د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قیوم ـ برهان الدین نشته

ښکلا مایار 01.06.2008 19:55
دا دي له مودو ځنډ وروسته د افغانستان د ملي شوری له خوا د ولسي جرګې د هغو دایمي غیرحاضرو استازو لیست اعلان شو چې د افغان ملت وګړو ته یې دوکه ورکړې وه، په غلطو وعدو یې رایې ځینې اخیستې او د خلکو په برخلیک باندې لوبې کوي.
هسې هم زموږ د هیواد ډیر څیزونه متاسفانه سرچپه روان دي چې د ولسي جرګې قهرجن وکیلان،  د هغوی عجیب او غریب مجلسونه، رویش، کردار، سلوک، بې ځایه کبر، له حده زیات غرور، تندخويي، سپک برخورد، مرورتوب،  له پارلماني اخلاقو لرې والی او د کار طریقه یو داسې شکل لري چې له بده مرغه له جګړو، ناندریو، کړیکو، ښکنځلو، لفظي جګړو او آن تر خپړو، بوکسونو، څپلکو، بوټونو او بوتلونو وارول شامل دي چې دغه ډول کردار په هیڅ توګه د یوه نومیالي او ویاړلي ملت د استازو سره نه ښايي. تمه خو داسې وه چې که له کوم شرعي حضور پرته لږ تر لږه د دریو ورځو لپاره د ولسي جرګې یو غړی غیرحاضري کوي نو باید چې د عبرت او له ولسي جرګې څخه د بهر کولو داسې یوه اداري پروسه پرې پلې کیدای چې لومړی ګام یې د وکیل خبرول، دوهم یې د تنخوا قطع کول، دریم ګام یې د ټولو امتیازاتو د قطع کولو اخطار، څلورم ګام یې له غیر حاضر وکیل څخه د موټر تسیلمول، پنځم ګام  یې په عام مظهر د نوم اعلانول، شپږم ګام   یې په ولسي جرګه کې د ملالۍ جویا په څیر د عضویت ځنډول او که یې بیا هم په غیرحاضرۍ باندې اصرار کولی نو په دایمي توګه یې د وکالت د مودې د ختم اعلانول او پر ځای یې بل وړ استازی ټاکل شامل وی.
غوره خبره به دا وي چې په دې لړ کې لومړی د ولسي جرګې د وکیلانو په ترکیب باندې یو څو خبرې وشي او بیا د دې وکیلانو تر منځ د همیشنیو غایبانو په هکله تبصره و کړو چې دغه ښاغلي څنګه وکیلان شول؟ د څه لپاره ملي شوری ته راغلل؟ ولې خپلو دندو ته نه حاضریږي؟ په څه بوخت دي؟ همدارنګه ددې جنابانو لویه کاروايي څه شی ده؟
په ولسي جرګه کې ناست وکیلان موږ په لاندې کته ګوریو ویشلای شو:
جنګي مجرمین، جنګسالاران او متعصبین
له بده مرغه چې د افغانستان د ولسي جرګې زیاتره برخه هغه جنګي مجرمین، جنګسالاران، د ګانډیو هیوادونو جاسوسان، د بشر له حقوقو څخه سرغړوونکي، د لږکیو متعصبین او د مخدره موادو سوداګر شامل دي چې ټوله ورځ د افغانستان په خلاف توطیې جوړوي، د افغانستان د ملي حاکمیت په لاره کې خنډونه اچوي، د ملي حاکمیت مخالف دي او غواړي چې تل دغه ځوریدلی هیواد په جګړو، بدمرغیو، تورتمونو او ناخوالو کې راګیر وي. دغه طبقه په اصطلاح وکیلان چې هیڅ وخت دملت غمخوا نه شي ګڼل کیدای په هیواد کې د داسې یوې فضا د رامنځته کولو کوښښ کوي چې (اوبه خړې کړي او کبان  پکې و نیسي) ځکه دوی ویره لري چې که چیرې په ریښتنې مانا افغانستان پرمختګ کوي نو د دوی لپاره به په دې هیواد کې د دسیسو جوړولو هیڅ ځای پاتې نه وي. دغه ډول منفورې څیرې د پیسو، ټوپک، زر، زور او تهدید په وسیله له خلکو رایه واخیسته او ولسي جرګې ته په راتللو بریالي شول چې دلته یې هم یوازینۍ دنده د ډول ډول فتنو خورول دي چې ګواکي خدای مه کړه افغانستان کمزوری او ټوټې ټوټې وي. په دې لړ کې د برهان الدین رباني او کمونستانو په وسیله د ملي جبهې به نوم باندې د یوه حرکت جوړیدل غوره دلیل دی چې نه غواړي افغانستان د پرمختګ مسیر خپل کړي، حکومت ته د هر پرمختیايي کار په مقابل کې ستونزې و زیږوي او د پرمختګ مخه و نیسي. همدارنګه د لږکیو قومونو یو شمیر داسې متعصب اشخاص هم هلته ځای په ځای شوي دي چې ټوله ورځ د افغانستان د یووالي مزي پرې کوې او پرته له فتنې جوړولو بله دنده نه لري.
کمونیستان
متاسفانه سره له دې چې په افغانستان کې د کمونیستانو کودتا، ناروا جګړې، هیواد پلورنه او یوې اوږدې بدمرغۍ ته د افغانستان غورزول د ټولو افغانانو ښه په زړه دي خو بیا هم یو شمیر منفورې ځیرې لکه ګلاب زوی او علومي د ولسي جرګې تالار ته لاره پیدا کړه چې په ډیره ناځوانمردانه توګه یې خپل ځانونه د شمالي ټلوالې په آخور باندې تړلې دي او په ځای د  دې چې د خپلو ننګینو اعمالو څخه توبه و باسي د ملت لپاره نورې ستونزې زیږوي.
تکنوکراتان
په کم شمیر هغه کسانو هم د ملي شوری تالار ته لاره کړې ده چې ښه تحصیلات لري او له اعمالو څخه یې څرګندیږي چې د افغانستان لپاره د ښه نیت خاوندان دي او رښتیا هم غواړي چې په سمه مانا دلته یو واقعي نظام رامنځته شي. خو د دې لپاره چې شمیر یې په ولسي جرګه کې ډیر کم دی نو وجود او عدم وجود یې یو ډول دی خو بیا هم غنیمت ګڼل کیږي.
دلته د یوې خبرې وضاحت ضروري دی چې هغه کسان هیڅکله تکنوکراتان نه شي ګڼل کیدای چې د رمضان بشردوست په څیر یوازې اعصاب خرابي کولی شي، چیغې، جنجالونه او ښکنځلې یې لوی کمال دی نور نو داسې کوم پراخ نظر او عملي استراتیژي نه لري چې د هغه په بنسټ خپل نفوذ زیات کړي او په هیواد کې د یوه مثبت ګام د اچتولو باعث شي.
ریښتني افغانان، قومي مشران، پوهان او علما
د ولسي جرګې تالار ته یو شمیر ریښتنې هیوادپال افغانان، پوهان، علما او ورحانیونو هم لاره موندلې ده چې همیشه د افغانستان په خیر باندې خبرې کوي، د ملي یووالي سمبول دي او په پراخ نظر له ټولو مسایلو سره عالمانه برخورد کوي. د دې ډلې متانت، صبر، نیک نظر او هیوادپالنه هرو مرو تاریخ د ویاړونو په کرښو لیکي او موږ هیله من یو چې دغه ډول اصلاح طلبه ډله به وکولای شي ټول هغه وکیلان په ځان باندې راټول کړي چې د هیواد په هکله د حق او باطل په انتخاب کې حیران دي.
ښځینه وکیلانې
داسې تمه کیده چې ښځې به نسبت نارینه وو ته د ولسي جرګې په تالار کې زیات مثبت رول ادا کړي خو د اټکل خلاف داسې و نه شول او زیاتې ښځینه وکیلانې هم په ذکر شوو ګروپونو وویشل شوې چې یو شمیر یې د رباني په جوړه شوې ناولې جبهه کې هم حضور لري.
د ښځو وکیلانو یوه بله ډله چې شکریه بارکزۍ یې خپل ځان مشره ګڼي او پښتنه هم ورته ویل کیږي یوازې  د ستمیانو او هیواد پلورونکو ګټې په نظر کې نیسي او د پښتنو نوم ډیر بد پرې لګیږي. متاسفانه د رایو د ورکولو په وخت یې خلک یوازې په قواره باندې تیر وتل همیشه داسې موقف نیسي چې د افغانستان د یووالي خلاف او د یرغلګرو په ګټه وي چې زیاتره هیوادپال افغانان یې د یوې داسې فرصت طلبې  په نوم پیژني چې د ستمیانو د ګټو پاللو ته یې خپل ټول وخت وقف کړی دی. بل دا چې بارکزۍ  داسې کومه مثبته لاسته راوړنه نه لري چې د یادولو وړ وي. په همدې توګه د (خط سوم) تر عنوان لاندې یې دوه درې وکیلان په خپله شاوخوا باندې راټول کړي دي.
د پارلمان ښځینه وکیلانې په عمومي توګه ډیرې زیاتې کبرجنې ښکاري او داسې اکتونه کوي ته به وایې چې دا نړۍ یوازې د دوی په سر ولاړه ده او د افغانستان په ولسمشر، ملت حکومت او ملي حاکمیت باندې د همیش لپاره داسې سخت ټکونه کوي چې د بې ادبۍ ګڼ ناوړه الفاظ له ځان سره لري.
خو د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې د ولسي جرګې په ښځینه وکیلانو کې هم یو شمیر شته دي چې له مسایلو سره عالمانه برخورد کوي او د افغانستان د پرمختګ سختې لیواله دي چې متاسفانه شمیر یې کم دی.
نور بیا