چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو

دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې  جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى.

ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا په نورو سيمو کې مشهور شوى دى. دمتل کيسيه داسې ده :

وايي،چې دلوګر، د زرغون ښار په سيمه کې څوکسو څټګرو په يوه کلي کې يوه کلا جوړوله، ددوى مشر خټګر يا بنا، ميرى نومېده، ميری به  د کلا د دېوال پر سر ناست و او پخسه به يې وهله. دا نورو به له لاندې خټه ورکوله .

يوه ورځ خټګرو دوه خټکي واخېستل، د دوو خټګرو ترمنځ د خټکيو پر سر لانجه شوه، يوه ويل،چې لوى خټکى اوس خورو او دا بل ساتو او بيا يې له استاد،يانې ميري سره په ګډه خورو. خو بل ويل،چې غټ خټکى له هغه سره يو ځاى خورو. ددوى دواړو جنګ شو، ميري چې د پخسې په جوړولو اوښوى کولو بوخت و، دوى ته توجه نه کوله. يو بل لاروى راغى، ددغو دوو خټګرو ترمنځ يې روغه وکړه. تر دې جنګ وروسته د ميري موضوع ته پام شو او په دې اړه يې پوښتنه وکړه، کله چې پوه شو پر خټکيو يې جنجال کړى دى، نو له پاسه يې په سپکو سپورو پيل وکړ او دواړه يې په خټو او لوټو وويشتل.

تر هغه وروسته دا متل عام شوى، چې وايي : جنګ سوړ شو، ميرى تود شو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زوى وروڼه به پرې شته کړې، داخرت ځواب به څه کړې

 

وايي، په تېرو زمانو کې په يوه کلي کې دوه کسان اوسېدل، يو يې ډېر نېک سړى و، خپل کار او روزګار به يې کاوه، خولې به يې تويولې او روزي به يې ګټله، خو دده بل د اکازوى به هېڅ کار نه کاوه، دى د کلي ملک هم و، ده به له خلکو رشوتونه اخېستل او په حکومت کې به يې د هغو کارونه په پيسو خلاصول، په زور او ظلم به يې  د نورو ځمکې ترې نيولې، چې په نتيجه کې ډېر شتمن شو او دا بل داکازوى ته به يې پيغور ورکاوه، چې زه دومره پيسې او ځمکې لرم، وروڼه او زامن به مې تل خانان وي او ته به تر مرګه دبل مزدوريې .

داکازوى يې ورته وويل،چې تاخو پيسې په کار او زيار نه دي پيدا کړې، په رشوتو دې پيدا کړې دي، په هغه دنيا به د خداى ځواب څه وايې، له هغه راوروسته بيا دا متل وشو،چې : زوى وروڼه به پرې شته کړې ، د اخرت ځواب به څه کړې .

يعنې زامن او وروڼه خو به دې شتمن شي، خو داخرت ځواب به څنګه وايې، چې دا پيسې دې له کومه کړې دي .

 

 

څه به دې په زړه کړم،چې وير به دې پرې وکړم

په يوه زمانه کې يوه ښځه د خپل مېړه سره د ژوندون په جريان کې ډېره په زحمت او تکليف وه، هغه دا،چې همېشه به نوموړې ښځه دمېړه له خوا په مختلفو بهانو سره وهل او ټکول کېده او د ژوندانه په چارو کې به دمېړه له خوا هر وخت مداخله او لاس وهنه کېده، چې ښځې به مخالفت ورسره وکړ،نوبيا به دمېړه له خوا هغه وهل ټکول او بده ورځ وه، وخت همداسې تېرېده يوه ورځ د نوموړې مېړه مړ شو او په حق ورسېد. خو ښځې يې هېڅ غم او غوسه نه کوله او چې چابه ورته وويل،چې د مېړه په مړينه هېڅ غم نه کوې، دې به دا متل وايه،چې ( څه به دې په زړه کړم،چې وير به دې پرې وکړم.

نو په دې توګه دامتل د خلکو په منځ کې رواج او خپور شو.

---------------------------

زما مينځه پاپله د پاپلې مينځه بله

 

په پخوا زمانوکې،چې مريي او دمينځو رانيول او خرڅول رواج وه او د هغوى د کارونو د اجرا له پاره به مؤظف وه، نو يوه مينځه دپاپلې په نامه يادېده،چې هغې د خپل ځان هوساینې له پاره بيا دبلې ښځې نه د مينځې په توګه کار اخېست ، نو بيا پاپلې دا  بله ښځه يوه ورځ په يوه کاروګمارله او هغې يعنې بابلې د خپل بادار په مخ کې په هغه بلې مينځې باندې امر وکړ په دې ځاى د بادار له خوا ورته وويل شول،چې ( زما مينځه پاپله د پاپل مينځه بله ) او له هغه را په دې خوا دامتل رواج شو.

---------------------------

هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې

 

تاروجبه د پېښور او نوښار دښارونو ترمنځ يوه سيمه ده ويل کيږي،چې پخوا به تجارتي مالونه په غير قانوني ډول قاچاق کېدل. د قاچاقي مالونو د بدلولو او تسليمولو وروستى ځاى همدا تاروجبه وه، قاچاق وړونکي به له غرنيو او سختو لارو څخه دې سيمې ته رسېدل او دا هم حتمي وه،چې خپل قاچاقي مالونه دې سيمې ته راورسوي، وايي کوم وخت په کومه تلاشي کې د چا مالونه ورک  شوي يا لږ شوي ول، د مالونو خاوند نه پوهېده،چې څومره مال يې ضايع شوى دى، د لارې ملګري يې ورته وويل،چې :

هله به خبرشې،چې تاروجبې ته ورشې، يعنې هلته به درته معلومه شي، له هغه وخته دا متل مشهور شو،چې وايي: هله به خبرشې،چې تاروجبې له ورشې.  

 

هله به خبر شې چې تالوژبې ته     ورشي ((۲))                                 

 

ځينې وايي، چې دامتل اصلاً داسې دى، هله به خبر شې،چې تالو ژبې ته ورشې، دپښتونستان او په تېره دپېښور او شاوخوا سيمو خلک زياتره ژبه جبه تلفظ کوي. په دې متل کې دمرګ خواته اشاره ده، يعنې دمړينې په وخت کې تالو بندشي او له ژبې سره ونښلي، يعنې داچې هرڅوک د خپلو اعمالو جوابګوى دى، نو دامتل داسې ويل کيږي، هله به خبر شې چې تالو ژبې ته ورشې.

کېداى شي دا متل نورې معناوې هم ولري، خو دا وروستۍ معنايې ماته سمه ښکاري .

 

 

 

 

 

 

 

له خوارۍ په ژرنده کې ناست وي

له کبره مزد نه اخلي

 

وايي،چې غريب سړي به په يوه اوبل ځاى کې خواري او مزدوري کوله په پاى کې په يوه ژرنده کې مزدورشو، د خلکو غنم به يې اوړه کول ، کله به يې،چې د چا غنم اوړه کړل ، نو مزد به يې ترې نه اخېست.

لږ مزد اخېستل ورته شوم برېښېده، د غنمو خاوندانو ته به يې ويل خير دى مه يې راکوئ، ټوله ورځ به يې ژرنده وکړه، خو ګټه به يې نه وه، کله چې د ژرندې خاوند خبر شو، نو دى يې له مزدورۍ لېرې کړ، يوه ورځ د ژرندې له مالک نه چا پوښتنه وکړه،چې هغه ژرنده ګړى دې ولې لېرې کړ؟ ده ورته وويل،چې ما خو ورسره ښه کړي و، په کارمې لګولى و، خو دى دومره کبرجن و،چې له چابه يې مزد نه اخېست، ځان يې هم خوار کړ زه يې هم.

له هغه وروسته دامتل وشو،چې :

له خوارۍ ژرنده کوي -        له کبره يا له مستۍ مزد نه اخلي .