د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړه مارو ډلو پلار مړ شو

ښکلا مایار 11.01.2011 19:57

د افغانستان جګړه مارو ډلو دومره فکر نه کاوه چې که چیرې جګړه د ستونزو د حل په لاره کې غوره لاره وای نو زموږ هیواد به اوس د ټولې نړۍ د هیوادونو څخه مخکې وو او ولې نصیرالله بابر د خپلو موخو د عملي کولو لپاره دا جګړه په پاکستان کې نه کوي؟ دا هغه آرمان دی چې د هر سوله دوست، هیوادپالونکي او پرمختګ غوښتونکي افغان په اذهانو کې هغه مهال د افسوس د یادونو سره یو ځای را تاویږي چې کله د افغانستان په کورنیو چارو کې د لوی لاسوهونکي، د افغانستان د سیاسي ثبات د ورانونکي، زموږ د هیوادوالو د ستر قاتل او د افغانستان د جګړه مارو ډلو د بنسټ ایښودونکي او د دوه ستورو جنرال نصیرالله بابر د نوم په اخیستلو سره یې مخې ته دریږي.
نصیرالله بابر په ۱۹۲۸ زیږدیز کال د اکوړه خټک د اسماعیل خیلو په کلي کې زیږیدلی په پیښور پوهنتون او لندن کې یې لوړې زده کړې کړې دي او د پاکستان د خلکو (پیپل) ګوند غړی پاتې شوی دی.
نوموړي تل د پاکستان د استعماري هیواد د یو وفادار خدمتګار په توګه دنده اجرا کړې او د پښتنو د ګټو خلاف یې د پنجاب د استعمارګرو خدمت کړی دی. له همدې کبله له هندوستان سره د پاکستان په دویمه جګړه کې ښاغلي نصیرالله بابر د پاکستان د پوځ د جرآت مډال ورکړل شوی او د دوه ستورو جنرالۍ رتبې ته رسیدلی دی.
نصیرالله بابر له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ پورې پنجابیانو ته د صادقانه خدمت په بدل کې د خیبر پښتونخوا (پخواني صوبه سرحد) د والي په توګه دنده اجرا کړې او د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بنظیر بوټو په دویم ځل حکومت کې د کورنیو چارو وزیر وو. همدارنګه نوموړی په ۱۹۹۳ کې د نوښار ضلعې څخه د پاکستان ولسي جرګې ته د وکیل په توګه هم انتخاب شوی دی.
نصیرالله بابر چې د فلج په ناروغۍ اخته وو د ۸۳ کلونو په عمر د ۱۳۸۹ د مرغومې په ۲۰ نیټه مړ او په خپله پلرنۍ هدیره کې د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور خاورو ته و سپارل شو.



په افغانستان کې د نصیرالله بابر لاسوهنې
پاکستان چې د افغانانو په ضد د یوې استعماري توطیې له مخې د انګریزانو په لاس جوړ شوی هیواد دی د خپل موجودیت سره سم یې د افغانستان سره تاریخي دښمني پيل کړه او له پيل څخه په داسې اعمالو لاس پورې کړ چې د افغانستان داخلي ثبات، د خاورې تمامیت او استقلال ته زیان و رسوي او د همدې موخې د تحقق لپاره د نوموړي هیواد پوځ او استخباراتي ادارو زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې بربنډې لاسوهنې کړې، افغانستان ته یې جګړه مارې ډلې جوړې کړې او زموږ د هیواد خلک یې د مرګ کومي ته سپارلي دي.
نصیرالله بابر چې د همدې تخریبي کړۍ یو مهم عنصر ګڼل کیږي د افغانستان په خاوره کې یې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۴ کې د ښورښ جوړولو هڅه وکړه چې په لغمان، کنړ، پنجشیر او ځینو نورو ځایونو کې یې د خپلو لاسپوڅو په وسیله د ناکامه حملو یوه سلسله په لاره واچوله چې د وخت د جمهوري حکومت له خوا دغه توطییه په بریالیتوب سره شنډه شوه. هغه مهال نصیرالله بابر په دې و توانیده چې د احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني او نورو په ګډون ځینې تیر ویستل شوې څیرې د اسلام تر نامه لاندې د افغانستان د ګټو په خلاف و کاروي، د پیښور په چراټ کې ورته تربیتي کمپ جوړ کړي او افغانستان ته یې د تخریبي اعمالو د صدور لپاره چمتو کړي.
کله چې په ۱۳۵۷ کې د پخواني شوروي په وسیله په کابل کې د خلق او پرچم د ګوندونو کمونیستي رژیم د چارو واګې په لاس کې واخیستلې او د دغه مسبتد، کمونیستي او غیر اسلامي رژیم په مقابل کې د افغانستان مومنو وګړو خپل حساسیت څرګند کړ نو پاکستان او د دې هیواد پوځ او جاسوسې شبکې ته زموږ د هیواد په چارو کې د مداخلې طلایي چانس په لاس ورغی او په دومره آزاده او زیاته پیمانه یې مداخلې وکړې چې د هیواد ګوټ ګوټ ته یې تخریبي اعمال و رسیدل، په راولپینډۍ کې د افغانستان لپاره حکومت جوړ شو او داسې اټکل کیده چې د کمونیستي رژیم د ماتې څخه به وروسته سیالې وسله والې ډلې په خپلو منځونو کې هرو مرو جګړې کوي او د دې هیواد مادي او معنوي زیربناوې چې د کمونیستي تاړاک څخه په نیم او نیمګور شکل پاتې وې له منځه وړي چې له بده مرغه همداسې و شول او د کورنیو جګړو سلسله تر نن پورې هم د آی ایس آی د پاکستاني صادر شوي اسلام تر نامه روانه ده.
په ۱۳۷۴ کې هغه مهال بیا نصیرالله بابر ته د افغانستان د ورانولو او زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې یوه بل فرصت په لاس ورغی چې د پاکستاني جاسوسانو ډلې یې په سپین بولدک کې د سپین پګړیو طالبانو په جامه کې په دې هیواد را ماتې او نصیرالله بابر تر کندهار، هرات او تورغونډۍ پورې د دوی سره ملګرتیا وکړه او د سوداګریز کاروان تر نامه لاندې یې له طالبانو سره یو ځای حرکت کاوه د خپل بري د نمانځلو ننداره یې کوله. دا ځل یې د دین تر نامه لاندې په افغانستان کې یو داسې افراطي نظام حاکم کړ چې له غمونو، لوږې، بیوزلۍ، جګړو، وژنو، بیسوادۍ او ځورنو څخه یې پرته بل څه افغانانو ته نه درلودل او د نظام زیاته برخه د آی ایس آی د شبکې په لاس کې وه او زموږ د هیواد زیربناوې او تاریخي ویاړونه یې په ډیره بې پروایۍ او د اسلام تر نامه لاندې و نړول.
په کابل کې د افغانستان پخوانی سفیر او د افغان کمشنرۍ پخوانی مشر ښاغلي رستم شاه مومند چې دی پخپله هم د پاکستان د جاسوسي شبکې او د دې هیواد د ګټو د تامین یو لوی سلاکار ګڼل کیږي د نصیرالله بابر په هکله وایي: ( نصیرالله بابر به طالبانو ته خپل زامن ویل او نوموړي د طالبانو ډیر مدد کړی دی او د دوی د لومړنیو ډلو سره کندهار او هرات ته تللی دی).

نصیرالله بابر او د افغانستان د تاریخي آثارو لوټول
نصیرالله بابر په دې بسنه ونه کړه چې د خپلو لاسپوڅو په وسیله د افغانستان مادي او معنوي زیربناوې ورانې کړي بلکي په ډیره بې رحمۍ یې د افغانستان تاریخي آثارو ته په خپل کور کې یو موزیم جوړ کړ چې د وخت مطبوعاتو پرې زیاتې تبصرې کړې دي او تاریخ د ښاغلي بابر دغه لوی خیانت پټ نه دی ساتلی. همدارنګه دغه تاریخي آثار به د مولانا فضل الرحمن او طالب مشرانو په وسیله پاکستان ته وړل کیدل او د ښاغلي بابر په کور کې به ځای پر ځای کیدل. ښاغلي بابر به ځینې په خپل کور کې ساتل او ځینې به یې بهرنیو هیوادونو ته صادرول چې د مولانا فضل الرحمن سره د افغانستان د تاریخي آثارو په لړ کې د یوه لوی بت ګیر کیدل د همدې لړۍ یوه برخه ده چې د وخت مطبوعاتو پرې تبصرې وکړې.
عجیبه خبره دا ده چې د اسلام تر نامه لاندې سپین پګړیو تورو ډلو ( طالبانو او نورو...) دومره فکر هم نه کاوه چې له یوې خوا دوی ته د افغانستان د تاریخي آثارو د ورانولو او د اسلام له نظره د هغه د موجودیت د ناروا ډنډورې وهل کیږي خو له بلې خوا څخه د افغانستان غلیمان او د کورنیو جګړو د اور بلوونکي په خپلو کورونو کې همدغه بتان ساتي او د یوه موزیم په شکل ورته احترام لري؟؟؟
د افغانستان مسلمان، متدین او میړنی ولس باید زموږ له هیواد سره د پاکستان د واکمنانو تاریخي دښمنۍ ټول اړخونه په ژوره و څیړي او د هغو څیرو اعمال رسوا کړي چې زموږ هیواد یې له داسې یوه تور برخلیک سره مخ کړی دی چې د ۱۳۵۷ د بدمرغې کودتا وروسته ۳۱ کاله کیږي چې د جګړو، غمونو او دردونو په غمیزو کې کړیږي. همدارنګه ټولې هغه مادي او معنوي زیرمې چې د پاکستان د جاسوسي شبکې په وسیله زموږ له هیواد څخه لوټ شوې د هغه بیرته اعاده وغواړي او خپلې غوښتنې په ملي او نړیواله کچه مطرح کړي. په همدې توګه دا خبره په پام کې و لري چې که چیرې د افغانستان میړنی ولس د دې شونتیا پیدا کړي چې د انګریزانو د استعمار له کبله خپله بیله شوې خاوره په لاس راوړي نو هغه څیرې له مړینې وروسته هم محاکمه کړي چې زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې یې مداخله کړې او دغه هیواد یې له داسې یوه ستر ناورین سره مخ کړی دی.
د افغانستان د خاورې غلیمان به په داسې حالت کې یو پر بل پسې د هلاکت کندې ته لویږي چې افغان ولس او د دې میړني ولس متدین او مسلمان وګړي به تل ژوندي وي او د سولې، پرمختګ او سمون په لوري به د خپل بري نمانځنه کوي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له لویو لویو آزمیښتونو سره ډغرې وهلې دي او تل د یوه ژوندي ملت په توګه له غمیزو څخه روغ وتلی او هغه خاین عناصر له خپلو آرمانونو سره د هلاکت کندې ته لیږلي دي چې د دې ویاړمن ولس سره یې خیانت او دښمني کړې ده. جګړه مارو ډلو ته په کار دي چې د نصیرالله بابر د هلاکت څخه عبرت واخلي او نور دوی یتمان شوي او داسې وخت به هرو مرو راځي چې د غلیمانو د هلاکت دغه لړۍ به نوره هم اوږدیږي او زموږ هیواد به د سولې، پرمختګ او سمون په لاره خپل حرکت ته ګړندیتوب او ځواکمنتیا بخښي.