آیا د اداری اصلاحاتودکمیسیون شته والی ته ضرورت شته؟
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د بن د پریکړوله مخې په افغانستان کې دلنډمهالې اداری له رامنځته کیدو وروسته جوړ شو.دغه کمیسیون د افغانستان په وزارتونو او ادارو کی د اداری سمونونو د رامنځ ته کولو په مقصد رامنځ ته شو چی د یوی سالمی او حساب ورکوونکی اداری رامنځته کول چی هیواد والو ته ګټور خدمتونه تر سره کړای شی او د پوهی له مخی په دولتي اداروکې د مامورینو ګومارل یې له مهمو موخو څخه وې.
کله چې دغه اداره جوړه شوه په لومړي سر کې ددغې ادارې دکارکوونکو میاشتني معاشونه په ډالري حساب منظور شول او دافغانستان په ادارو کې دنابرابرۍ پیل له همدغه کمسیون څخه وشو.او بیا په نورو ادارو کې ددوی په اصطلاح اصلاحات پیل شول. البته په لومړي سرکې داسې فکر کیده چې دغه کمیسیون به وکولای شي زموږ په ادارو کې هغه بې عدالتۍ چې دتیرو یو ګوندي رژیمونو او تنظیمونو له خوا رامنځته شوې وې له منځه یوسي او په رښتني ډول به کار دکار اهل ته وسپاري . له بده مرغه لکه څنګه چې زموږ یو زیات شمیر ادارې پخپلو ورسپارل شویو دندوکې ناکامې دي دغه اداره هم ناکامه وه یا خو داسې لاسونو پکې کار وکړ چې پخپله دبیروکراسي سرلاري وو.
زموږ زیات شمیر مامورینو به هغه پوښتنې لیدلې وي چې ددغه کمیسیون له خوا یوې څوکۍ ته له کاندیدو کسانو څخه کیږي. دغه پوښتنې او ازموینې په هیڅ ډول یوې څوکۍ ته دکاندید کس دوړتیا دمعلومولوڅرګندویې نه شي کولای.
کوم لنډمهال کورسونه چې دملکي مامورینو دوړتیاوو دلوړولولپاره په ډیرو لګښتونو دملکي خدمتونو دانستیوت په چوکاټ کې ددغه کمیسیون له خوا جوړیږي داسې څه پکې تدریس کیږي چې زموږ په دولتي ادارو کې دمامورینو دمسلکي وړتیا له لوړولو سره هیڅ مرسته نه شي کولای .ما پخپله ددغو کورسونو څو دورې لوستې دي پوهیږم چې په دولتي اداره کې یې زما په ورځني کار یې هیڅ ډول مثبته اغیزه نه ده کړې او نه هم په راتلونکي کې کومه ګټه رسولای شي.
له بلې خوا دمامورینو په ګومارلو کې ددغه کمیسیون کارونه او اجرآت روڼه نه دي. زه داسې یو څوک پیژنم چې دنهم ټولګي فارغ دی خو ددولسم ټولګي په جعلي بري لیک ددغه کمیسیون له خوا په یوه وزارت کې دلوی ریس په توګه ګومارل شوی او یوزرو اته سوه ډالره میاشتنی معاش ورته منظور شوی دی. او ډیر داسې کسان مې لیدلي چې یوې څوکۍ ته کاندید شوي بیا یې له یوچا څخه دکمیسیون دریس او یا نورو چارواکو په نوم دسپارښتنې لیک اخیستی او هلته مقرر شوي دي.
کله چې حالت داسې وي نو آیا ددغه کمسیون شته والي ته ضرورت لیدل کیږي؟ موږ په کابینه کې دکار او ټولنیزو چارو وزارت په نوم یوه بله اداره هم لرو چې په دولتي ادارو کې دمامورینو دګومارلو چارې ترسره کوي.دغه وزارت پخوا هم بې له کوم ځانګړې امتیازه دغه چارې ښې پر مخ وړلې او ممکن په راتلونکي کې هم وکولای شي.
هیله ده لوړ دولتي ارګانونه او ولسي جرګه د اداري اصلاحاتو دکمیسیون د اغیزمنتیا موضوع په جدي ډول وڅیړي اوداچې ايا ددغه کمیسیون شته والی ضروری دی که یه؟ څرګنده کړي او په دې اړه لازمې پریکړې وکړي.
س
مقالې