شاته

بریتانیا غواړي «G-7» سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین پر پاسپورټونو یوه موافقه وکړي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون غواړي چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه (G -7) دې په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو او هم د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو پر یوه تړون موافقه وکړي.

ښاغلي جانسون د کاناډا له «CBC» نشراتي شبکې سره په مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوې وویل، د «G-7» د سرمشریزې په سطحه باید په دې اړه چې سفر او پاسپورټونه په څه ډول تنظیم کېدای شي، یو ډول توافق ترلاسه شي.

بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌‌یې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کاروبارونو د بېرته برانیستل کېدو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده.

بریتانیا کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د یاد دېوال
بریتانیا کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د یاد دېوال

بورېس جانسون وویل، دغې وبا وښوده چې په نړۍ کې همکاري په څه ډول له‌منځه لاړه او هر هېواد په یوازې توګه هڅه کوله چې د دغې وبا په وړاندې د خوندیتوب لپاره ځان ته وسایل او واکسینونه راونیسي.

نوموړي زیاته کړه، په عین حال کې هېوادونو په ملي سطحه قرنطینونه او ټولبندونه ولګول او د اکمالاتو نړیوال ځنځیرونه ګډوډ شول.

جانسون وویل، د ده په باور اوس موږ ته په‌کار ده چې د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو یو نړیوال تړون ولرو. هغه زیاته کړه موږ دې ته اړتیا لرو چې داسې اصول او مقررات رامنځته کړو چې د پولو ترمنځ د اکمالاتو بهیر مختل نه‌شي او په دې توګه د هغو شیانو لپاره چې موږ په راتلونکي کې پورې تړلي یو، د انتقال ځنځیرونه ډاډمن کړو.

د بریتانیا صدراعظم همدارنګه وویل چې دا مهمه ده چې پرمختللي هېوادونه له لږ عاید لرونکو هېوادونو سره واکسین شریک کړي. هغه زیاته کړه تر هغو هېڅوک نه‌شي خوندي کېدای چې ټول خوندي شوي نه‌وي.

د بریتانیا صدراعظم بورېسن جانسون د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال
د بریتانیا صدراعظم بورېسن جانسون د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال

په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشران د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې په انګلستان کې سره راغونډ شي.

د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.