د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رهین سپین سترګي او زموږ سستي

ښکلا مایار 14.01.2008 15:52
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ډول ډول آزمیښتونو سره مخ شوی او بیا د دې ویاړمن ولس د مټو، قهرمانۍ او بې ساري شهامت له کبله له آزمیښتونو روغ راوتلی او د نړیوالې ټولنې د یوه مهم بازو په څیر یې خپل موجودیت ته دوام ورکړی دی.
روانه غمیزه، اوسنۍ ناخوالې او د ستمیزم د بانډ د بڅرکیو کرغیړن اعمال د همدې لړۍ یوه برخه ګڼلی شو او موږ په دې پوره باور لرو چې تاریخ تکراریږي او دغه بڅرکي چې نور یې نو په وجود کې د سکروټو ټول تاو له منځه تلونکی دی او په ایرو بدلیدونکي دي سبا به بیا مړې سترګې د هیواد د ملي اتلانو او ریښتینو بچیانو په وړاندې د توبې ویستلو هڅه کوي.
له ډیرو خبرو به تیر شو او د ایرانپالي، متعصب او کرکجن رهین په هغه بې شرمان عمل به یوه لنډه تبصره ولرو چې په نوي ډهلي کې یې د افغانستان د لوی سفارت پښتو لوحه راکوزه کړې او پر ځای یې پاړسي لوحه لګولې ده. موږ متعصب نه یو او نه هم د تعصب له زاویې څخه دغه خبره کوو او که په خپل حق څوک راته متعصب وايي نو په دې لاره کې زه له ټولو مخکې یم چې د خپلې ملي ژبې او ملي ارزښتونو دفاع په ممکنه لارو سره وکړم.
اوس پوښتنه دا ده چې ښه رهین صاحب د دې اړتیا څه وه او ته ولې د هغه افغانستان په خلاف عمل کوې چې له برکته یې پرون د اطلاعاتو او کلتور ستا د (اطلاعات و فرهنګ؟؟؟) وزیر یادیدې او نن د همدې افغانستان سفیر یادیږې؟
آیا تا په تعصب، ایرانپالنه او پردۍ مزدورۍ کې څه لیدلي دي چې د افغانستان له ملي ارزښتونو سره دې داسې ناروا لوبې پیل کړې دي؟ ته نه یې خبر چې دا د هغه ویاړلي افغان وطن دی چې د تاریخ له آزمیښتونو ژوندی راوتلی، په بدن کې یې روح چلیږي ا و ژوندی به وي. زه په یقین سره ویلای شم چې سبا به همدغه ایرانپالی رهین خړې سترګې ولاړ وي او په خپلو ناروا اعمالو به د حسرت اوښکې تویوي خو ښه دا ده چې نن دغه توبه وباسی او له ناروا اعمالو څخه ډه ډه وکړي.
ټولو افغان لیکوالو، د چارو چلوونکو، حکومتي مقاماتو او بهر میشتو افغانانو ته خواست کوم چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره د ا فغانستان ولسمشر، حکومت او اړوند چارواکي اړ باسي چې له ملي چارو څخه د دغسې کرکجنو څیرو لاسونه لنډ او په خپله جزا یې ورسوي. زه یقین لرم چې ستاسو غږ ځواکمن، قوي او پيا وړی دی  سستي په کار نه ده خپلو لیکنو، مرکو او هراړخیزو هڅو ته په دې لړ کې دوام ورکړی. خدای زموږ سره دی او خدای د رښتینو  مومنانو او مخلص ټولګي ملګری دی.