علم ګل سحر
پاڼ
سره غرمه ده ، شاوخوا لمر دی
او دی سیوري ته ویده دی
بریتور ښایسته ځوان دی
د پاڼ لوري ته ویده دی
که په اړخ باندې راواوړي
لویې کندې ته ورلویږي
قافله ده ، ترې روانه
دی په لار کې ترې پاتیږي
زما په چیغو را ویښ نه شو
بس ویده په درانه خوب دی
نه پوهیږم ،
که سړې اوبه پرې توی کړم
کوچنی غم به ځان ته لوی کړم
که خواږه خوب نه یې ویښ کړم
دا افــغــــان دی
بیا ټول عمر انتقام نه بې خلاص نه شم!!!
18/5/1378
پکتیا- زرمت،رحمانخیل
له (پاریال خوبونه) شعري ټولګې څخه
08.11.2009
- علم ګل سحر
علم ګل سحر
غنيمت
له كله نه چې زه د قوماندان مير علي په ګروپ كي شامل شوى يم ارامه ورځ مي نه ده ليدلې، خو هغه ورځ مو تر ټولو ورځو ستړې تېره شوه، نيمه شپه له خوبه پاڅېدو او د قوماندان صاحب د هدايت سره سم نژدې كارخانې ته ولاړو، د كار خانې اوسپنې مو په كاماز موټر كي له ښار څخه وايستلې او خرڅې مو كړې بدبختي دا وه چ...
17.11.2009
- علم ګل سحر
علم ګل سحر
(په سترګو كې ليكل شوې افسانې) ناول ته یوه کتنه
په سترګو كې ليكل شوې افسانې د ميرمن كلتوري ټولنيز بهير له خوا لومړنى چاپ شوى ناول دى چې ددغه بهير يوې فعالي غړي ، ليكوالې او شاعرې طوبا ندا ساپۍ ليكلى دى . ناو...