روژه د اسلام درېیم رکن دی، چې په کال کې یوه میاشت پر مسلمانانو فرض شوې ده، دغه الهي میاشت له پېشلمي څخه تر ماښام پورې روژتیان له خوړلو، څښلو او نورو نفساني غوښتنو منع کوي.
رمضان میاشت یوازې د لوږې او تندې زغمل نه دي؛ بلکې د نفس د پاکېدو، د اخلاقو د سمون او له بېوزلو سره د مرستې کولو میاشت ده.
مسلمانانو ته پکار ده، چې په دې مبارکه میاشت کې د خپلو عبادتونو د زیاتولو ترڅنګ؛ د ذکر، دعا او د نیکو اعمالو د ترسره کولو او په ځانګړې توګه د بېوزلو لاسنیوي ته ډېره پاملرنه وکړي او ورسره یوه اندازه مرستې ترسره کړي.
په روژې کې موږ باید د بېوزلو او اړمنو خلکو درد احساس کړو، کله چې یو انسان د ورځې اوږدو ساعتونو کې لوږه تجربه کړي، نو د هغو کورنیو حال ور په زړه کېږي، چې تل له اقتصادي ستونزو سره مخ وي. همدا احساس د دې سبب ګرځي، چې خلک د صدقې، خیرات او مرستې کولو ته وهڅوي او د اړمنو لاسنیوی وکړي.
له بېوزلو سره مرسته کول یوازې مالي همکاري نه ده؛ بلکې د انساني همدردۍ، ورورګلوۍ او اسلامي اخلاقو څرګندونه هم ده. په دې بختورې میاشت کې، چې څوک د نورو ستونزې کمې کړي او د هغوی پر شونډو خوښي راولي، بېشکه چې د الهي رحمت او برکت مستحق ګرځي.
همدارنګه، دغه مبارکه میاشت د قرآنکریم د نزول میاشت ده، مسلمانان هڅه کوي، چې د الهي کلام تلاوت زیات کړي، پر ماناوو یې غور وکړي او خپل ژوند د هغه له لارښوونو سره سم عیار کړي. په دې مبارکه میاشت کې عبادت، توبه، استغفار او صدقه ورکول ځانګړی ارزښت لري او د مسلمانانو د دنیوي او اخروي بریاوو سبب ګرځي.
رمضان د ځان جوړونې یو ستر فرصت دی، چې هر روژتي کولای شي خپل نفس مهار کړي، له منفي عادتونو ځان لرې وساتي او د ښو اخلاقو بنسټ پیاوړی کړي. په همدې میاشت کې د زغم، صبر او تقوا عادت ترسره کول خلک د ژوند نورو برخو ته هم چمتو کوي.
راځئ چې د دې مبارکې میاشتې درناوی وکړو، خپل ګاونډیان او خپلوان هېر نه کړو، د اړمنو لاسنیوی او داسې اعمال ترسره کړو، چې د آخرت په ورځ زموږ لپاره د نېکمرغۍ وسیله وګرځي.