د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خرم هیوادپالنه او د ولسي جرګې جنګسالار

ښکلا مایار 16.02.2008 15:48
د افغانستان د دیرش کلن ناورین په اوږدو کې په پښتنو، پښتو ژبې او د دې هیواد په ا صیلو بچیانو ډیرې زیاتې ناخوالې راغلې او په دې لړ کې متاسفانه له هر ډول بدلون سره زموږ خلکو، ملي پښتو ژبې، اصیل افغاني کلتور، ټولنیزو او هراړخیزو ارزښتونو ته نه جبران کیدونکي زیانونه رسیدلي دي.
د ناولو موخو درلودونکو ګاونډیو هیوادونو د خپلو لاس پوڅو په وسیله که له یوې خوا زموږ مادي پانګه په ټولیز ډول له منځه وړې او په فزیکي لحاظ یې د دې هیواد زیربناوې له خاورو سره خاورې کړې نو له بل لوري یې زموږ معنوي شتمنیو ته هم سخت زیانونه رسولي دي چې زموږ د ملي ارزښتونو پر خلاف د ایران د لاس پوڅو وروستۍ توطیه د همدې کړۍ یوه برخه ګڼلی شو.
محقق، قانوني، رباني، دوستم، خلیلي، لطیف پدرام او د دې ناولي ایتلاف نور پلویان د هغه شومې پدیدې پاتې شوني دي چې د افغانستان د موجودیت خلاف، د افغان له نامه سره حساسیت درلودونکي، د پردیو مزدوران او د دې خاورې هر اړخیز ورانوونکي یې ګڼلی شو. دغه او داسې نورې ناولې څیرې چې د ایران د لاسوهنې په اشاره یې د هیواد د ملي پښتو ژبې په خلاف یو پراخ کمپاین پیل کړی دی غواړي چې د اطلاعاتو او کلتور هیواد پال وزیر په دې لړ کې د استجواب، غیر معقولانه او د اساسي قانون ضد پوښتنو لپاره ولسي جرګې ته ور وغواړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم هغه هیوادپال ګام پورته کړی چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم د هر دردیدلی افغان د زړه آواز، د عصر غوښتنه او یوه ملي وجیبه ګڼل کیږي چې موږ ورته په دې بختورو ګامونو کې لوی بری او ګړندیتوب غواړو او په هر اړخیز ډول یې ملاتړ کوو.
زموږ پښتو ژبه او ملي ارزښتونه د یوه ویرونکي خطر په څنډه ولاړ دي، زموږ ملي ترمینالوجي د ایرانپالو تر مسقیم تاړاک لاندې ده، زموږ ملي زیربناوې او کلتوري شتمني د یوه سخت ګواښ سره مخ ده چې ساتنه یې په هر افغان باندې فرض عین ده. د تاریخ په دې اساس پړاو کې هر افغان که حکومتي مامور وي، د پارلمان غړی وی، په غیر دولتي موسسه کې دنده اجرا کوي او یا هر ځای کې چې مصروفیت لري دنده لري چې د خپلو شته امکاناتو په وسیله له خپلو ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي.
په دې لړ کې د بي بي سي د نړیوالې رادیو دري او فارسي خپرونو خپل بې پرې توب ته سخت زیان رسولی او د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف یې د دې هیواد د غلیمانو تبلیغاتو ته ځای ورکړی چې په هیڅ ډول توجیه کیدای نه شي او باید افغان حکومت په دې هیواد کې د دې رادیو ټول فعالیتونه د اعتراض په ډول بند کړي. د بي بي سي رادیو دري خپرونې په دې اداره کې د هغو ایرانپالو مزدورانو لاس ته لویدلې دي چې د افغانستان په خلاف له هیڅ ډول تبلیغاتو څخه ډه ډه نه کوي.
همدارنګه طلوع او د ایران په پانګه باندې څو نور جوړ شوي تلویزیوني چینلونه د پښتنو په ضد بلې شوې کلتوري جګړې باندې داسې تیل پاشي چې هره ګړۍ نوې نوې لمبې ترې پورته کیږي. ایراني مزدورانو خپله جګړه او تبلیغات تر دې حده رسولي دي چې نن فاشیست او جګړه مار محقق د ولسي جرګې له دهلیز څخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر د استجواب لپاره ور غواړي.
موږ په داسې حال کې چې د جنګ سالار محقق دغه ناوړه ګستاخي په کلکو ټکو کې غندو د ټولو پښتنو وکیلانو، حکومتي چارواکو او د دې هیواد د خواخوږو څخه هیله کوو چې د دې شومې توطیې په وړاندې په یووالي سره ځواب ورکړي او د خپلې خوږې پښتو ژبې، ملي تر مینالوجۍ، ملي ارزښتونو او ملي حاکمیت په ساتلو کې خپله ونډه اد کړي. لازمه ده چې په دې لړ کې د سوله ایزو مظاهرو او داسې نوور اړوندو ګامونو په وسیله د افغانستان د غلیمانو توطیو ته ځواب ورکړل شي.
په ولسي او مشرانو جرګو کې پښتنو وکیلانو ته لازمه ده چې دوی هم نور ځانونه له تصنعي خوف څخه را وباسي او ټول په یوه آواز زموږ د ملي تر مینالوجۍ د دفاع تر څنګ پښتو ژبې ته د هیواد په ټولو تعلیمي، حکومتي، رسمي او غیر رسمي اداراتو کې د پښتنو د نفوس سره سم د کارولو حق ترلاسه کړي او په دې هکله نوره چوپه خوله کښیناستل ګناه وګڼي. همدارنګه داسې یو قانون پاس کړي چې هر هغه څوک چې د شهید سردار محمد داود خان د قانون په څیر د افغانستان په ملي ژبو پښتو او دري ژبو په ټولیزه توګه و نه پوهیږي نو په هیڅ حکومتي ارګان کې د دندې د سر ته رسولو حق نه لري. په همدې توګه هغو رسنیو ته د ټینګې جزا قانون تصویب کړي چې دافغانستان له ملي ترمینالوجۍ، ژبې او ملي ارزښتونو سره د پردیو په لمسون لوبې کوي او په خپلو خپرونو کې دغه اصل نه مراعاتوي.
په همدې توګه په ملي شوری کې پښتانه او هیوادپال وکیلان د هیواد ولسمشر او ټولو ذیدخله اړخونو ته هم په دې هکله قناعت ورکړي چې نور نو د داسې ناوړه مصلحتونو وخت پای ته رسیدلی دی چې دغه هیواد د ورانۍ په لوري بیايي او باید د هیواد د غلیمانو په وړاندې ټینګ ګامونه پورته شي.
افغانان په دې لړ کې د هیواد له ولسمشر، د ملي شورا له وکیلانو، پښتنو چارواکو او د دې هیواد له ټولو خواخوږو اړخونو څخه هیله لري چې په هیواد کې نور د تل د ناروا مصلحتونو ټغر ټول او حق په حقدار و سپارل شي او په جرات سره داسې ګامونه پورته شي چې د هر ځوریدلي او هیله من افغان د زړه آواز دی. همدارنګه د هیواد غلیمان پرې نه ږدي چې له دې زیات زموږ هیواد، ملي ارزښتونو، ملي ژبو، کلتور، یووالي، افغانیت او زیربنايي بنسټونو ته زیان ورسوي او د اطلاعاتو او کلتور د وزیر له هیوادپالو ګامونو څخه په کلکه دفاع وکړي.
که له زلمو نه پوره نه شوه
افغانستانه جینکۍ به دې ګټینه