د فبرورۍ ۲۱ لومړی ځل د ۱۹۹۹ زېږدي کال په نوامبر کې د ملگريو ملتو سازمان د یونسکو د ټولوال کنفرانس په غونډه کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توگه وټاکل شوه او له ۲۰۰۰ زېږدي کاله راهيسې هر کال په ټوله نړۍ کې د گڼ ژبيز شتون د ساتنې په موخه لمانځل کېږي.
د روسي ژبې برېښنايي پوهنغونډ (ويکيپېډيا) د نړۍ د هغو ژبو، چې تر لس ميليونه ډېر ویونکي لري، یو نوملړ خپور کړی دی. د دغو ژبو شمېر ۶۹ ته رسېږي، چې پښتو ژبه د ویونکو (د هغو وگړيو چې پښتو يې مورنۍ ژبه ده) د شمېر د ډېروالي له پلوه پکې ۳۳ ځای لري، او د ويونکو شمېر يې څه باندې ۲۶ ميلیونه يانې ۲۶۸۱۱۶۵۷ او د ويونکو هېواد يې يوازې افغانستان ښوولی دی. همدا راز روسي برېښنايي پوهنغونډ د پښتو ژبې د ویونکو شمېر له ۴۰ ميلیونو تر ۶۰ ميلیونو ښوولی دی. دا په داسې اکر کې چې انگرېزي برېښنايي پوهنغونډ بیا دا شمېر ۵۱ يوپنځوس ميلیونه ښوولی دی.
لکه څنگه چې ټولو ته څرگنده ده، څه کم و زيات پنځوس کاله کېږي چې زموږ په هېواد کې وگړشمېرنه نه ده شوې او ښکاره خبره ده چې په دغه موده کې، له کورنۍ جگړې سره سره، د پښتنو وگړیو شمېر څو گرایه ډېر شوی دی. پر دې بنسټ ويل کېدای شي چې دغه احصاييه او شمېرانه کره نه برېښي. د ناکره توب لامل يې دا هم دی، چې د ځينو لوېديزو، گاونډي او دوښمنو هېوادو څارگريزو ادارو خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د پښتو ژبې ويونکو او پښتنو وگړیو سلنه او شمېر لږ وښيي.
له آره پښتو د نړۍ یوه له هغو ژبو څخه ده چې نن ورځ يې د ويونکو ډېر شمېر په دوو هېوادو افغانستان او پاکېستان کې اوسي او که کره وگړ شمېرنه وشي نو د ويونکو شمېر يې څه کم و زيات ۷۰ اويا ميلیونو ته رسېږي، خو له دې سره سره يې په دغو دواړو هېوادونو کې تر اوسه خپل بشپړ حق نه دی تر لاسه کړی.
زموږ په گران هېواد افغانستان کې د پښتو ژبې، چې د دغه هېواد د ډېری وگړيو مورنۍ ژبه ده، د اوسني روسته پاتې اکر لاملونه اوسني نه دي، بلکې تاريخي مخینه لري. له پېړيو راهيسې بيا تر ننه هېڅ يوه افغان سرکار دا د خپل ځان له آرو دندو نه ده بللې، چې پښتو ژبې ته هم د هېواد د بلې دویمې دري ژبې په څېر د هېواد او ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې وده ورکړي او ويي کاروي. که کوم سرکار په دې برخه کې کوم گام اوچت کړی هم وي، هغه ډېر کوشنی دی. د بېلگې په توگه يې د حامد کرزي او اشرف غني په واکمنیو کې په ښوونځیو (هغه هم يوازې د پلازمېنې په ښوونځيو) کې د پښتو ژبو زده کوونکيو لپاره د پښتو ټولگیو جوړول يادولی شو. دا چې د دغو پښتو ژبو ټولگیو لپاره د ښوونکیو شمېر لږ وو او بسنه يې نه کوله دا بيا بله ورسره تړلې ستونزه او د دغې سکالو بل اړخ دی. په هېواد کې د پښتو ژبو ښوونکو د روزنې لپاره د ښوونتونونو (دارالمعلمينو)، د پوهنتونونو د ښواندانو (پوهنتوني استادانو) د روزنې د زده کړييزو مؤسسو د نه شتون ستونزې، د اړینو پوهنڅانگو لپاره د پښتو درسي کتابونو د پوره شمېر نه شتون د دغه بهير د نورو گڼ شمېر ستونزو له نوملړ څخه دی...
دا یوه داسې ربړه ده چې دلته يې يوازې په دې لنډه يادونه بسنه نه شي کېدای او د ټولې ربړې د څېړنې لپاره يې بشپړ کتاب ته اړتيا ليدل کېږي، چې که مې د څه ناڅه مهال او سرچینو د تر لاسه کولو شونتيا ومونده دا کار به هم د ستر څښتن په توکل کوم.
اوسمهال له اوسني افغان سرکاره دا غوښتنې لرم:
لومړۍ: د هېواد په پلازمېنه کابل کې دې له لويو پرمختللیو بهرنيو ژبو څخه پښتو ژبې ته د پوهنتوني درسي او درسي مرستندويو کتابونو د ژباړې يوه منځۍ (مرکز) جوړه شي. دا منځۍ باید تش په نامه د ژباړې منځۍ نه وي. په هغې کې بايد تکړه ازمېښتکار ژباړونکي پر دنده وگومارل شي او دومره رزمنه (تنخوا) ورته وټاکل شي، چې د وټيزو (اقتصادي) ستونز له لامله د ژباړې دندې پرېښودو ته اړ نه وزي.
دويمه: د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د پښتو ژبو زدکړيالو لپاره د هغوی په مورنۍ ژبه پوهنتونونه نشته، هلته دې د هغوی په مورنۍ ژبه د لوړو زده کړو لپاره پوهنتونونه جوړ شي.
درېيمه: د هېواد په داسې ولایتونو لکه کابل، جلال اباد، کونړ، لوگر، ميدان وردک، پکتيا، پکتيکا، غزني، هېلمند، زابل، کندهار، هرات، مزارشيف، بغلان، کوندوز او نورو هغو ولايتونو کې، چې اړتيا ورته لیدل کېږي، دې د پښتو ژبو ښوونکيو د روزنې لپاره لږ تر لږه یو يو ښوونتون جوړ شي.
څلورمه: د پلازمېنې کابل په گډون د هېواد په ټولو هغو سيمو کې چې پښتو ژبې وگړي يې په مورنۍ ژبه ښوونځي نه لري، په هغو سیمو کې دې د هغوی لپاره په مورنۍ ژبه ښوونځي او لېسې جوړې شي.
پېنځمه: د هېواد په پلازمېنه کابل ښار کې دې د پښتو ژبو زده کړيالو لپاره د هغوی په مورنۍ ژبه د خوشال خان خټک په نامه يو لوی، له هر پلوه سمبال او مجهز پوهنتون جوړ شي.
اړينه ده وويل شي چې دا يوازې زما غږ نه دی، دا زموږ د هېواد او کوزې پښتونخوا د ميلیونونو پښتنو وگړيو د حق غوښتلو ناره ده، چې هم يې کوزنی سرکار او هم يې افغان سرکار بايد واوري. که کوم څوک يې د اورېدو وړتيا نه لري، له هغوی کوټلې غوښتنه کېږي چې خپلو غوږونو ته د اورېدو او سترگو ته د ليد د وړتيا ځواک وروبښي.
په پای کې ټولو درنو هېوادوالو ته د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې فبرورۍ ۲۱ په پار مرغښه وايم.
يرفورت-المان
د ۱۴۰۴ ل ل کال د کب دويمه
د ۲۰۲۶ ز کال د فبرورۍ ۲۱
اخځونه
۱. https://ru.wikipedia.org/wiki/Международный_день_родного_языка
۲. https://ru.wikipedia.org/wiki/Список_языков_по_количеству_носителей
۳. https://ru.wikipedia.org/wiki/Пушту
۴. https://en.wikipedia.org/wiki/Pashto