د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تورې دروازې او له بړستنې اوږدې پښې

ښکلا مایار 15.01.2008 13:15
داسې ویل کیږي چې د شاهي او جمهوري نظامونو پر مهال نوموړې ډلې یوازې په خپلو تکیه خانو کې خپل مذهبي مراسم ترسره کول نو دا څه ټکه ولویده چې نن  دومره پراخه اجازه ورکول کیږي څو د پلازمینې کابل په زیاترو عمومي واټونو تورې دروازې و دروي، عام وګړي او موټرونه مجبور وي چې د دوی د اشعارو لاندې تیر شي.
زما موخه د افغانستان شیعه اقلیت دي چې نن ورځ له حد څخه زیاته آزادي ورکړل شوې او دوی کولای شي چې څه یې زړه و غواړي خپلې موخې، شعارونه او پیغامونه د دې ښار هرې کوڅې، واټ او سیمې ته و غزوي.
بیا کاشکي دوی یوازې په همدې څو  مذهبي سیاسي شعارونو او داسې نورو شیانو اکتفا کولای دغه ډله د خپلو هغو منحوسو مشرانو، قاتلانو او جنګي قوماندانانو عکسونه، شعارونه او خبرې هم د ښار په هره سیمه کې په پوره آزادۍ سره ځوړوندوي چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې زرګونه افغانان تر تیغ تیر کړي او د ظلم یو لوی ناتار یې د افغانستان په خلکو راوستلی وو.
دغه ډول اعمال او حرکات ډیرې خطرناکې پایلې لري باید حکومت ورته اجازه ور نه کړي ځکه که دوی مذهبي مراسم تر سره کوي حق یې دی او تر خپله حده آزاد دي نو په خپلو تکیه خانو او کورونو کې یې دې اجرا کړي څوک یې مخنیوی نه کوي.  خو دغه ډله حق نه لري چې شپه او روځ یې په لوړ آواز لوډسپيکر چالان کړي وي که څوک غواړي او یا نه غواړي په څو کیلومترۍ کې  د دوی ایرانۍ غوغا اوریدلو ته مجبور دي چې وایې وري. له بلې خوا د دې ښار سړکونه چې له دې پرته هم چندان پرانیستي نه وي او د دومره زیاتو موټرونو د تیریدو ظرفیت نه لري نو چې د دوی د غوغاوو کاروانونو او تورو دروازو د دې ښار سړکونو او ترافیک ته یو نوی مزاحمت پیښ کړی دی چې په دې کنګل ژمي یې د کابل ښاریان شاهدان دي.
له بلې خوا د دې ډلې ټول بیرغونه، شعارونه او کلیمې په ایران کې طبع او برابریږي چې کاملا یوه ناروا سیاسي مداخله ګڼل کیږي. ایران له یوې خوا د افغانستان خلاف ترهګرو ته وسلې برابروي او د ډیرو په آند د عراق د جګړې تجربې هم د دوی په واک کې ورکوي چې هره ورځ د یوه نوي ناورین سبب ګرزي. له بلې خوا زموږ مهاجرین وروڼه او خویندې په دې ساړه ژمې کې په زور له خپل هیواد څخه را وباسي او داسې یوه لوی کلتوري یرغل ته په دې هیواد کې بډې وهلې چې د ناروا مداخلو په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. د آیت الله ګانو، حجت الاسلامانو او د دې ښار په زړه کې د لویو لویو مذهبي مدارسو جوړول بله هغه بیشرمانه  مداخله ده چې غواړي اقلیتونه د دې هیواد په چارو باندې حاکم کړي. همدارنګه زموږ په سرحداتو باندې یرغل یې بل هغه ناروا عمل دی چې په دې وروستیو کې یې ترلاس لاندې نیولی دی او د افغاني شیعه ډلو روزنه، سمبالښت او لارښوونې خو له هیچا پټې نه دي چې د کابل د ښار په زړه کې د تورو دروازو درول یوه بله هغه ناروا مداخله او لارښوونه ده چې د شیعه مذهب تر پوښښ لاندې خپلو ناروا سیاسي مداخلاتو ته زموږ په هیواد کې دوام ورکوي.
د افغانستان حکومت، خلک او د دې هیواد خواخوږي اطراف باید د دې خطرناکو حرکاتو پایلو ته په ساده ډول و نه ګوري او د مذهب تر پوښښ لاندې دغه لږکي ته اجازه ور نه کړي چې له بړستنې پښې و غزوي، له خپله حده تیری وکړي او سیمه د یوه بل ناورین په څنډه و دروي. عبرت، عبرت او عبرت.