د غنیمت وختونه پر مضمون باندى د بيا ځل له پاره تبصره د مضمون لاندى:

دا مضمون په ۲۰۱۹ کال کښي لیکل شوي ، چې تر ننه پورى په ډيرو خپرونو کې خپور شوی ، چې دلته یې یادونه او خپریدل یې اړین بولم .
دا مضمون په دوه درې معتبرو خپرونو کښي افغان جرمن آنلاین، ټول افغان او د دعوت په خپرونو کښي خپور شوى ، تقریبأ لس نورو وړو خپرونو کښي هم خپور شوى.
او د فیسبوک په اضافه د څلويښت ګروپونو او پاڼو کښي شريک شوى داچې لږ اوږد دې، او اوږدې ليکنې په فيسبوک او حتى ميډيا کې څوک نه لولي نو په فیسبوک کې يې لوستونکي کم ول .
خو په خپرونو کې د درى زره او څلور زره پورى په لمړىو دريو کلنو کښي ېې لوستونکي درلودل ،او لري يې

سیدعبیدالله نادر
غنیمت وختونه
وخت په چټـکي ، له مخــــــــي مو تیریږي
زمانـــه، د چــا د پاره ، نه ودریــــــــــږي
خو افسوس ، زمونږ په حال باندی همدا دی
چې په قدر ، د زمان، څــــــوک نه پوهیږي
نادر
دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي، فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه د عوامو په اصطلاح په مفته کې تللي ،
وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي
ژرشه چې وخـت په تیریدو دی ګله
تبـاه برباد له جهــــالته یـــــو مـونږ
دغه دوران، د پــــــــوهیـدو دی ګله
خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي،اوپوهیږي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو او خپل بقا د پاره یې ښه کار اخیستی .
نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونوپه شان ، خصوصا ګاونډیانو چې کړې ېې ده ،او کوی یي .
دښمـــــنانو په خپل پوهه ، ښه وختونه مهار کړي
هر لمحه زمونږ له مخي ، فرصتونه د دوران ځي
نادر
په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینو،چې زمونږ د چارواکو،او رهبرانو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .
او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو ،کومه چې لازمه ده .مونږ په دي څلورو لسیزو کې د خپلو سترګو په وړاندی ولیدل ،چې دښمنانو هغه کوم موقف چې مونږ دنیا ته درلود، د هغی نه په استفادې سره یې خپل ملک او خپلو خلکو او ملک د پاره کار واخیست .
اوخپل ملک ته یې خدمت وکړ ، او خپل ملک او وطن یې آباد کړ ،او لا تر اوسه هم لګیا دي ،خو برخلاف مونږ او زمونږ رهبرانو او مشرانو د دي فرصتونو څخه هغه استفاده چې لازمه وه،و نه کړه ،
همدا وجهه وه چې زمونږ مصیبتونه ، او کړاونه ورځ تر بلي زیات شول ،اومخ په زیاتیدو دي ،د دي له پاره چې دښمن خپل پروګرام په خپل زړه او په خپل خیر مخکي بو ځي ، نو زمونږ د مشرانو په مینځ کې یې هم بی اتفاقی واچوله زمونږ ساده مشران یو تر بله سره وغورځیدل ،
هغه کوم وختونه چې دوي د سوکالۍ او رغاونۍ د پاره درلودل هغه یې هم د لاسه ورکړل ،په دي څلورو لسیزو کې ډیر وختونه داسي راغلل چې زمونږ په ګټه ول ،
مګر مونږ ترې ښه ګټه او چته نه کړه ، د ۲۰۰۱د سپتمبر څخه وروسته هم حا لات زمونږ په ګټه څرخیدلي ، د دنیا په یوه لویه پیمانه مرستي مونږ ته راغلې ، ټوله دنیا مونږ سره ودریدله ، خو مونږ دلته هم وختونه نه دي مهار کړي ،
خواږه وختونه ، انتظار کاږي زمونږ
خوند له وختونو اخیستل دي په کار
چې پس له دي شي دا وختونه مهار
د غنیمت وخت رانیول دي په کار
نادر
مونږ د څلورو لسیزو د دي حالاتو څخه هیڅ درس او تجربه وا نه خیسته ، د رودکی د فارسي د دي شعر په مصداق :
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزد ، ز هــــیچ آمـــوزګار
رودکی
که زمونږ د ګاونډی ملک کې حالات خراب شول ، او ټولو دنیا د ترهګرو د روزلو په سر وغنده ،لکه دریاب په شان هغه مرستی یې، پرې بندی کړې ،او تحریمونه یې پرې جاري کړل ،
بیا هم ، مونږ د حالاتو نه هغه ګټې چې لازمي وي مونږ وا نه خيستي ، ،ډیر لوی لوی مثالونه د عبرت د اخیستو مو مخي ته راغلل خو مونږ ترې عبرت وانه خیست ،
هره پاڼه د تاریځ ، د آزمایښ بابونه ســــتایي
ګذرګاه کې د عبرت لوی ، مثالونه دي راځي
د ګاونډیانو په کور دننه مو لګیا دي ، انقلابونه راروان دي ،او دنیا یي ټول یواځي پریږدي.
خو بیا هم مونږ د دي حالاتو او فرصتونوڅخه د ځان په ګټه ترې کار نه شو اخیستلای ،یعنی دا هغه وخت دی ، چې مونږ یی په خپله ګټه و څرخاوو ،
دغه او اوس اوس دا څو ورځو کې زمونږ د بل ګاونډی ، ایران خارجی اړیکی ، مخ په شلیدو دي ، او داخلي اړیکي یې هم ښه نه دي ، یانی د قوی بحران سره مخامخ دي ، ،
خو مونږ بیا هم حالات نشو مهارولی ،
خپله کمزوری هم په دي کې ښایو ، څومره چې ځان کم زور وښایو ، په هماغه اندازه وروسته پاتي کیږو ،یعنی لازمه ده چې د شرایطو سره سم ځانونه جوړ کړو ،او یا خپل سیاست د زمان په مطابقت سره په مخ بوځو
،د جهاد د پیرڅخه باید ټولي چاری د جهاد مونږ په لاس کې نیولی وای ، خو د جهاد د کاروان رسۍ هم مونږ د خره د لکۍ پوري وټړله ، ، د جهاد او مقاومت پوره صلاحیت باید زمونږ د خلکو سره وای نه د ګاونډی ملکو سره
٠پاکستان هر هغه افغانی شخصیت چې دوی ته مطلوب نه وو ، د خپلو تربیه شوو مسلکي جلادانو په واسطه له مینځه یوړل ، چې د ټولو نومونه اخیستل به په دي مختصر کې یې د ځاییدو امکان نه وي ،
په هغه وخت کې هم باید زمونږه مشرانو احتجاجونه کړي وای ، خو متأسفانه داسي ونه شول ،اوس هم حالات داسي روان دي چې باید مونږ ورته سیاسي تدبیر ولرو ،
اګرکه تر یوه حده ښه ګته اخیستلی هم شوي ، یعني دا چې پاکستان لارې بندې کړي او د طورخم د لاررې څخه نوري ، مظبوطي لارږ.په لټه کښي تېر حکومت او اوینی حکومت هم دي ، پیدا کړې ،دا یوه لویه لاسته راوړنه بولم .خو آخوا پاکستان په ډیره یوه کمیدي ډرامه کې ، امریکییان ، او عربان وغولولول ، او د دوي څخه یې ډیرې پیسي ټر لاسه کړې ،چې مونږ ترهګر محو کوو.
دا هم د دوی د ځان په ګټه د دوی په تصور یو ښه سیاست وو ، او اوس هم په همدې کار لګیا دي ،او دې مداریتوب ته دوام ورکوي ،او په هغه لاس ته راوړو پیسو باندی د تروریزم د مضبوطولو د پاره کوښښ کوي ، مقصد د خپل بقا او نجات د پاره هر راز کوششونه کوي ،
لکه څرنګه چې د اور په لیکه کتاب کې پرویز مشرف لیکلي ،او وایي :(د پاکستان د بقا او نجات د پاره مو، د افغانانو په وینه تویونه دریغ نه کاوه ،
او په افغانانو کې مو د ورور وژنۍ افکار ځکه روزل چې پاکستان با ثباته پاتي شي ،که څه هم د افغانانانو په زړونو کې ،د جنتونو ارمانونه او وسوسې وي ،
خو مونږ ته د خپل هیواد پاکستان بقا مهمه وه ) نو د دې خبري څخه دا ښکاره کیږي ، چې دوي د فرصتونو څخه ډ خپل وطن او خلکو په ګټه استفاده کړې ،
او کوي یې ، نو مونږ ته په کار ده چې د ګاونډي مشرانو د تګ راتګ په هکله زمونږ وطن ته ډیر پام ولرو ، ځکه د دوي تګ راتګ که څه هم د سولي د راوستو په خاطر وي ، بیا هم په کې خپلي ګټي په نظر کې نیسي ،
یعنی خباثت په کې مو جود وي ،چې دي ټکي ته زمونږ چارواکي باید پوره پام وساتي
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
نن هم حالات زمونږ په ګټه دي که مونږ حالات پخپله ګټه و څرخاوو ،دا به ښه وي .
له یوې خوا په پاکستان کښي د پښتنو او بلوڅو انقلاب او د آزادی غوښتونکو مبارزه او آخوا د ایران وضعیت دا هغه موقع او فرصتونه دي ، چې باید تری سالمه استفاده وشي ،
خو له بده مرغه چې مونږ داسي فرصتونه له لاسه ورکوو ،او تېرو واکدارانو هم همداسی فرصتونه د لاسه ورکړي دي ،
چې مونږ دي حال ته رسیدلی یو، مونږ د ځانه هم کوم نوښت نه لرو. او وخت هم نشو مهارولی
د بلی خوا د ټوله نړی کښي د پاکستان اعتبار او حثیت چې د بایللو په درشل کښي دی ، او د پاکستان دوه مخه ایزه پالیسي د دنیا د ملکو سره او د ګاونډيانو سره چې رسوا شوی.ا
او اعتبارات یې په ختمیدو دي
دا بل یو فرصت دی، چې باید زمونږ چارواکي او سیاست مداران ترې کار واخلي . او فرصتونه له لاسه ور نکړی ، پاکستان په بار بار دا کړی ،
پاکستان په ظاهره ټوله دنیا ته ښایی، چې مونږ د ترهګرو سره مبارزه کوو ، یانی ترهګر له مینځه وړو او د دنیا نه ډيری پيسي په دي ټګمارۍ راشکوی ،
خو په هماغه پيسو د ترویزم یا تر هګرۍ تقویت هم کوی .
ځکه دی له همدې لارې باید پيسي وګټي ، اوس د ایران وضع هم ښه نه ده او په پاکستان کښي هم د پښتنو او بلو څو د آزادی غوښتونکو مبارزه په چټکۍ سره روانه ده ،
نو لازمه ده چې مونږ د حالاتو نه د خپل ملک او خلکو په ګټه کار واخلو .
او حالات په خپله ګټه و څرخاوو .
مونږ کله چې پر پاکستان نیوکه کوو ، او د پاکستان دو ګونی او دوه مخي پالیسي غندو دا په دي معنی نه ده چې مونږ د طالب طرفداری کوو ، پاکستان په ډيرو میدانونو کښي مونږ ته و آزمویل شو . نور پاکستان خپل اعتبار د دنیا او ګاونډيانو ته بایللی .
آ د فارسی متل دی چې : (آزموده را آزمودن خطاست)
پاکستان د افغانستان د بحرانی حا لاتو څخه ډيری ګټې اوچتې کړې ، اوس دا څو وروستو ورځو کښي هم مونږ وینو چې د دي له پاره چې وضع په خپله ګټه و څرخاوی نو همدا چغی وهی چې د پاکستان په نا امنۍ کښي هندوستان او افغانستان لاس لري ،
دا ځکه چې حا لات په خپله ګټه او یا د خپلی ګټي د اوچتولو له پاره مساعده کړي ،حالات په خپله ګټه کرکجن کړي، آ متل دی چې وایی:( اوبه خړې کړه او ماهی ونیسه) چې پخوا یې هم همداسي کړي نو اوس یې د پایښت موده هم کمه ده
زما د دي شعر په مصداق:
د بی حیا دښمن موده د پايښت
خدایږو چې لنډه په جهان وینمه
نادر
اوس خو لازمه ده چې دا فرصتونه مهار شي او دا طلایی وختونه له لاسه و نه وځي