د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیسواده وزیران او د ولسي جرګې ملي دریځ

ښکلا مایار 13.01.2010 12:00

د تکړه، کارپوه او مسلکي کاري ګروپ انتخاب د یوه هیواد د ولسمشر، صدراعظم او یا پاچا لپاره د خپلې حکمرانۍ په دور کې د بریالیتوبونو تر ټولو ښه دلیل ګڼل کیدای شي څو د ټولنې مشر په چارو پوه، بریالی او خادم شخص په توګه معرفي او نوم یې د تل لپاره د ټولنې د ویاړونو په تاریخ کې درج شي.
د افغانستان سترې غمیزې نوموړې هیواد ته نه جبرانیدونکي زیانونه ور واړول چې یوه ډیره بده پدیده یې د ګڼ شمیر جنګسالارانو، بدمعاشانو او جنګي مجرمینو زیږیدل او ژوندي پاتې کیدل دي چې متاسفانه نن ورځ په افغانستان کې پریمانه حضور لري او له بده مرغه چې د چارو واګې یې په مستقیمه او یا غیرم مستقیمه توګه په لاس کې نیولې، د هیواد د پرمختګ بهیر یې په ټپه درولی او هره لحظه د دې هیواد خلکو، د خاورې تمامیت، استقلال، حکومت، دولت، ملي ارزښتونو او ملي ګټو ته د زیان رسولو هڅې کوي.
جنګي مجرمینو، جنګسالارانو، ټوپکمارانو، جنګي ډلو او د هغوی مشرانو د افغانستان نوم په نړیواله کچه تیاره کړی او زموږ د هیواد ملي او نړیوال دریځ ته یې په لویه پيمانه ګواښ متوجه کړی دی چې د اوسني حکومت او کاري ګروپ تشکیل یې غوره بیلګه ګڼلی شو.
له دغه کوچنۍ سریزې څخه که ورته تیر شو او د افغانستان د ټولټاکنو په مضحک بهیر او د وزیرانو یا د ولسمشر د کاري ګروپ د انتخاب په هکله که ژور فکر وکړو چې د کومو معیارونو له مخې اشخاص د حکومت مهمو چوکیو ته معرفي کوي نو سړي ته د هیواد د سترې غمیزې یو ډیر بد انځور مخې ته دروي چې زموږ د ټولنې مشران څومره د وړ معیارونو له سلسلې څخه فاصله لري؟
جنګي مجرمین، جنګسالاران، د جهاد په نامه رهبران، کمونیستان، پخواني قوماندانان، اوسنۍ جنګي ډلې او هغه څوک چې د افغانانو له ژوند سره یې لوبې کړې دي او د افغانستان د خلکو په مقابل کې یې د هیڅ ډول ظلم او ناروا څخه لاس نه دی نیولی خپله نابودي د افغانستان په پرمختګ کې ویني او فکر کوي چې که د دې هیواد خلک د یوه غوره ژوند د نعمت خاوندان او د پرمختګ د بهیر لارویان شول نو دوی په هماغه لحظه د نابودۍ سره مخ کیږي او نور د ژوندي پاتې کیدلو چانس نه لري. له همدې کبله نه غواړي چې په هیڅ ډول دغه هیواد د یوه مسلکي نظام خاوند و ګرځي، دلته پراخه آبادي روانه شي او افغانستان د نړۍ د نورو ولسونو په څیر د پرمختګ د کاروان د لارویانو له ډلې څخه حساب شي.
اوسني معرفي شوي وزیران زیاتره د جنګي ډلو هغه کسان دي چې په غیر مستقیمه توګه یې معرفي کړي، زیاتره یې د هیڅ راز مسلکي زده کړو څخه برخمن نه دي او نه هم د افغانستان ګټې ورته کوم اهمیت لري. همدارنګه زیاتره دغه ډول څیرې هغه کسان دي چې د افغانستان د خلکو پ مقابل کې یې له هیڅ ډول جنایت، غلا، خیانت او هیواد پلورنې څخه لاس نه دی نیولی یا خو یې مخامخ د دې ولس له خلکو سره جګړه کړېده او یا یې هم د پردې تر شا د افغان ولس په مقابل کې په زهرجنو تبلیغاتو له بهر څخه لاس پورې کړی دی چې موږ په تیر نږدې تاریخ کې ګڼې داسې نمونې لرو چې دغه ډول خلک د افغانستان د ملي خپلواکۍ په خلاف په زهرجنو تبلیغاتو لګیا وو. همدارنګه د دې ډول وزیرانو بله ډله د ګاونډیو او په ځانګړې توګه د ایران جاسوسان دي او د افغانستان ملي ارزښتونه یې په ګاونډیانو پلورلي دي. بله ډله یې داسې کسان دي چې جعلي اسناد یې جوړ کړي او د سواد له نعمت څخه هم محروم دي چې محمد بشیر لعلي او د ملي تلویزیون له لارې د هغه وینا او ځوابونه یې غوره نمونه ده چې د فوایدعامې د وزارت لپاره کاندید وزیر دی او دومره بیسواده دی چې کاغذ نه شي لوستلی. په همدې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لپاره د جنګي ډلو د خوشحاله کولو لپاره داسې وزیر کاندید شوی دی چې د کمپیوټر په لومړیو اساساتو هم نه پوهیږي.
زه د ولسي جرګې مخکینی اقدام ستایم چې یو شمیر هغو څیرو ته یې د باور رایه ور نه کړه چې ځینې یې افغان ولس ته د خدمت په لاره کې ناکام شوي وو او ځینې نور بیسواده او غیر مسلکي وو خو د ستر خاین سید مخدوم رهین تایید هیڅکله نشم زغملی بلکي د ولسي جرګې هیواپال وکیلان باید د خپل باور رایه بیرته ترې واخلي او نوموړي ته د خپل شر د خپرولو اجازه ور نه کړي. د ولس د استازو څخه یو ځل بیا ټول افغان ولس هیله لري چې بیسواده، د جنګي ډلو استازو او غیر مسلکي وزیرانو ته قطعا رایه مه ورکوی او په دې لاره کې چې څومره ټینګ و دریږی نو تاسو به خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی وي، اخروي اجر به مو په برخه او نوم به مو د تل لپاره د ویاړونو په تاریخ کې درج وي.
ستاسو دریځ د افغان ولس دریځ دی او افغان ولس خادم، عالم، مسلکي او له ریښتنیو افغانانو جوړه کابینه غواړي نور نو خوښه ستاسو چې څرنګه دغه تاریخي مسوولیت ادا کوي؟

ما علینا الا البلاغ