دښايستې يو عيب نه عيب دى

 

يوه سړي زوى ته کوژده کوله، دکورمېرمنې بل کورته دنجلۍ  دليدلو له پاره ولاړې، دنجلۍ په کور کې ددغو مېرمنو ډېر هرکلى وشو، ډول ډول خواړه يې ورته راوړل، چې بېرته راغلې، نو دهغه کور په صفت نه مړېدې، دهلک پلار د نجلۍ په باره کې پوښتنه وکړه، دهلک مور ځواب ورکړ، چې سمه د څوارلمسې سپوږمۍ وه، ده بيا پوښتنه وکړه، چې څه عيب خوبه نه و پکې، مېرمنې يې وويل،چې نوره خو سپوږمۍ وه خو دمخې دوه غاښونه يې راوتلي و، ده بيا پوښتنه وکړه،چې نوره څنګه وه، دې ورته وويلوچې سترګې يې لږې کږې وې، نوره سپوږمۍ ده، ده بيا پوښتنه وکړه،چې تګ يې په لاره څنګه و؟ مېرمنې يې بيا وويل،چې لږه ګوډه ګوډه تله، نور خويې په ټول بدن کې دعيب ځاى نه و، ده په نااميدۍ سره وويل، يعنې ګوډه وه؟

مېرمنې يې ژرځواب ورکړ سړيه :دښايستې يوعيب نه عيب دى .

ځينې خلک بيا دامتل داسې وايي،چې :دښايستې يوعيب دنهو عيبو برابروي .

 

 

 

 

 

 

شيخ فريده،چوپه خوله دې بهتره ده

وايي،چې شيخ فريد يو جاهل اوبې علمه سړى و، خو شکل يې برابرو او دشيخ او پير په شان معلومېده، ملګرو او دوستانو يې سلا او مشوره وکړه او له ده څخه يې پير جوړ کړ، دده څه نه و زده، ملګرويې ورته وويل،چې ته به څه نه وايې او خلکو ته يې وويل، چې شيخ فريد لوى عالم او بزرګ دى، دخلکو حاجت پوره کوي، دم او تعويذ په چوپه خوله کوي، خلک پرې رامات شول او دده ډېر قدر او عزت به يې کاوه.

يوه ورځ يې وويل،چې دا خلک په چوپه خوله په ماداسې مين دي، که زه خبرې ،وعظ او نصيحت شروع کړم، نو عزت او قدر به مې لازيات شي . دخپلو دوستانو له مشورې پرته يې يوه ورځ خپلو مريدانو او عقيدت مندانو يو لوى ټولي ته تقرير او خبرې شروع کړې، داسې خبرې يې کولې،چې دجاهلو خبرې هم ترې ښې وې، خلک يو يو ترې پاڅېدل، په دې وخت کې يې دوستان راغلل ،چې دى يې وليد، په غوسه يې وويل :

چوپ چوپ کړه شيخ مزيده!

چوپه خوله دې بهتره ده