د پلازمېنې کابل د عامه کتابتون ریاست، چې د لوست، مطالعې، څېړنیزو معلوماتو د بشپړولو او د تاریخي، کلتوري او علمي ارزښتونو د ساتنې اوږده مخینه لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او د هېواد د علمي بنسټونو له مهمو هستیو څخه ګڼل کېږي.
دغه کتابتون دا مهال د افغانستان‌پېژندنې، مجلو او کتابونو د مطالعې لوی او مجهز تالارونه لري، چې د هېوادوالو په ځانګړي ډول زده کړیالانو، څېړونکو او علمي مینه‌ والو لپاره د ارزښت وړ دی. یاد کتابتون نه یوازې د لوست ځای دی؛ بلکې د فکري ودې، علمي پوهاوي او څېړنیزو فعالیتونو یو مهم مرکز يې هم بللی شو.
همدارنګه د دې کتابتون ریاست تر چتر لاندې، په ولایتونو کې عامه کتابتونونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې د کتابونو په بډاینه، ساتنه او د لوست د فرهنګ په برخه کې ارزښتناک تمامېږي.
په همدې تړاو؛ شریعت ورځپاڼې څو ورځې وړاندې د کابل د عامه کتابتون له رئیس دکتور رفیع الله صمیم سره ځانګړې مرکه خپره کړه، چې یوه مهمه او د خوښې وړ برخه یې دا وه، چې یاد کتابتون په پام کې لري، د لوست د مینه ‌والو پر مخ څلېروېشت ساعته یعنې د شپې پر مهال هم پرانیستی وي. دغه اقدام د هېواد د فرهنګي او علمي ودې په لور یو لوی او د ستاینې وړ ګام بلل کېږي.
د لوستو هېوادوالو او ځوانانو لپاره دا زېری کولای شي، چې د مطالعې فرهنګ نور هم پیاوړی کړي، خلک لوست ته وهڅوي او راتلونکی نسل له کتاب او مطالعې سره لا زیات بلد او روږدی کړي. بې‌له شکه، چې دا ډول آسانتیاوې د فکري پرمختګ بنسټ هم جوړوي.
سره له دې اړینه ده، چې د پلازمېنې عامه کتابتون د ډیجیټلي او آنلاین سیستم لپاره هم یو منظم او عملي پلان په پام کې ونیول شي. دې برخې ته باید هغه فرهنګي بنسټونه او موسسې راجلب شي، چې د ډیجیټل کولو تجربه او امکانات په واک کې لري.
د آنلاین سیستم له لارې به د هېواد د لرې پرتو ولایتونو د لوست او مطالعې مینه ‌وال وکولای شي، له دې علمي زېرمو څخه ګټه واخلي.
که څه هم دا بهیر وخت او هڅو ته اړتیا لري، خو لومړیتوب باید د مجلو، ورځپاڼو، اوونیزو، میاشتنیو او نورو مهالنیو خپرونو ډیجیټل کولو ته ورکړل شي. ځکه یاد توکي لوړ تاریخي ارزښت لري او وروسته په تدریجي توګه پر نورو باندې هم کار ترسره شي.
د دې کار ګټې ډېرې دي؛ له یوې خوا به تاریخي اسناد د خرابېدو، څېرېدو، او د هوا د رطوبت له زیان څخه خوندي شي او له بلې خوا به یو ډاډمن الکترونیکي آرشیفي سیستم رامنځته شي او د هېوادوالو لپار به په هر ځای او هر وخت کې د استفادې وړ وي.
د هېوادوالو دا غوښتنه له پخوا وه او اوس هم ده، چې د پلازمېنې عامه کتابتون آنلاین او الکترونیکي سیستم رامنځنه کړي. هیله ده، د دې کتابتون مسئولین دې غوښتنو ته زیاته پاملرنه وکړي، څو هېوادوالو ته د لوست په برخه کې لا غوره او معیاري خدمتونه وړاندې شي.
د عامه کتابتون دروازه د مطالعې د مینه والو پر مخ شپه او ورځ د پرانیستل کېدو زېری ورکول یو ښه او پر ځای اقدام دی، چې ورسره د آنلاین مطالعې سیستم د جوړولو پلان هم طرحه شي، دې سره به د مطالعې آسانتیاوې ټولو خلکو ته برابرې او دا به د مطالعې د فرهنګ د ودې او پیاوړتیا لپاره مهم، تلپاتې او ویاړلی ګام وي.