دمتلونو کیسې


د څومتلونو کیسې / علم ګل سحر

هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې   تاروجبه د پېښور او نوښار دښارونو ترمنځ يوه سيمه ده ويل کيږي،چې پخوا به تجارتي مالونه په غير قانوني ډول قاچاق کېدل. د قاچاقي مالونو د بدلولو او تسليمولو وروستى ځاى همدا تاروجبه وه، قاچاق وړونکي به له غرنيو او سختو لارو څخه دې سيمې ته رسېدل او دا هم حتمي وه،چې خپل قاچاقي مالونه دې سيمې ته راورسوي، وايي کوم وخت په کومه تلاشي کې د چا مالونه ورک  شوي يا لږ شوي ول، د مالونو خاوند نه پوهېده،چ

11.01.2010 علم ګل سحر

د اوومتلونو کیسې / علم ګل سحر

چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې  جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى. ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا په نورو سيمو کې مشهور شوى دى. دمتل کيسيه داسې ده : وايي،چې دلوګر، د زرغون ښار په س

08.12.2009 علم ګل سحر

دمتلونو کیسې / علم ګل سحر

هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې   پخوا له ميلاد څخه څوسوه کاله د مخه په نړۍ کې دوه لويې امپراتورۍ وې،چې يوه يې دروم امپراتوري وه او بله يې د ايران دساسانيانو امپراتوري وه. په هغه وخت کې دايران امپراتوري ډېره قوي وه او يونان کوچنى هېواد و، ديونان پاچا فليپ نومېده، فليپ د مشهور سکندر پلار و، فيلپ به خپله کلنۍ ماليه ايران ته ورکوله ، دايران پاچا په يونان دسرو زرو د هغې چرګې نوم ايښى و، چې د سرو زرو هګۍ به يې اچوله،

01.12.2009 علم ګل سحر

دمتلونو کیسې / علم ګل سحر

دښايستې يو عيب نه عيب دى   يوه سړي زوى ته کوژده کوله، دکورمېرمنې بل کورته دنجلۍ  دليدلو له پاره ولاړې، دنجلۍ په کور کې ددغو مېرمنو ډېر هرکلى وشو، ډول ډول خواړه يې ورته راوړل، چې بېرته راغلې، نو دهغه کور په صفت نه مړېدې، دهلک پلار د نجلۍ په باره کې پوښتنه وکړه، دهلک مور ځواب ورکړ، چې سمه د څوارلمسې سپوږمۍ وه، ده بيا پوښتنه وکړه، چې څه عيب خوبه نه و پکې، مېرمنې يې وويل،چې نوره خو سپوږمۍ وه خو دمخې دوه غاښونه يې راوتلي و، د

22.11.2009 علم ګل سحر

دمتلونو کیسې

ښه وکړه په درياب کې يې واچوه   ( ښه وکړه درياب ته يې واچوه ) د پښتو ژبې له هغو روزنيزو متلونو څخه ګڼل کيږي، چې ددې ملت دپوهې، فرهنګ او حکمت ښه څرګندونه کوي.  په پخوا زمانو کې يو خيرخو او زړه سوانده سړى و، ده به تل دسيندکبانو ته ډوډۍ وړه کوله او ورته اچوله به يې،ده به هره ورځ دا کار کاوه، ماهيان دده له غږ سره هم اشنا شول، زياترو خلکو به په ده پورې خندل ، چې دالېونى ګوره تمامه ورځ دسيند په

03.11.2009 علم ګل سحر

دمتل کیسه

دمتل کیسه ما چې دخاوو مړي لیدلي ،                                            زما کور غړي وتلي دغه متل کابو اتیا  کاله وړاندې د پکتیا په زرمت کې ویل شوی دی خاوو په زرمل

20.10.2009 علم ګل سحر

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more