شاته

هند د کرونا واکسین برخه کې ستونزو سره مخ دی؛ ډیلي او واشنګټن ګډ کار ته ژمن دي

په داسې حال کې چې هند د خپلو ۱۳ سوه میلیونو وګړو د واکسینولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، د امریکا متحدو ایالاتونو او هند ژمنه وکړه چې په ګډه به د کووېډ-۱۹ وبا پرضد کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه(د غبرګولي ۷مه) وویل، واشنګټن غواړي ډاډه شي چې هند له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرستې ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

بلېنکن چې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره یوځای خبرې کولې، وویل، د کووېډ-۱۹په لومړیو ورځو کې هند د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مرستې ته چمتو و، اوس موږ غواړو چې ډاډ ورکړو چې له هند سره مرستې ته حاضر یوو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر چې له یوې اوونۍ راهیسې په امریکا کې دی، هڅه کوي په خپل هېواد کې د کرونا وبا د دوهمې څپې په ترڅ کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي.

جې شنکر وویل، هند په اوسنیو سختو شېبو کې د امریکا له مرستو، کلک ملاتړ او پیوستون څخه خوشاله دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په هند کې د کرونا ویروس تر ۲۷ میلیونه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي او تر ۳ لکه ۱۸ زره ډېر نور مړه شوي دي.

په هند کې له امریکا وروسته تر ټولو ډېر کسان په کرونا وبا مړه شوي دي، خو په هند کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو او ورڅخه د مړینو د شمېر په اړه ویل کېږي چې ښايي تر دې ډېر وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هڅه کوي په خپل هېواد کې د کرونا وبا د دوهمې څپې په ترڅ کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هڅه کوي په خپل هېواد کې د کرونا وبا د دوهمې څپې په ترڅ کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي.

په امریکا کې تر نیمايي زیات بالغان د کرونا ویروس پر ضد واکسین شوي او له همدې کبله په دغه هېواد کې وضعیت عادي شوی دی.

په همدې منځ کې بریتانیا پرون د کرونا پرضد یوه بل واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړه.

په بریتانیا کې دې واکسین ته په داسې وخت کې اجازه ورکړل شوه چې د کرونا د نوېو بڼو په اړه؛ په تېره بیا د هغې یوې چې په هند کې خپره شوې ده، اندېښنې زیاتې شوې دي.

د بریتانیا په سلو کې ۵۸ وګړو تراوسه پورې د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین کړی دی، خو په سلو کې ۳۵ وګړو یې دوه ډوزه یا بشپړ واکسین کړی دی.

هغه واکسین چې پرون په بریتانیا کې د تطبیق اجازه ورکړل شوه، د جانس اېنډ جانس واکسین دی چې یو ډوز دی.