملنې په خاطر د قصبې روغتون هم پرانیست. د عامې روغتیا وزارت مخکې له دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې په ۱۶ ولایتونو کې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه تعطیل کړي دي. دغه‌شان کابل ښاروالۍ هم تر دوو اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په ریزرفولو بندیز لګولی دی.

30.05.2021 ازادي راډیو

۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړل کیږي؛ زده کوونکي څه نظر لري؟

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي اعلان کړل. ‎د دغه وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د نوې څپې د پراختیا د مخنیوي لپاره کړې ده. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وویل: "موږ ته ویل کېږي چې تاسو درک نه لرئ، اقتصادي نظام او د ټولنې وضعیت له ستونزو سره مخ کوئ، خو ټولنیز واټن حد اقل تر شپېتو یا اویا سلنې خلک خوندي ساتي، دا یو اصل دی، نیوکه کېږي چې تاسو پیغام نه دی بدل کړی، خو کله چې یو ګواښ دی او د حل لاره یې هم هماغه شان ده، موږ څنګه کولای شو چې په دې اړه بې غوره واوسو؟." ‎روغتیا وزارت په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې د دې پرېکړې د پلي کېدو خبره کړې ده. ‎دغه وزارت په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت جدي او د اندېښنې وړ بللی دی. ‎د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو او د ازموینو ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه منلې او ویلي یې دي چې د غبرګولي له اتمې نېټې به د دوه اونیو لپاره په یاد شپاړلس ولایتونو کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي وي. د لوړو زده کړو وزارت دا هم ویلي چې د کابل د کانکور ازموینې ګډوانوال دې بایومتریک پروسې د ترسره کولو لپاره دې تر بل اعلانه په تمه شي. ‎په دې خبري کنفرانس کې د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدي او د لوړو زده کړو وزیر بصیر عباس هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو. ‎مېرمن حمیدي وویل: "دا د ژوند او مرګ مساله ده، زه د پوهنې د مسوولې په توګه چې په میلیونونو زده کوونکي او ښوونکي مو ښوونځیو ته راځي، دنده مې ده چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ومنو او همکاري ورسره وکړو." ‎د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر بیا ټینګار وکړ چې په پاتې نورو ولایتونو کې دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې روغتیایي تدابیر جدي ‌‌‌‌‌‌ډول ونیول شي. نوموړي زیاته کړه: "موږ د لوړو زده کړو وزارت اړونده ټولو ادارو، پوهنتنونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لارښونې کړې چې د روغتیا وزارت د لارښوونو پر بنسټ ټولې وقایوي سپارښتنې مراعت کړي." ‎خو په کابل کې یو شمېر زده کوونکي او محصلین اندېښمن دي چې بیا به یې درسي سیستم ګډوډ او دوی به اغېزمن شي. ‎د غازي عالي لېسې زده کوونکي میلاد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیوته وویل: "که څه هم اوس په هېواد کې د کرونا ویروس وضعیت جدي دی، خو تېرکال هم په قرنطین کې زموږ وخت ضایع شو، اوس هم فکر نه کوم چې په دې دوه اونیو به دوی د کرونا ویروس وضعیت کنټرول کړي، نو بیا به هم زموږ د درسونو وخت ضایع کېږي." ‎د کابل ښار بل اوسېدونکی او د یو خصوصي پوهنتون محصل نثار احمد صافی هم ورته نظر لري: "د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه زه ښه نه ګڼم، ځکه چې محصلین او زده کوونکي ماسکونه وکاروي او نورې لارښوونې مراعت کړي، دا ښه پرېکړه نه ده چې اوس رخصتي شي، ځکه د محصلینو او زده کوونکو د درسونو نور وخت هم ضایع کېږي." د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې کابل ښاروالۍ د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د دوه اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په رېزرف هم بندیز بندیز لګولی و. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې وخت کې دا پرېکړه اعلانوي چې د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د ۳۸۰۰ مشکوکو کسانو ټیسټونه شوي وو چې له دې شمېر د۹۷۷ ټېسټونه مثبت تشخیص شوي. د دغه وزارت د مسوولینو په خبره دا په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تردې دمه د پېښو تر ټولو د ثبت لپاره لوړه کچه ښيي. ‎د دغه وزارت د چارواکو په خبره، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه له ۷۰زرو زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي او تر ۲۸۰۰ پورې کسان یې له امله مړه شوي دي.

29.05.2021 ازادي راډیو

هند د کرونا واکسین برخه کې ستونزو سره مخ دی؛ ډیلي او واشنګټن ګډ کار ته ژمن دي

په داسې حال کې چې هند د خپلو ۱۳ سوه میلیونو وګړو د واکسینولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، د امریکا متحدو ایالاتونو او هند ژمنه وکړه چې په ګډه به د کووېډ-۱۹ وبا پرضد کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه(د غبرګولي ۷مه) وویل، واشنګټن غواړي ډاډه شي چې هند له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرستې ته اړتیا لري. بلېنکن چې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره یوځای خبرې کولې، وویل، د کووېډ-۱۹په لومړیو ورځو کې هند د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مرستې ته چمتو و، اوس موږ غواړو چې ډاډ ورکړو چې له هند سره مرستې ته حاضر یوو. د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر چې له یوې اوونۍ راهیسې په امریکا کې دی، هڅه کوي په خپل هېواد کې د کرونا وبا د دوهمې څپې په ترڅ کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي. جې شنکر وویل، هند په اوسنیو سختو شېبو کې د امریکا له مرستو، کلک ملاتړ او پیوستون څخه خوشاله دی. د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په هند کې د کرونا ویروس تر ۲۷ میلیونه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي او تر ۳ لکه ۱۸ زره ډېر نور مړه شوي دي. په هند کې له امریکا وروسته تر ټولو ډېر کسان په کرونا وبا مړه شوي دي، خو په هند کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو او ورڅخه د مړینو د شمېر په اړه ویل کېږي چې ښايي تر دې ډېر وي. په امریکا کې تر نیمايي زیات بالغان د کرونا ویروس پر ضد واکسین شوي او له همدې کبله په دغه هېواد کې وضعیت عادي شوی دی. په همدې منځ کې بریتانیا پرون د کرونا پرضد یوه بل واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړه. په بریتانیا کې دې واکسین ته په داسې وخت کې اجازه ورکړل شوه چې د کرونا د نوېو بڼو په اړه؛ په تېره بیا د هغې یوې چې په هند کې خپره شوې ده، اندېښنې زیاتې شوې دي. د بریتانیا په سلو کې ۵۸ وګړو تراوسه پورې د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین کړی دی، خو په سلو کې ۳۵ وګړو یې دوه ډوزه یا بشپړ واکسین کړی دی. هغه واکسین چې پرون په بریتانیا کې د تطبیق اجازه ورکړل شوه، د جانس اېنډ جانس واکسین دی چې یو ډوز دی.

29.05.2021 ازادي راډیو

د کرونا وبا؛ ۱۶ ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د ۲ اونیو په مخه بند شول

سر له نننه د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د دوو اونیو په مخه بند شول. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې دا هڅه د کرونا وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره کېږي. د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره او د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندوز کې سر له نننه د دوو اونیو په مخه پوهنتونونه، ښوونځي او د روزنې کوروسونه بند شول. د عامې روغتیا وزرات وروسته تردې دا اعلامیه خپره کړه چې پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په افغانستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر بل هر وخت د کووېد- ۱۹ ناروغۍ د ډېرو مثبت پېښو راپور ورکړل شو. د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي د دې شمېرو په اړه وایي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس د درې زره اته سوه مشکوکو پېښو له ازموینې وروسته چې په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې وشول، څرګنده شوه چې په ټول افغانستان کې مثبتې پېښې نهه سوه اووه اویا دي او اتلس تنه هم له بده مرغه تلفات لرو." له دې سره تر پرون پورې په افغانستان د کرونا وبا له پیله تر اوسه د مثبتو پېښو شمېره تر اویا زره واوښته. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې دي چې د امکان ترحده په کور دننه پاتې شي، ټولنیز واټن مراعات کړي، ماسک وکاروي او لاسونه په پاکو اوبو او صابون ووینځي. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت اندېښنه ښیي چې ښایي د دوو اونیو په ترڅ کې د کرونا درېیمه څپه اوج ته ورسېږي. کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی، د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ د ودنو تالارونه بندوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ښایي دغه اوس خپره شوې وبا هندي کرونا وي او که داسې وي د دې لپاره کیټونه نه لري او تمه ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د دې بڼې کرونا لپاره کیټونه ترلاسه کړي.

29.05.2021 ازادي راډیو

تنکیو ځوانانو ته د 'فایزر' او 'بایو اینټیک' واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړل شوه

د اروپايي ټولنې د درملو ایجنسۍ'EMA' د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ تنکیو ځوانانو ته د کرونا ویروس پر ضد د امریکا د فایزر او د جرمني د بایو اینټیک کمپنیو له خوا د جوړو شوېو واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه. له دې سره له متحدو ایالاتونو او کاناډا وروسته اوس د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې په پراخه کچه د کرونا ضد واکسین تطبیق ته لاره هوارېږي. دې ادارې په دې اړه له څو اونیو څېړنو او ارزونو وروسته دا پرېکړه وکړه. دا دوه ډوله واکسینونه په اروپا کې لا له پخوا ۱۶ کلنو او له هغو د ډېر عمر لرونکو کسانو ته ورکول کېږي. 'EMA' پرون د مې په ۲۸مه وویل چې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ تنکیو ځوانانو ته هم د دې واکسینونو دوه -دوه ډوزه د لږ تر لږه درېیو اونیو په واټن تطبیقېږي. دې ادارې زیاته کړه چې اوس د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو پورې اړه لري چې د دې عمر لرونکو ځوانانو ته کله د واکسین بهیر پیلوي؟ په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې زړو او کمزورو خلکو ته واکسین نه رسېږي، په شتمنو هېوادونو کې تنکیو ځوانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق یو لړ پوښتنې او اندېښنې پارولي دي. د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې خلکو ته تردې دمه د کرونا واکسین نژدې ۱۷۳ میلیونه ډوزه ورکړل شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپايي څانګې مشر هانس کلوج پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه مرکه کې خبرداری ورکړ چې کرونا به تر هغه وخته ختمه نه شي چې د دې لویې وچې په سلو کې اویا وګړي واکسین نه شي. هغه زیاته کړه، د کرونا د نوې بڼې چټک سرایت د ده لویه اندېښنه ده. ښاغلي کلوج د کرونا ویروس هندۍ بڼه د مثال په توګه یاده کړه چې د ده په وینا د خپرېدو سرعت یې د بریتانوۍ پرتله هغې خورا زیات دی په داسې حال کې چې د هندۍ بڼې له راوتو مخکې د بریتانوۍ بڼې د سرایت سرعت زیات بلل کېده. د منځني اسیا په ګډون په ۵۳ هېوادونو او قلمروونو کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپايي څانګې په حوزه کې شامل دي په سلو کې ۲۶ خلکو ته د کرونا ضد واکسین یو ډوز ورکړل شوی، خو په اروپايي ټولنه کې په سلو کې ۳۶ خلکو د دې واکسین لږ تر لږه یو ډوز ترلاسه کړی دی. ښاغلي کلوج زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه باید د واکسین پروسه چټکه او زیات خلک واکسین کړي. د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ میلیون ته نژدې شوی او له دې کبله د مړینو شمېر له درې نیم میلیونه اوښتی دی. همدا راز تر اوسه د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ضد واکسین څه کم دوه میلیارده ډوزه تر ډېره په متحدو ایالاتو، د اروپايي ټولنې په غړو او نورو شتمنو هېوادونو کې خلکو ته ورکړل شوي دي.

29.05.2021 ازادي راډیو

۳امریکايي سناتورانې: امریکا دې د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته سفیر وټاکي

د امریکا درېیو ښځینه سناتورانو د ولسمشر جو بایډن پر حکومت غږ کړی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د بهیر له بشپړېدو وروسته د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی یا سفیر وټاکي. د'سي.بي.اېس' خبري شبکې د راپور له مخې دموکراتو سناتورانو مازي هیرونو او جېني شاهین او جمهوریپالې سوزان کولینز دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې سپینې ماڼۍ ته یې استولې ده. د دې غوښتنې له مخې د ښځو د چارو لپاره عمومي سفیر یا استازی به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې د امریکا د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د هڅو مشري کوي، په ګډه کار وکړي. په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد په پېښو او پر ښځینه فعالانو په وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، دې سناتورانو ولسمشر بایډن ته لیکلي چې په ټوله کې د نړۍ په کچه د ښځو د اړوندو مسایلو لپاره یوه استازې یا استازی وټاکي، څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب یقیني کړي. مازي هیرونو پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) 'سي.بي.اېس' نیوز ته وویل چې دا او نور همکاران یې پر افغان  مېرمنو د را روانو حالاتو له کبله خورا زیاته اندېښنه لري او دوی له ولسمشر بایډن څخه تمه لري چې دې برخه کې یو څه وکړي. دې ډموکراتې سناتورې زیاته کړه، دا مساله به په راتلونکي کې هم تعقیب کړي او د خپلې غوښتنې په اړه به له سپینې ماڼۍ څخه بیا-بیا پوښتنه وکړي. د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د ښځو په مرګ ژوبله کې په سلو کې ۳۷ زیاتوالی راغلی. د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته په چاودنو کې د افغان چارواکو په وینا د لسګونه زده کوونکو نجونو په ګډون نژدې سل کسان، ووژل شول او له ۱۵۰ زیات نور ټپیان شول. افغان حکومت طالبان په دې برید ګرم بللي، خو ښاغلي خلیلزاد په کانګرس کې د خپلو وروستیو څرګندونو پر مهال وویل چې ښايي دا برید د اسلامي دولت ډلې یا داعش کار وي. درېیو سناتورو مېرمنو سپینې ماڼۍ ته په خپل لیک کې دې پېښې ته د اشارې په ترڅ کې ویلي، که د افغان مېرمنو حقونو او خوندیتوب ته لومړیتوب ورنه کړل شي، نو دا خطر شته چې د دوی راتلونکې تیاره وي. د سولې په بهیر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه یوه هغه موضوع ده چې په کورنۍ او نړيواله کچه یې انتقادونه پارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي و چې افغان حکومت او شریکانو یې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو د بشپړې ونډې ډاډ نه دی ورکړی. خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د پنجشنبې په ماښام وویل چې افغان مېرمنو په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د اوربند او سولې د ټینګښت په مقصد هڅې چټکې کړي دي. مېرمن اکبر د نیولاینز انسټیټیوټ تحقیقاتي مرکز ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان ښځو د دې هڅو هدف د سولې په پروسه کې د بامفومه رول لوبول دي څو د دوی غوښتنې او غږ واورېدل شي.

29.05.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا لوړه شمېره؛ تېر شپه او ورځ کې۹۷۷ مثتبې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا ویروس له راپیدا کېدو راهیسې په لومړي ځل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ویروس ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په دې هېواد تر ټوله لوړه کچه ده. وړاندې د ریکارډ کچه ۹۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډیو ته وویل: "په اختر شپو او ورځو کې د خلکو نه پاملرنې د دې لامل شوې چې د دې ویروس مثبتې پېښې لوړې شي او که افغانان روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي ، دا پېښې نورې هم ډېریدای شي او یو ناورین به رامنځته شي." ښاغلي علي زي زیاته کړه، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۷۰ زرو واوښت او د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۰۰ ته ورسېد.

28.05.2021 ازادي راډیو

سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي

له پاکستانه خلیج هېوادونو، له هغې ډلې سعودي عربستان ته د الوتنو له لغوه کېدو وروسته پاکستاني کارګر اړ شوي چې د افغانستان له لارې دا سفر وکړي. له پاکستانه وروسته تر دې ډېر پروازونه لغوه شول چې دغه هېواد کې د کورونا څپه ګړندۍ شوه، خو له افغانستان سره د نورو هېوادونو الوتنې د کورونا ویروس له ډېرېدو سره سره روانې دي.

28.05.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې '۷۰ سلنه نجونې' د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

میاشتنی عادت یا [حیض] هغه څه چې ځوانې مېرمنې ورسره په میاشت کې یو ځل مخامخ کېږي، خو په افغاني سنتي ټولنه کې ډېرې داسې نجونې دي چې له دې حالت بې‌خبره او په اړه‌یې عامه پوهاوی نه‌لري. ۲۳ کلنه رویا د دې ډلې یوه ده، هغه په کابل کې ژوند کوي. رویا وايي: "۱۱ کلنه وم چې میاشتنی حالت راباندې راغی، خو له بده مرغه سخته تبه مې درلوده او په ښوونځي کې راته په دې اړه چا معلومات هم نه‌و راکړي، خو کورنۍ مې هم ممکن په دې فکر وه چې اوس د دې حالت په اړه معلومات ته وختي دی، زیات څه‌یې راته نه‌و ویلي، زه هم نه‌پوهېدم چې کله میاشتنی حالت راباندې راغی دوه ورځې وروسته ډېره وېرېدلې وم، له ځان سره راته رنګارنګ فکرونه رالوېدل او له ډاره مې مور ته هم نه‌شو ویلی، خو له درې ورځې په تېرېدو سره ډېر یو بد حالت سره مخ شوم." خو دا ښايي یوازې رویا نه‌وي چې له دې حالت سره مخ شوې او له وېرې يې خپله دا ستونزه له جاسره نه‌ده شریکه کړې، بلکې شمېر يې ښايي سلګونه او ان زرګونو ته ورسېږي. خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په دې برخه کې عامه پوهاوی کولای شي ډېرې نجونې له دې حالته وژغوري. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په کابل کې د میاشتني عادت د نظافت نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د میاشتني عادت په وخت کې ډېری نجونې د خپل حالت د بیان په برخه کې وېره لري او دا د اندېښنې وړ ده. ښاغلی مجروح زیاتوي: "که د میاشتني حالت په وخت کې هغه غلط او ټولنیزه بدبیني له‌منځه یونه‌سو، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۷ کال کې شوې ۵۰ سلنه زموږ خویندې د ناوړه دودونو او ټولنیزو شرمونو له وجې په دې برخه کې پوهاوی نه‌لري، په دوی کې ۷۰ سلنه هغه خویندې دي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري." هغه په ښوونځیو کې د میاشتني حالت په اړه د عامه پوهاوي پر پیل ټینګار کوي. په ورته وخت کې د افغانستان پوهنې وزارت سرپرست وزیره رنګینه حمیدي که څه هم په ښوونځيو کې د لازمو اسانتیاوو د کمښت خبره کوي، خو وايي چې په دې اړه اقدامات پیل شوي دي. اغلې حمیدي وايي: "زموږ د نړیوالو دوستانو او زموږ د معلوماتو له مخې اوس‌مهال ۲،۳ ملیونه ماشومان له ښوونځي څخه محرومه دي چې په هغې کې ۶۰ فیصده‌یې نجونې دي، یعنې چې واړه وي باید هغه موږ ښوونځي ته جذب کړو، خو د هغوی خصوصاً د نجونو ساتل بیا تر ۱۲مه پورې هغه بله ستونزه ده." اغلې حمیدي وايي، د دې حالت د کابو کولو لپاره د بهرنیو ډونرانو د جلب لپاره هم هڅې روانې دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې مياشتنی عادت هغه حالت دی چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۹-۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اومېندوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يو ځل پيدا کېږي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې دغه حالت کې باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي او که پام ونه‌شي د نورو نا اعلاجه ناروغیو سبب کېږي.

27.05.2021 ازادي راډیو

بایډن استخباراتي بنسټونو ته: ۳ میاشتو کې دننه دننه د کرونا ویروس منشا ومومئ

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له استخباراتي بنسټونو وغوښتل چې د کرونا ویروس د منشا د موندلو لپاره خپلې څېړنې دوه برابره زیاتې کړي. جو بایډن د چهارشنبې (د غبرګولي ۵مه) په ورځ له دې ادارو وغوښتل چې د درېیو میاشتو په ترڅ کې د خپلو موندنو راپور ورکړي. ولسمشر بایډن په خپاره کړي بیان کې ټینګار کړی دی چې تردې دمه ترلاسه شوي معلومات بشپړ نه دي، څو څرګنده شي چې کرونا ویروس له څاروي انسان ته لېږدیدلی که له لابراتواره بهر خپور شوی دی؟ د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له ټولو لابراتوارونو هیله وکړه چې په دې تحقیقاتو کې مرسته او همکاري وکړي. جو بایډن له چینه وغوښتل چې د نړیوالو تحقیقاتو د پرمختګ لپاره چې د کرونا د خپرېدو د منشا لپاره یې کوي، مرسته او همکاري وکړي. په بیان کې وړاندې راغلي، ښایي د کرونا  اصلي سرچینه کله هم پيدا نه شي. د امریکا ولسمشر په دې برخه کې د نتیجې د نه موندلو یو علت پېکنګ بولي چې له نړیوالو تحقیقاتو سره په دې برخه کې سمه همکاري نه کوي. جمهوري غوښتونکو او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا نظر خپور کړ چې د کرونا ویروس د یوې پېښې په ترڅ کې له لابراتواره سرایت کړی او له حیوانه انسان ته نه دی لېږدیدلی. امریکایي چارواکي لا هم د کرونا د خپرېدو په برخه کې  دا شک لري چې له لابراتواره خپور شوی وي. ولسمشر بایډن وایي، امریکا به له هغو هېوادونو سره چې په نړۍ کې ورته نظر لري پر چین فشار راولي، څو د شفافو تحقیقاتو په ترسره کولو کې همکاري وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د سې شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د نویو تحقیقاتو ملاتړ کوي، دې زیاته کړه چې اغېزمنې څېړنې په کار دي، چین باید ګام راواخلي او اجازه ورکړي چې د کرونا ویروس اصلي علت معلوم شي. کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د دوه زره نولسم کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښاره نورې نړۍ ته خپور شو.

27.05.2021 ازادي راډیو

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي بیا اندېښنې راپارولي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نه‌کوي. تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې. ‎د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبره‌یې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي. ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت واضح پیغام دا دی چې کرونا لا جدي ده او په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي، له بده مرغه دغه هېواد د درېیمې څپې شاهد دی، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه پرون ۲۲ سلنې ته ورسېده، زموږ تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې ثبت شوې پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر او کابل ولایتونو کې دي." د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې‌، پرون سې شنبه ۱۹ تنه د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. ‎دا شمېر نن چهارشنبه یو څه ټیټ و، د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره‌، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۱۸۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۶۲۳ یې مثبتې وې او په دې موده کې ۱۴ کسان‌یې له امله مړه شوي دي. ‎د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه وزارت جامع پلانونه جوړ کړي دي. ‎نوموړي د واکسین د تطبیقولو او د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې خبره وکړه ویې‌ویل، تر دې دمه ۶۰۰ زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی. ‎دا په داسې حال کې ده چې تازه چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو دوز واکسین د مرستې ژمنه کړې ده. ‎له دې وړاندې هند او د واکسین نړیوالې ټولنې هم له افغانستان سره د واکسن مرسته کړې ده. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي و چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي. ‎د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په ټوله کې ۶۸ زره او ۳۶۶ کسان پرې اخته شوي او ۲،۸۶۹ کسان بیا ترې مړه شوي دي. ‎اټکل کېږي چې واقعي شمېرې تر دې هم زیاتې وي.

26.05.2021 ازادي راډیو

امریکا کې د لویانو نیمایي برخه د کرونا ضد واکسین شوي

په امریکا کې د لویانو نیمایي برخه یې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي چې دا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې یو مهم پرمختګ دی. په عین حال کې په متحدو ایالاتونو کې د کرونا نوې پېښې او له امله یې د مړینو شمېر هم مخ په کمېدو دی.  د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د جولای تر۴مې پورې به د امریکا د نفوس د لویانو د برخې په سلو کې اویا یې لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین ترلاسه کړي. په اوس وخت کې دا شمېره په سلو کې ۶۲ ده.  له دغه پرمختګ سره هم مهاله موډرنا کمپنۍ پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) اعلان وکړ چې د نوې څېړنې نتیجې یې ښیي چې واکسین یې تر ۱۲ کلونو پورته ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره خوندي او اغېزمن دی.  تر اوسه په امریکا او کاناډا کې د فایزر او بایونټیک واکسین ته اجازه ورکړل شوې چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومانانو او تنکیو ځوانانو ته ورکړل شي. اروپایي ټولنه هم تمه کوي چې په را روانو اونیو کې دې اجازه ورکړي چې تر اتلسو کلونو لاندې وګړو ته د همدې فایزر – بایونټیک واکسین بهیر پیل شي.  په اروپا کې د کرونا ضد واکسینونو کمپاین چې په لومړیو کې ډېر ورو روان و، په دې وروستیو کې ګړندی شوی او له دې سره په یوه وخت هم په ډېرو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ له امله لګول شوي محدودیتونه په نرمېدو دي.  د هغو اسنادو له مخې چې پرون سې شنبې اروپایي مشرانو ته وړاندې شول، دا ټولنه تمه کوي چې څه باندې یو میلیارډ ډوزه واکسین به د سېپټمبر د میاشتې ترپایه ترلاسه کړي. دا کافي واکسین دی چې دا ټولنه پرې تر دې نېټې پورې ټول د واکسین مستحق کسان واکسین کړي.  د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي ټولنه ټاکلي هدف ته د رسېدو په لاره ده او زیاته یې کړه چې که دغه بهیر په همدې ډول دوام وکړي نو به وکولای شي ټولنې په خوندي ډول بېرته پرانېزي. اروپایي ټولنه دغه راز تمه کوي چې د روان کال ترپایه ۴۲۵ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ترلاسه کړي چې په دې سره به ټول هغه واکسین چې دا ټولنه یې ترلاسه کوي، یو نیم میلیارډ ډوزو ته رسېږي.  اروپایي ټولنه همدا شان په پام کې لري چې سل میلیونه ډوزه واکسین د روان کال تر پایه هغو هېوادونو ته په وړیا توګه ورکړي چې ورته سخته اړتیا لري.  د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس هغه نوې بڼه چې په هند کې پیدا شوې، اوس د نړۍ په ۵۳ هېوادونو او ځایونو کې ثبت شوې ده. په هغه راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې د ویروس دغه نوې بڼه په چټکۍ سرایت کوي، خو د ناروغۍ د شدت او د سرایت خطرونه یې تر څېړنې لاندې دي.  په هند کې چې د ویروس د دغې نوې بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوې وې، د تېرو ۲۴ ساعتونو نتیجې ښیي چې د دغه ویروس نوې پېښې په وروستیو نژدې ۶ اونیو کې په متوسط ډول د ورځې تر ټولو ټیټې کچې ته رالویدلي دي، خو په دې هېواد کې د واکسین کمی په خپل حال پاتې دی.  

26.05.2021 ازادي راډیو

عراق کې یوه کمسارې ښځه؛ مروه په خپله خوښه خپل اولادونه یوازې لویوي

مروه رعید طحی یوه داسې عراقۍ مور ده چې اړه شوه له خپل مېړه څخه جلا شي او خپلې وظیفې ته دوام ورکړي. دا یوه کمسارې ښځه ګڼل کېږي ځکه په خپله خوښه خپل اولادونه یوازې لویوي.   د دې دا پرېکړه په عراق غوندې محافظه‌کاره ټولنه کې اسانه کار نه‌ګڼل کېږي. دې وکړای شول له خپل مېړه طلاق واخلي، کله چې هغه دا کار او وظیفې ته نه‌پرېښوده.   دا اوس خپلې دوه لوڼې په یوازې سر لویوي او د کار په برخه کې خپلې هيلې پوره کوي.   خو دا وايي، د خپلواکۍ لپاره بدو ورځو ګاللو ته اړ ایستل شوې. مروه وايي: "د دې ځای ټولنه هېڅ زړه سوی نه‌لري. بې‌رحمه ټولنه ده. دا یوه سړي سالاره ټولنه ده او نه‌یوازې دا، بلکې هغه حقونه چې موږ ښځې یې د دې ټولنې د وګړو په توګه پر کاغذ لرو، اصلاً موږ ته نه‌راکول کېږي." مروه په ۲۲ کلنۍ کې واده شوې وه. تر کلونو تېرېدو وروسته دې له کوره دباندې د کار کولو فکر وکړ. د خپلو دوو لوڼو لویول د دې لومړیتوب و، خو دې غوښتل خپلې هیلې هم پوره کړای شي.   مروه په مسلکي توګه انجنیره ده او په همدې برخه کې يې د یوه شرکت په جوړولو سره کار پیل کړ. دا شرکت زرغونه زر نومېږي او د کارول شویو کرنیزو موادو د بیا کارولو په برخه کې کار کوي. دا د اوږدمهالې کرنې او مالدارۍ پر اهمیت عامه پوهاوی هم کوي.   دا وايي، دا شرکت چې يې وده وکړي، نورو ښځو ته به د کار فرصت په‌کې برابر کړي چې له کوره دباندې کار کول غواړي. دا له یوې غیر دولتي ادارې سره هم په داوطلبه توګه کار کوي چې د یتیمانو او داسې کوچنیانو ملاتړ کوي چې یوازې یا مور لري يا یوازې پلار. دا غیر دولتي اداره په عراق کې کوچنیانو ته ورښيي چې ولې باید خپلې هیلې هم ولري او د هغو د پوره کولو لپاره باید هڅې وکړي.

26.05.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more