آیا د اداری اصلاحاتودکمیسیون شته والی ته ضرورت شته؟
آیا د اداری اصلاحاتودکمیسیون شته والی ته ضرورت شته؟د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د بن د پریکړوله مخې په افغانستان کې دلنډمهالې اداری له رامنځته کیدو وروسته جوړ شو.دغه کمیسیون د افغانستان په وزارتونو او ادارو کی د اداری سمونونو د رامنځ ته کولو په مقصد رامنځ ته شو چی د یوی سالمی او حساب ورکوونکی اداری رامنځته کول چی هیواد والو ته ګټور خدمتونه تر سره کړای شی او د پوهی له مخی په دولتي اداروکې د مامورینو ګومارل یې له مهمو موخو څخه وې.کله چې دغه اداره جوړه شوه په لومړي
لوی او کوچنی
لوی او کوچنی هغه ورځ په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه،د واټ په دواړو خواوو کې زیات موټرونه او بایسکونه تر سترګو کېدل ، پلی خلک هم تر نورو ورځو زیات ول د واټ له شمال لوری یو کاماز موټر چې د بس باډۍ نوې ورباندې جوړه شوې وه،ښکاره شو موټر په بېړه روان و، ولاړو کسانو یوې بلې خواته منډې کړې له هر خوا د ((خیر خیر خدایه ))چېغې شوې موټر په تېزۍ سره تېر شو ،د واټ پای ته لانه و، رسېدلی چې له یوه کوچنی
دزرمت ولسوالي پخوانیو میلو ته لنډه کتنه
علم ګل سحر دزرمت ولسوالي پخوانیو میلو ته لنډه کتنه د افغانستان لوی لیکوال، څیړونکي او ادبپوه پوهاند اکاډیمیسن علامه عبدالشکور رشاد به ویل پکتیا زموږ دګران هیواد هغه سیمه ده چې په اړه یې دڅیړنو لپاره یوه لوی علمي انستیوت ته اړتیا ده، څو ددې سیمې
کوټه سنګي
کوټه سنګي کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟ ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې سیمې نوم د هغې پښتنې شاعرې له نوم څخه
غزل
غزل لږ مې ځان په یاد وي او جانان وي ډیر خلک په دغه راته حیران وي ډیر کله زړه ته واچوم قلفونه ډیر کله وایم پریږده کې خوبان وي ډیر کله یار خپه کړمه هیڅ ور نه شم بیرته هغه سات زما ارمان وي ډیر ستړې دژوندون نورې هم ډیرې دي زړه مې له ولس سره ستومان وي ډیر بل ځای به پښتون یو ځای ونه وینې دوی دخپل قاتل ترشا روان وي ډیر موږه په هرګام کې کار له زور اخلو ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډیر کله چې بدبخت کو
نېکمرغي
علم ګل سحر نېکمرغي ځینې څومره بختور وي چې ماښام ستړي ستومانه له کارونو راستانه شي مور ولاړه دروازه کې انتظار یې دراتلو کړي زویه !ډېره مې سودا وه زویه!ښه شولې چ
مینه نه مري
دیوه شعر ته ورته لیک په ځواب کې چې لیکلي یې و(په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟) مینه نه مري ولې نه لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو مینه ژوندۍ ده لاهم مینه هیڅکله نه مري * * * لا ډیرې سترګې دي ل
دیوې پخوانۍ سندرې شالید
دیوې پخوانۍ سندرې شالیدپاس دتنګي مستې ځدراڼېجنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینهدا اصلآ لنډۍ ده چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې ده خو ډیر کسان دا لنډۍ نه بلکې سندره بولي ځکه چې ډیروخت دسروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په نوروسندرو یا سروکو پورې چې تړل شوې په دې لنډۍ پورې هم تړل شوې دي .همدغه لنډۍ چې دسیمې سندرغاړي وایي نو نورې لنډۍ ورپورې تړلې وایي لکه:ته له تنګي ځینې راتیر شهتردې ملاله خوله به زه درتیره شمهبیا دلنډۍ په پای کې وایي:پاس دتنګي مستې ځدراڼې
د څومتلونو کیسې / علم ګل سحر
هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې تاروجبه د پېښور او نوښار دښارونو ترمنځ يوه سيمه ده ويل کيږي،چې پخوا به تجارتي مالونه په غير قانوني ډول قاچاق کېدل. د قاچاقي مالونو د بدلولو او تسليمولو وروستى ځاى همدا تاروجبه وه، قاچاق وړونکي به له غرنيو او سختو لارو څخه دې سيمې ته رسېدل او دا هم حتمي وه،چې خپل قاچاقي مالونه دې سيمې ته راورسوي، وايي کوم وخت په کومه تلاشي کې د چا مالونه ورک شوي يا لږ شوي ول، د مالونو خاوند نه پوهېده،چ
ژمی
علم ګل سحر ژمی لرګي مې ډیر اخیستي لاندی مې هم کړی دی ځان او اولاد ته مې وړینې جامې ډیرې کړې بخارۍ تل ګرمه وي که ژوند و، سږ ژمی به ګرم تیر شي سږ کال به یخ په
دیو لوی انسان یاد / علم ګل سحر
علم ګل سحر دعلامه اکاډیمیسن پوهاند عبدلشکور رشاد دوفات دپنځمې کالیزې په مناسبت ======================================= دیو لوی انسان یاد په هغه ورځ مې لا له سهاره خوا شنه وه،لکه دسړي چې هډونه خبر وي چې له یوه لوی غمه به خبریږي،پخپل کار نه پوهیدم،هسې مې دکمپیوټر تڼۍ کیکښلې،په ازادي راډیوکې مې خپلې یودوه خپرونې واوریدلې خو ایډټ مې نه کړې.
د اوومتلونو کیسې / علم ګل سحر
چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى. ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا په نورو سيمو کې مشهور شوى دى. دمتل کيسيه داسې ده : وايي،چې دلوګر، د زرغون ښار په س
دمتلونو کیسې / علم ګل سحر
هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې پخوا له ميلاد څخه څوسوه کاله د مخه په نړۍ کې دوه لويې امپراتورۍ وې،چې يوه يې دروم امپراتوري وه او بله يې د ايران دساسانيانو امپراتوري وه. په هغه وخت کې دايران امپراتوري ډېره قوي وه او يونان کوچنى هېواد و، ديونان پاچا فليپ نومېده، فليپ د مشهور سکندر پلار و، فيلپ به خپله کلنۍ ماليه ايران ته ورکوله ، دايران پاچا په يونان دسرو زرو د هغې چرګې نوم ايښى و، چې د سرو زرو هګۍ به يې اچوله،
دمتلونو کیسې / علم ګل سحر
دښايستې يو عيب نه عيب دى يوه سړي زوى ته کوژده کوله، دکورمېرمنې بل کورته دنجلۍ دليدلو له پاره ولاړې، دنجلۍ په کور کې ددغو مېرمنو ډېر هرکلى وشو، ډول ډول خواړه يې ورته راوړل، چې بېرته راغلې، نو دهغه کور په صفت نه مړېدې، دهلک پلار د نجلۍ په باره کې پوښتنه وکړه، دهلک مور ځواب ورکړ، چې سمه د څوارلمسې سپوږمۍ وه، ده بيا پوښتنه وکړه، چې څه عيب خوبه نه و پکې، مېرمنې يې وويل،چې نوره خو سپوږمۍ وه خو دمخې دوه غاښونه يې راوتلي و، د
سپی او موټر
سپی او موټر لیدلي به مو وي ، چې کله موټر پر سرک تیریږي ، وزه ترې منډې وهي او ځان ترې ژغوري ، خر بیا دوزې برعکس چې موټر هر څومره هارنونه ورته وکړي له لارې نه لیرې کیږي ، خو سپی چې پر لاره تیریدونکی موټر وویني ، ورپسې منډې وهي او تر ډیره ورپسې غاپي ، پوهیږﺉ دا ولې ؟ ددې خبرې د پوهیدو لپاره دغه کیسه ولولﺉ: په پخوا زمانو ک
(په سترګو كې ليكل شوې افسانې) ناول ته یوه کتنه / علم ګل سحر
علم ګل سحر (په سترګو كې ليكل شوې افسانې) ناول ته یوه کتنه په سترګو كې ليكل شوې افسانې د ميرمن كلتوري ټولنيز بهير له خوا لومړنى چاپ شوى ناول دى چې ددغه بهير يوې فعالي غړي ، ليكوالې او شاعرې طوبا ندا ساپۍ ليكلى دى . ناو
پاڼ
علم ګل سحر پاڼ سره غرمه ده ، شاوخوا لمر دی او دی سیوري ته ویده دی بریتور ښایسته ځوان دی د پاڼ لوري ته ویده دی که په اړخ باندې راواوړي لویې کندې ته ورلویږي قافله ده ، ترې روانه دی په لار کې ترې پاتیږي زما په چیغو را ویښ نه شو بس ویده په د
غنيمت
علم ګل سحر غنيمت له كله نه چې زه د قوماندان مير علي په ګروپ كي شامل شوى يم ارامه ورځ مي نه ده ليدلې، خو هغه ورځ مو تر ټولو ورځو ستړې تېره شوه، نيمه شپه له خوبه پاڅېدو او د قوماندان صاحب د هدايت سره سم نژدې كارخانې ته ولاړو، د كار خانې اوسپنې مو په كاماز موټر كي له ښار څخه وايستلې او خرڅې مو كړې بدبختي دا وه چ
دمتلونو کیسې
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه ( ښه وکړه درياب ته يې واچوه ) د پښتو ژبې له هغو روزنيزو متلونو څخه ګڼل کيږي، چې ددې ملت دپوهې، فرهنګ او حکمت ښه څرګندونه کوي. په پخوا زمانو کې يو خيرخو او زړه سوانده سړى و، ده به تل دسيندکبانو ته ډوډۍ وړه کوله او ورته اچوله به يې،ده به هره ورځ دا کار کاوه، ماهيان دده له غږ سره هم اشنا شول، زياترو خلکو به په ده پورې خندل ، چې دالېونى ګوره تمامه ورځ دسيند په
دمینې پته / علم ګل سحر
علم ګل سحر دمینې پته اوس مې هنر د هیرولو زده دی اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته اوس که په مخه باندې راغلې چیرته درته به ښه وګورم سترګې به ستا سترګو کې ډوبې کړمه له ښکلو سترګو به دې وپوښتم ،