مقالې


د ژوندانه ډولونه یا رنګارنګي( Biodiversity)

په همدې ورځو کې د دسمبر له اومې تر نولسمې د کاناډا په مونتریال کې د نړۍ د هیوادونو استازي په یوه کنفرانس کې سره راټول شوی دي. دوی غواړي په داسی لارو چارو غور او بحث وکړي چې د حیاتي تنوع یا د ژوندانه د ببلابیلو ډولونو د له منځه تللو د مخنیوي سبب شي. د نوموړي کنفرانس ګډونکوونکي باید تر ۲۰۳۰ کال پوری داسې هدفونه وټاکي او په یولړ لارښوونکو کړنو سره توافق ته ورسیږي چې طبیعیت ته د نور زیات زیان رسول ودروي. طبیعیت او د ژوندانه ډولونه یې د شاوخوا یو ملیارد پریکون یا قطع کولو له امله له مر

15.12.2022 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

قمرګل د خاطرو سندرغاړې

زه لا ښوونځي ته نه وم تللی. د لمریز ۱۳۳۰ لسیزې د پیل کلونه ول. کلي کې د دیوال شریک ګاونډي چې زموږ خپلوان هم کېده، واده وو. زه د څو نورو همزولو سره زموږ د کور د یوې کوټې پر بام ناست وم او لاندې مو د ګاونډي د کور په حویلۍ کې د واده د مراسمو ننداره کوله. نرې باران ورېده چې ډېر مزاحمت يي نه کاوه. د ګاونډي د حویلۍ په یوه سرکې ښایسته لویه چوتره وه چې د موسیقۍ ارکسترا پرې ولاړه وه. هنرمندانو سره ارمونیه، دوه سره ډول، طبله او سورنی وو. سندرغاړی چې نوم يي راڅخه هېر دی، دا سندره ویله: سالوګی مې لمد

12.12.2022 سرلوڅ مرادزی

فدرالیزم، دولت او نظام

افغانستان د کورنیو جګړو په بهیر کې وځپل شو، اقتصاد، معارف، اردو، صحت،مخابرات،... لنډه داچې زیربنا او ټولو مادی او معنوی ملی ارزښتونو ته زیان ورسېد. په دې کې حکومتولي، نظام او دولتی چارې هم وشړیدلې. له ۱۳۸۱ل.کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیا رغاونې هیله پیدا شوه، خو متاسفانه ستونزې ډیرې وی؛ دبهرنیو مرستو دمثبتو اړخونو ترڅنګ دهغو منفی اړخونو، بی کفایتی، ناامنی او پراخ- تنظیم شوی فساد دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. له ۲۰۱۰م.کال ورسته وپتېیل شوه چی امنیتی سکتور او

11.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

عذر ترګناه بدتر نوکر

په پخوا زمانو کي په ټوله نړۍ کي دمریانو اومینځو ساتل یو رواجي آزاد کار وو. که څه هم دغه کار غیرانساني اوغیر انسان دوستۍ کار وو خو په هغه وخت اوزمان کي کلتوري او رواجي کار وو. دمریانواومینځو پېرل اوپېرودل لوی تجارت هم وو. یوه سړي خپل مرییی خرڅاوه؛ نویوبل سړي تې راوست او ورته ئې وویل: ( دا خپلمرییی خرڅه وم ځوان او غښتلی دی؛ مګر دی «عذر تر ګناه بد تردی».) داسړي چي رانیوه فکرئې وکی چي «عذرترګناه بد تر» بیا څه شی دی. مرییی دی ځوان دی غښتل دی، کار کوي. داسړي ته چي وړاندیز سو

11.12.2022 محمدسرور وکیلي

کومه ورکه اوڅه ډول آزادی؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شل کاله دهر ناوړین تر نوم لاندې نغاره وډنګوله او بیا یې د طالبانوسره دقطریانو په منځګړیتوب هوکړه لیک لاس لیک کړاوس په کوم سکنیتوب د امریکاغږ اود آزادۍ رادیو د خپرونو بندول غندي؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس دې یوځل له خوب سم پاڅی لومړی د ې خپل شل کلن تور تاریخ په آیینه کې وګوری او بیا دې دواړه هېوادونه ظرفیت، کتلې او نفوس ، بشری او اقتصادی توان مندی، کلتور او فرهنګ، دین او عقیدې ،موقعیت او سیمه ایزه کړکیچونه او نورو وسایلو او ابزارو په تناسب مق

09.12.2022 ع. شریف زاد

موډرنیزم او موډرنیزم ته اړتیا

لومړی به موډ او بیا به د مدرن اصطلاحات و پیژنو: موږ هره ورځ یو شمیر مسایل په اعدادو یا د نماینده (اوسطونو) اعدادو په واسطه ښیو. دا هغه اعداد دي چې د ضرورت په وخت، د نورو اعدادو نمایندګی کوي. مثلاً تیرو ورځو کی جلال اباد کې د تودوخې درجه په ترتیب سره د سانتیګراد په حساب داسې وه: یکشنبه ۲۲، دو شنبه ۲۳، سه شنبه ۲۶، ۴شنبه ۲۶، ۵شبنه ۲۸، جمعه ۲۹. که وغواړو یو چاته په لنډ ډول د هوا وضعیت وښیو نو وایو ؛ دې ورځو کې جلال اباد کې تودوخه دسانتیګراد د۲۶شاوخواده. دا ۲۶عدد د دغو ټولو نمانیده ګی کوي. که ووای

08.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

سپیڅلې کرکه !؟

( د نفرتونو د تیارو له ډاره - په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو) لکه د هرې ورځې په څیر، د لمر وړانګو به د پامیر، تور غر او سپین غر په پراخو ورشو ګانو خپله لمن وغوړوله. او ماښام به سپوږمۍ د اسمان له ګریوانه سر راپورته کړ؛ په څوارلسمې شپې به یې د مستې پیغلې په څیر، چَپَټ مخ نیولې او میینانو ته سترګکونه وهل. خو په نهه ویشتمې شپې به د زړې جادوګرې په شان، ترې تم او له سترګو پناه شوه. شاعرانو به په ځنګل کې خیالي جونګړې او د سیند په غاړه د سپینو شګو څخه محلونه جوړول. ښکته په اباسین کې، د

07.12.2022 ولي الله ملکزی

په استعماري پنجاب کې د همکارۍ، اردو استخدام او ټولینز اقتصادي بدلون په اړه محلي او ولایتي لید لوري

په استعماري پنجاب کې د همکارۍ، اردو استخدام او ټولینز اقتصادي بدلون په اړه محلي او ولایتي لید لوري ددې لیکنې موخه د پنجاب په استعماري تاریخ کې د بریتانوي هند سره مرستې، د پوځ استخدام او ټولنیز اقتصادي بدلون په اړه د سیمیزو او ولایتي لیدلورو پرتلنه شوې ده. د انګریزانو سره د همکارۍ اړیکې، چې یوه ځانګړې دوه اړخیزه پروسه وه، د پنجاب د اقتصادي پرمختګ لپاره د پورته څخه یوه طرفه اړیکه وه چې سیاسي او اساسي پرمختګونه په بر کې نیسي. په استعماري پنجاب کې د حقیقي تاریخي پیښو د شرایطو په پام کې نی

04.12.2022 ثناءالله صالحي

حنا،ګۍ بې حنا راغلې وه!

رحمن با با وایی له تصویره دګلو بوی تمه مه کړه.وایی یو سړی خپل خره سره چیرته روان وه دوه کسانو هغه ولیده او ډېر غلی غلی ورغله یوه یی خر خلاص کړ اوخپله غاړه کې یې رسۍ واچوله اوبل یی خر له ځان سره روان کړسړی چې کورته ورسېده غوښتل یې چې خر چیرته وتړی ګوری چې انسان دی نو پوښتنه یی وکړه چې ته څوک یې اوزما خر څه شو؟ هغه وویل چې زه ستا خر یم خبره داده چې له نن څخه لس کاله پخوا ما خپله مور ووهله هغې راته ښېرې وکړې اوزه خر شوم اوس لس کاله پوره شول اوزه بیرته انسان شوم هغه سړی دغه کیسه رښتیا وګڼله اوپه

01.12.2022 ع.شریف زاد

هوښیارکارګه (نفاق اومغروري بددي)

د پسرلي موسم دی فضا آرامه اوزړه وړونکې ده او طبیعت وټولونباتاتوته نوی ژوند ورکړی او ګُلي ګلذار دی. د یوه ګلبڼ (کوکیاڼه) په انکړ کي یو لوی غټ شین چمن دی، چي شا اوخوا ئې لوي جیګي وني ولاړدي او د چمن پراړخوئې ښایسته او ښکلي رنګارنګ ګلان لکه: (ګلګلاپ، چمبلي، یاسمین، نرګس، رانااوزېبا، ګنډېري اوګلپاڼي اونور دغسي.) ولاړدي، چي پرښکلائې دچمن دښایست لمن غوړولې وه. په دغه چمن کي بیا ډول ډول مرغانو لکه: (کوتري، قُمّري ګاني، توتیان، بلبلي،میناګاني کارګان، زرګي، مړزان، چروندکان، خِر

30.11.2022 محمدسرور وکیلي

پر ځان باور

په دنیا کی د ښه ژوند کولو لپاره د انسانی منلی قوتونه شته چی هر ځوک غواړی دغسی منلی قوتونه او صفتونه په ځان کی پیاوړی کړی خو یوازی غوښتنه کار نه کوی ،بلکی ددی مقصد د ترلاسه کولو لپاره ځان ویښول خوځول او پوهول پکار دی او که له زړه څخه پوهیدل غواړو نو په اول قدم کی باید په خپل ځان باور پیدا کړو په خپل مغز فکر وړتیا استعداد ذهن او ټولو روانی حالتونو باید باور پیدا کړو او دا باور باید دعمل په ډکر د خپل وجود او کردار سره حس کړو او په دی ترتیب مسولیت ومنو د مهمو کارونو لپاره ملا وټرو او له د

26.11.2022 خیال محمد ویاړ

افغانستان کې دګونګوسیو پر ټول شموله حکومت باندې د ڼړۍ وروستۍ تکراری نغارې اوکنفراسونه

د ڼړیوالو مرستوتش په نوم سازمان غړو هیوادونو،ګاونډیو ،منځنۍ آسیا هېوادونو ،آغلو اوښاغلو ،بلا بدترو،بلاول اوبل اخر د بهرنیو چارو زاغانو په ګډو کنفرانسونو کې په افغانستان کې د ټول شموله ادارې پر رامنځته کېدواوس هم په عین سندره ټينګار کوی «چې لیوه راغی!» ابل ځل د نامعلوم تروریزم باندی ولس تباه کړ چې بلا خره د دوحې په غونډه پای ته ورسېد امریکا یوڅه وایی او اسلام امارت بل څه خو دلته جنګ فاتح لری او لوری یی هم معلوم دی. د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان ډوډۍ خورو ۴۸مه غونډه په لافو اوپټاکو،بګیر

23.11.2022 ع.شریف زاد

د دولت او ملت اړيکې

  ټولنيز ژوند ټول په روابطو ولاړ دئ . دا روابط د کورنۍ نه نيولې تر کلې ،ولايت او مملکت پورې وجود لري. انفرادي واحدونه د روابطو په وسيله نښلول کيږي او ترکيب يې يو نوی شکل د شريک ژوند منځته راوړي ، چې د حقوقو، مسوليتونو او مکلفیتونو له مخې د انفرادي ژوند سره توپير لري . هر څومره چې ټولنه لوئيژي او پراخيږي يعنی د واړه واحد ( کورنۍ) نه د يوه هېواد (ملت) او يا د ډېرو هېوادونو (بين المللی ټولنه) کچې ته رسيږي ،د روابطو شکل او محتوا هم ورسره تغير پيدا کوي . د ټولنيز ژوند غم -خوشحالي،

23.11.2022 د،ب،هيښ

آیا صوفیان، د سلفیانو بدیل دی؟

آیا صوفیزم د بودیزم کاپي ده؟ آیا تصوف د رهبانیت تسلسل دی؟ آیا تصوف بدعت او په دین کې دین دی؟ آیا صوفیان د سیاسي اسلام د پلویانو رقیبان دي؟ آیا کیداې شي چې یو کس دې هم صوفي وي او هم د واک په ګدۍ ناست واکمن؟ آیا په رښتیا ټول توندلاري د سلفي عقیدې پلویان دي؟ آیا د نړۍ ځواکمن هیوادونه، له همدې ډاره د سلفیانو په وړاندې د صوفیانو ملاتړ کوي؟ دا او دیته ورته ګڼ شمیر لا ځوابه پوښتنې شته چې د مذهبي ډلو د پیروانو په مباحثو او د دیني غورځنګونو د څیړونکو په لیکنو او مرکو کې وخت ناوخته مطرح کیږي. ما په دې

18.11.2022 ولي الله ملکزی

د«ژوو»کیسه:(هوښیاري ترزورښه ده)

په یوه ځنګله کي يو زمری او نور ډېر ځنګلي ژوي لکه لېوه(شرمښ)، سورلنډ(چغال) ګیدړه، سوی، پړانګ، ببر(خرس)، سرکوزی (خوک)، کوږ، بیزوګاني اوایږ اودغسي نورو«ژوو» ژوند کاوه. دوی به په میاشت کي یوځلي د زمري حضور ته راتله او مجلس بې جوړ کی. سوی به دانسانانو خبري چي څه پلانونه لري او څرنګه د ځنګله د ژوو لپاره دامونه او تلکي جوړه وي دغسي خبري بې راوړي، چي دا نور ژوي هم په خبرسي او پام وکي چي په تلکه اویا په دام کي بند نسي. ګیدړي بیا دځنګله دننه خبر راوړی، چي په ځنګله کي

18.11.2022 محمدسرور وکیلي

تحليل روابط افغانستان ودو دلی کشورهای آسیای مرکزی در قالب ستراتیژی جديد آمريكا

روابط افغانستان با پنج کشور آسیای مرکزی پس از استقلال این جمهوری‌ها تا زمان حمله آمریکا به افغانستان همراه با فراز و نشیب بسیاری بوده و سیاست‌های امنیتی – نظامی، بیش از روابط اقتصادی و فرهنگی در اولویت بوده است. پس از این دوره، روابط افغانستان و آسیای مرکزی تحت تاثیر حضور آمریکا قرار داشته است و به نظر می‌رسد که واشنگتن در راستای ستراتیژی‌ کلان خود در این منطقه به همکاری و ظرفیت‌های اقتصادی و سیاسی آسیای مرکزی نیازمند است. دولت‌های آسیای مرکزی نیز کوشیده‌اند به دلیل نیاز متقابل، افغانستان را

16.11.2022 ع.شریف زاد

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ او له هغو څخه د سياسي استفادې هڅې!

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ دوه ويشتمه دوره لوبې چې د همدې نومبر له ۲۱ مې څخه د دسمبر تر ۱۸ مې پورې په قطر کې ترسره کېږي ، د نارينه وو د فوټبال هغه اتلولۍ دي چې هر ۴ کاله وروسته يو ځل د  فوټبال د نړيوال فيډرېشن (فيفا) Fédération internationale de Football Association د غړو هېوادونو لخوا ترسره کېږي.  دا لومړی ځل دی چې ددې لوبو کوربتوب منځنی ختيځ او يو عربي هېواد پرغاړه لري. او همدارنګه له ۲۰۰۲ ميلادي کال څخه را وروسته دا دويم ځل دی چې د اسيا په لويه وچه کې د فوټبال نړيوالې اتلولي ترسره کېږي او سرب

13.11.2022 محمد سليم سليمان

په نړۍ کې د لوږې توپان !

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړيوال پروګرام (WFP) د تازه راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي. دا شمېره د ۲۰۲۲ کال يانې همدې کال په پيل کې ۲۸۲ ميليونه وه. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي که ددې لوږې مخه ونه نيول شي هغه لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي چې ددې څو کلونو په او

13.11.2022 محمد سليم سليمان

آسیاء مرکزی: کنفرانسها و امنیت در برابر نوسازی

بحث امنیت همواره دستور کار غالب در آسیای مرکزی بوده است و با توجه به نزدیکی آن به درگیری‌های مختلف، دیدگاه جهان به این منطقه همواره به همین مسئله متمرکز می‌باشد. آسیای مرکزی همچنین به عنوان یک پایگاه مرزی در نظر گرفته می‌شود که مانع از انتقال بی‌ثباتی درمنطقه و افراط‌گرایی به ساختار وثبات سیاسی کشورهای این منطقه وابستگی میگیرد این همسایه ها و این الگوی امنیتی است که تنها تاپه تروریزم خیالی را یک بار دیگر بر امارت اسلامی افغانستان میزند که سیاست داخلی و خارجی کشورهای آسیای مرکزی را شکل می‌دهد.

13.11.2022 ع.شریف زاد

په عامه ځايونو کې ځانونه څنګه راحت او ارام احساس کړو

په عامه ځايونو کې ځانونه څنګه راحت او ارام احساس کړو. ممکن احساس کړې به مو وي، چې داسې افراد هم شته، چی ښار او بازار ته داخل شي هر څه ورته د معمول خلاف ښکاري. تر تاثير لاندې راځي، ځان کم ورته ښکاري او په ټوله کې کمتري احساسوي. په ولسي برخه کې، چې له ښارونو تر ډيره د ښاپيريو او چالاکيو کيسې کيږي، ډيری وخت ورته له لرو او پرتو سيمو راتلونکي کسان ځان کم وينې. تجربې ښيې، چې ان له خپل ژوند او ځان پورې تړلو مسايلو يې هم زړه توريږي. ځيني مشورې شته، چې ښايي په عملي کېدا سره په ځان کې بدلون

12.11.2022 نعمت الله روان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more