علم ګل سحر
ژمی
لرګي مې ډیر اخیستي
لاندی مې هم کړی دی
ځان او اولاد ته مې وړینې جامې ډیرې کړې
بخارۍ تل ګرمه وي
که ژوند و، سږ ژمی به ګرم تیر شي
سږ کال به یخ په مخه هم رانه شي
خو څه فایده،چې دکور خواته مې یوبل انسان له یخه ریږدي!!!
۱۴/ ۱۰/ ۱۳۸۷
کابل – څارندوی مینه
31.12.2009
- علم ګل سحر
علم ګل سحر
دعلامه اکاډیمیسن پوهاند عبدلشکور رشاد دوفات دپنځمې کالیزې په مناسبت
=======================================
دیو لوی انسان یاد
په هغه ورځ مې لا له سهاره خوا شنه وه،لکه دسړي چې هډونه خبر وي چې له یوه لوی غمه به خبریږي،پخپل کار نه پوهیدم،هسې مې دکمپیوټر تڼۍ کیکښلې،په ازادي راډیوکې مې خپلې یودوه خپرونې واوریدلې خو ایډټ مې نه کړې....
11.01.2010
- علم ګل سحر
هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې
تاروجبه د پېښور او نوښار دښارونو ترمنځ يوه سيمه ده ويل کيږي،چې پخوا به تجارتي مالونه په غير قانوني ډول قاچاق کېدل. د قاچاقي مالونو د بدلولو او تسليمولو وروستى ځاى همدا تاروجبه وه، قاچاق وړونکي به له غرنيو او سختو لارو څخه دې سيمې ته رسېدل او دا هم حتمي وه،چې خپل قاچاقي مالونه دې سيمې ته راورسوي، وايي کوم وخت په کومه تلاشي کې د چا مالونه ورک شوي يا لږ شوي ول، د مالونو خاوند نه پوهېده،چ...