سپی او موټر
لیدلي به مو وي ، چې کله موټر پر سرک تیریږي ، وزه ترې منډې وهي او ځان ترې ژغوري ، خر بیا دوزې برعکس چې موټر هر څومره هارنونه ورته وکړي له لارې نه لیرې کیږي ، خو سپی چې پر لاره تیریدونکی موټر وویني ، ورپسې منډې وهي او تر ډیره ورپسې غاپي ، پوهیږﺉ دا ولې ؟
ددې خبرې د پوهیدو لپاره دغه کیسه ولولﺉ:
په پخوا زمانو کې یوه ورځ سپی ،وزه او خر په لاره سره ملګري شول ، تله تله تله ،ډیر مزل یې وکړ . ستړي شول دلارې پر سر یې دمه جوړه کړه ، یوموټر له لیرې را ښکاره شو چې ددوی په خوا را روان دی ، دری واړه خوشحاله شول .
سپی،وزه اوخر په موټر کې سپاره شول ، موټر چې یوڅه لاره ووهله ، وزې له موټر څخه ټوپ کړ بې له دې چې دموټر کرایه ورکړي پخپله مخه ولاړه .
ډریور پسې نارې کړې چې کرایه راکړه خو وزه وتښتیده.
موټر چې څه لاره نوره ووهله ، خر هم له موټره پلی شو بې له کوم جنجاله یې کرایه ورکړه او بې غمه دکلي په لوري روان شو.
وروستی کلی د سپي کلی و . سپی هم له موټره کوز شو ، خپله کرایه یې ورکړه او روان شو.خو موټر چلوونکي پسې نارې کړې ورته ویې ویل :
- څنګه داسې بې غمه روان شوې،کرایه راکړه.
سپی حیران شو ویې پوښتل :
- ما خو خپله کرایه درکړه ،دوه ځله کرایه غواړې که څه؟
موټرچلوونکې په غوصه وویل :
- وزه دې ونه لیده چې بې کرایي ولاړه ، دهغې کرایه ته باید راکړې.
سپي وویل :
- نو پر مایې څه ، د وزې کرایه زه ولې درکړم؟
چلوونکي وویل :
- وزه ستا دلارې ملګرې وه ، بې کرایې وتښتیده ، کرایه به یې حتمآ ته راکوې.
موټر چلوونکي کرایه غوښتله سپي نه ورکوله ، ددواړو ترمنځ لوی جنجال جوړ شو .
اخیر دواړه په لاره قاضي ته ورغلل ، ټوله کیسه یې ورته وکړه . قاضي وویل :
- څرنګه چې وزه له سپي سره یوځای موټر ته پورته شوې وه او د سپي د لارې ملګرې وه نو سپی باید دوزې کرایه هم ورکړي.
سپی مجبور شو په نه زړه یې د وزې کرایه ورکړه.
اوس چې موټر په لاره تیریږي ، وزه ترې منډې وهي او ځان خلاصوي هسې نه چې پخوانۍ پاتې کرایه ترې واخلي.
که مو پام کړی وي خر تل په سرک ولاړ وي که مو ټر هر څومره هارنونه کوي خر له لارې نه ایسته کیږي .
خر له ځانه سره وایي ما خو خپله کرایه ورکړې ده هر ځای مې چې زړه وي دریږم د وزې غوندې په غلا ژوند نه تیروم .
او سپی،سپی چې په لاره تیریدونکی موټر ووینې له ډیر لیرې ځایه ورته را منډه کړي او تر ډیر لیرې واټن پورې په موټر پسې ځغلي او ورته غاپي .
سپی له موټر څخه هغه پیسې غواړي چې له ده څخه یې د وزې د کرایې په نامه اخیستې دي .
۱۲ / ۴/ ۱۳۷۹
پکتیا- زرمت