آیت الله علي خامنه يي او د ولایة الفقیه عقیده
ولي الله ملکزی
د نړۍ د دوه ملیارده مسلمانانو غوڅ اکثریت، ۸۹ سلنه یې اهل سنت و الجماعت او ۱۱ سلنه یې اهل تشیع دي. سنیان یوازې پېغمبران علېهم السلام معصوم او له هر ډول ګناه، خطأ او اشتباه سوتره ګڼي؛ خو شیعه ګان په ځانګړي ډول د اِثنی عَشري فرقې پېروان خپل دولس واړه امامان معصوم بولي چې لومړنې یې حضرت علي (کرم الله وجهه) او وروستنی یې امام غائب یا مهدي منتظر دی.
نامتو مصری ژورنالست، محمد صابر مشهور وايي: « د اثنا عشري فرقې وروستني نهه امامان ټول د حسین (رض) د هغې ایرانۍ شهزادګۍ اولاده ده چې د قادسیې په جګړې کې د سعد بن أبي وقاص لښکرو په لاس بندۍ شوې وه. هغه د ساساني وروستني امپراطور، یزدګرد لور وه چې له سلګونو نورو بندیانو سره په ډیر درناوي مدینې منورې ته واستول شوه. څرنګه چې هغه د فارس شهزادګۍ وه او د هغې لپاره د حضرت حسین څخه بل مناسب سړی نه لیدل کیده، نو هغه ته په نکاح شوه».
شیعه فقهاوو په لومړیو پړاوونو کې د دولت په اړه روښانه سیاسي نظریه نه درلودله؛ بلکې ویلای شو چې د اصول الفقه بنسټونه یې د سني مذهبو فقهاوو په څېر، ډېره پاملرنه یې عباداتو او معاملاتو ته اړولې وه. د اهل تشیع ترټولو معتبر کتاب، بِحارُ الاَنوار چې دوئ ته د صحیح بخاري انډول ښکاري، داسې لیکي: « دولسم امام، المهدي المنتظر د ۲۵۵ هـ ق د شعبان په ۱۵ نیټې د عراق د سامراء په سیمې کې زیږیدلې دی. پلار یې، حسن عسکري دغه مهال د عباسي خلافت لخوا نظر بند وو، نو ځکه یې خپل نوی زیږیدلې ماشوم د خلکو له نظر څخه پټ وساتلو. پنځه کاله وروسته یې پلار شهید کړل شو او نوموړی ماشوم د اوږد غیابت یعنې پټوالي پړاو ته لاړ. هغه همدا اوس ژوندی او مازې د عامو خلکو له نظره پټ دی». د اهل تشیع معتبر کتابونه انګیري چې هغه د عراق د سامراء په یوې سمڅې کې اوسېږي او د قیامت له ورځې څخه وړاندې چې ټوله نړۍ به د ظلم او وحشت ښکار شوي وی، مهدي راڅرګندیږي او په ټولې نړۍ کې به د عدل او انصاف حکومت جوړوي.
د جعفري مذهب په چوکاټ کې، ولایت فقیه هغه نظریه ده چې په ټولو علمي او فقهي شرائطو برابر عالم به وي او د امام مهدي تر راتګ پورې به د هغه د نائب په توګه د اسلامي حاکمیت څار او مشري کوي. عراقی څیړونکی او لیکوال، احمد الکاتب وایي: « د اهل تشیع د څلورم امام له وفات وروسته؛ شیعه مشرانو پریکړه وکړه چې د مهدي تر راتلو پورې به په هیڅ ډول سیاسی فعالیت کې برخه نه اخلي. دغه پړاو نژدې زر کاله ونیول ترڅو آیت الله خمیني، د ایران د رضا شاه پهلوي خلاف غورځنګ پیل کړ. د یو مهم مذهبي ګام په توګه یې د خپلې مشرۍ لاندې د ولایت فقیه نظریه په عمل کې اعلان او پلې کړه. مګر د ایران بل مهم مشر، علي شریعتي چې د ایران له انقلاب څخه یو کال دمخه ومړ، د دې نظر مخالف وو. نوموړي غوښتنه کوله چې باید انتظار وشي او د ولایت فقیه د سیاسي مقام په رامنځته کولو کې بیړه په کار نه ده.
په شیعه فقهي نظام کې سیاسي واکمن که ولسمشر وي که صدراعظم؟ هغه به د ولایت فقیه تابع او حکم منونکی وي. ولیدل شول چې د علي خامنه يي د ۳۷ کلنې واکمنۍ په ترڅ کې، په ایران کې اوه تنه ولسمشران راغلل او لاړل، مګر د دغه هېواد د سیاست، اقتصاد، پوځ او اټومي پروګرام د مهمو پریکړو اصلي کونجي د همده په لاس کې وه او خبره یې د کاڼي کرښه ګڼل کېدله. همدارنګه په عراق کې آیت الله علي سیستاني چې اصلا ایرانی دی، تراوسه د عراق پاسپورټ او تذکره هم نه لري، مګر د عراق ټولې پریکنده پریکړې د هغه په موافقې او اشاره ترسره کېږي. ایران یواځنې هیواد دې چې د اساسي قانون په یوې مادې کې یې راغلي: (ولسمشر یې باید شیعه او د اثنی عشري فرقې غړې وي).
د منځني ختیځ د سیاست کارپوه، محجوب الزویری د امریکا او اسرائیلو په پروني هوايي یرغل کې د ایران د ستر رهبر وژل کېدل یو تاریخي بدلون بولي؛ ځکه چې دا د دولت د سیاسي او دیني سر پرې کېدل دي. له قانوني پلوه د نوي رهبر ټاکل ستونزمن نه دي، خو ترور یې د دې نښه ګڼل کېږي چې تهران ونه توانېد هغه شخصیت وساتي چې له میاشتو راهیسې د وژنې له ګواښ سره مخ وو. خامنه يي نه یوازې د کور دننه، د چا لپاره مسیحا، رهبر بزرګ او د مهدي استازی وو، بلکې معتقدین یې د نړۍ په ډېرو مهمو ښارونو کې په مرګ اوښکې تویوي او خپل مخونه او سینې په څپېړو وهي. په عین حال کې، د ایران په ځینو ښارونو کې خلک ګډاګانې کوې، یو بل ته مبارکۍ ورکوي او د شاه د زمانې بېرغونه رپوي. همدا شان، په ګڼ شمېر عربي رسنیو کې لیدل کېږي چې د دمشق، حَماة او حِمص د جوماتو له لوډسپیکرو څخه د خوښۍ او تکبیر نارې پورته کېږی او د حلب په ښار کې خواږه ویشل کېږي. د شام، لبنان، عراق او یمن اکثره وګړي د جنرال قاسم سلیماني ترمشرۍ لاندې د لبناني حزب الله، حوثیانو، فاطمیونو او زینبیونو مذهبي ملېشې د لسګونو زرو بېګناه خلکو په وژلو او د میلیونو وګړو په بېکوره کولو تورنې بولي.
د ایران معاصر تاریخ د خامنه یي له نوم پرته نه شي درک کېدای. هغه یوازې یو سیاسي مشر یا دودیز دیني عالم نه وو، بلکې داسې سمبول و چې د ایران انقلاب، جګړه، واکمني، مخالفین، توغندي، اټومي پروګرام، بندیزونه، دیني هویت، مذهب او د سیاست ټول تارونه ورسره نښتي وو. د هغه شخصیت په یوه وخت کې هم ستاینه راپاروي او هم د قهر او انتقام جذبه. همدا تېره میاشت د ایران د لویو ښارونو په واټونو کې په زرګونو مظاهره چیان ووژل شول او په لسګونو زرو لا هم بندیان دي. د آیت الله د ژوند، رول او میراث په اړه نظرونه د سمندر د دوو غاړو په شان ډېر لېرې او جلا دي چې هېڅکله به یو ځای نه شي.
هر انقلاب خپلې افسانې لري او هر انقلابي کس ځانګړې کیسې. د علي خامنه یي افسانه، ۸۶ کاله وړاندې د مشهد له مذهبي کوڅو څخه د ولایة الفقیه تر ټولو لوړې څوکۍ پورې ورسېده. د هغه سفر یوازې یوه شخصي کیسه نه ده، بلکې د ایران د معاصر تاریخ د بدلونونو، شخړو، هیلو او کړکېچونو یوه کړکۍ ده چې پرون د تهران په یوې کنډواله شوې ماڼۍ کې له باروتو سره یو ځای د تل لپاره بنده شوه.
—-------------------------------
په مننې سره، ما په دې لیکنې کې د الجزیرې، سي ان ان، الشرق الاوسط، ګوګل او دائرة المعارف څخه استفاده کړېده.
که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay