علم ګل سحر

 

            نېکمرغي

 

ځینې څومره بختور وي

چې ماښام ستړي ستومانه

له کارونو راستانه شي

مور ولاړه دروازه کې

انتظار یې دراتلو کړي

زویه !ډېره مې سودا وه

زویه!ښه شولې چې راغلې

دوی لانه پوهیږي وایي

څومره ستړی یم ،خواشینی

چې دمور سیوری پرې خپور وي

نو ستړیا به شي له کومه

نیکمرغي خو وي همدغه

ژوند خو داوي ددنیا

 

۱۳ /۸ /۱۳۸۳ کابل ـ څارندوی مېنه