پاکستان له تېرو شاوخوا اووه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې له بېلابېلو سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو لاسوهنه کړې ده. یادې لاسوهنې يې ډېر وخت په پټه او کله ناکله په ښکاره ډول ترسره کړې دي او د جګړو، بې‌ثباتۍ او کورنیو شخړو په دوام کې یې مهم رول لوبولی دی.
وړمه شپه یو ځل بیا د پاکستان ملیشه يي ځواکونو د افغانستان پر ختیځو سیمو هوايي بریدونه او لوی جنایت د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کړ او زموږ ګڼ شمېر هېوادوال يې شهیدان او ټپیان کړل.
د راپورونو له مخې؛ دغه بریدونه د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ځینو ملکي سیمو، یوې دیني مدرسې او ګڼو استوګنیزو کورونو ترسره شوي دي. په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌ګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځي ملیشو دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو، د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ارزښتونو پر خلاف عمل دی. پاکستاني ملیشو باید داسې عمل نه وای ترسره کړی، ځکه دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم لا پسې ترینګلې کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان پر خاوره ورته بریدونه ترسره کېږي، له دې وړاندې هم پاکستان زموږ پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تجاوز کړی و، خو هر ځل د افغان امنیتي ځواکونو له جدي غبرګون او خبرداري سره مخ شوی دی.
افغان امنیتي ځواکونه ټینګار کوي، چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه ساتنه به په کلکه توګه ترسره کړي. د افغانستان د اسلامي امارت ویاند هم ویلي، چې د یاد برید په اړه به په مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي.
په سیاسي او اخلاقي لحاظ دا پوښتنه راپورته کېږي، چې که پاکستان ځان مسلمان بولي، نو بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د بې‌ګناه انسانانو پر وړاندې د زور کارول او د ملکي سیمو په نښه کول څنګه کېدای شي؟! ډېر افغانان باور لري، چې پاکستان د افغانستان د تېرو لسیزو په کورنیو جګړو کې اساسي رول لوبولی، چې دا یو څرګند او نه منکرېدونکی واقعیت دی.
نړۍ ته په روښانه توګه څرګنده شوه، چې پاکستان اوس په ښکاره ډول له افغانستان سره خپله دښمني څرګنده کړه او دا یې هم وښوده، چې د افغانستان پرمختګ او ملي ثبات ورته د زغملو وړ نه دی.
اوس هم وخت شته، چې پاکستان له افغانانو بښنه وغواړي او له ورته کړنو څخه ډډه وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې خرابې نه شي او د ګاونډیتوب حقونو ته درناوی په پام کې ونیول شي.