روژه د رحمتونو، بښنې او الهي برکتونو مبارکه میاشت ده، په دې لویه میاشت کې د عبادتونو تر څنګ؛ د نفس اصلاح، زغم، همدردي او د انساني ارزښتونو پیاوړتیا ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. په همدې میاشت کې مسلمانانو ته پکار ده، چې نه یوازې خپلو عبادتونو ته متوجه وي؛ بلکې د ټولنې حالاتو او د نورو خلکو ستونزو ته هم پاملرنه وکړي.
له بده مرغه؛ هر کال په هېواد کې د روژې له رارسېدو سره سم د بازارونو وضعیت بدلېږي او د خوراکي توکو بیې لوړېږي او د ګڼو بېوزلو کورنیو د ژوند چارې ستونزمنې کېږي. په داسې حال کې، چې روژه د مرستې، لاسنیوي او سخاوت میاشت ده، مناسبه نه ده، چې په همدې مبارکه میاشت کې د اړتیا وړ توکو بیې په ناڅاپي او غیرمنطقي ډول لوړې شي.
په دې برکتي میاشت کې ځینې سوداګر او هټیوال په قصدي ډول د توکو بیې لوړوي او زیاتره توکي زېرمه کوي، چې وروسته یې د کمښت په پلمه په لوړه بیه بازار ته وړاندې کوي. دا ډول چلند که څه هم ښايي لنډمهاله شخصي ګټه وي؛ خو د ټولنې لپاره زیانمن تمامېږي او اقتصادي بې‌ثباتي رامنځته کوي.
اسلام هم د احتکار او بې انصافي سخت مخالفت کړی دی، دا چې سوداګري مشروع او روا کار دی، خو انصاف او اعتدال یې بنسټیز شرطونه دي. د روژې په مبارکه میاشت کې له سوداګرو زیاته تمه کېږي، چې د ورورګلوۍ، رحم او اسلامي اخلاقو روحیه ژوندۍ وساتي او د خلکو له اړتیاوو ناوړه ګټه وانه خلي.
له بلې خوا، اړوندې دولتي ادارې او مسئولین هم مکلف دي، چې د بازارونو څارنه جدي کړي، د نرخونو د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بیو دلوړېدو مخنیوی او د احتکار مخه ونیسي. د بازار تنظیم او اقتصادي ثبات یوازې حکومتي مسئولیت نه دی؛ بلکې سوداګر او هټیوال دې هم له عدل نه کار واخلي او د ټاکلو نرخونو له مخې دې خپل توکي وپلوري، ځکه دا عمل د ټولنیز عدالت یوه مهمه برخه ده. حکومتي اړوندې ادارې که د پېر او پلور له توکو څارنه په دوامداره توګه پیاوړی کړي، دې عمل سره به د بې انصافۍ مخه ونیول شي.
راځئ، چې په دې مبارکه میاشت کې د همدردۍ، مرستې او انصاف فرهنګ پیاوړی کړو. د روژې میاشت کې که هر څوک، سوداګر، چارواکي او عام خلک د خپل مسئولیت احساس وکړي، نو بېوزله کورنۍ به د اړتیا او اندېښنې پر ځای د هوساینې او نېکمرغۍ فضا غوره کړي. له دې سره به زموږ روژه یوازې د لوږې او تندې زغم نه وي؛ بلکې له روحانیت سره به ټولنیز برکت هم ولري.