د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزاله ښکار شوه خو غږ یې جاوید شو

ښکلا مایار 19.06.2012 21:43

په ډیره خواشینۍ سره نن سهار له خبري رسنیو څخه د پښتو د خوږ ژبې سندرغاړې شهیدې غزاله جاوید د شهادت دردونکی  او باور نه منونکی خبر خپور شو او د ښکاوو قاتلانو یو ځل بیا د یوې مظلومې پښتنې په وینو خپل خونړي لاسونه سره کړل او په داسې مهال یې غزاله جاوید او د هغه مظلوم پلار د خپلو ظالمانه ګولیو ښکار کړل چې د ژوند زرګونه رنګینې او هنري هیلې او آرمانونه یې تر تورو خاورو لاندې شول. انا لله و انا الیه راجعون
سره له دې چې په رسمي توګه د شهیدې غزاله جاوید د جلادو قاتلانو نوم نه دی څرګند شوی او نه یې هم کوم شخص یا ډلې تر دې مهاله په رسمي توګه د وژلو مسوولیت منلی دی خو په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو په اساس د غزاله جاوید د خور آغلې فرحت له خولې راپور ورکړل شوی چې په دې ستر جرم کې د غزاله پخوانی خاوند ملک جهانګیرخان او د هغه دوه نور سفاک ملګري لاس لري چې د نوموړې په وینا ټول قاتلین یې په داسې حال کې پيژندلي دي چې د غزاله جاوید کور ته ورغلي وو، غزاله او د هغې پلار یې په ډزو وویشتل خو فرحت له دې پیښې څخه روغه وتلې ده.
شهیده غزاله جاوید د پښتونخوا د سوات د ښکلې درې اوسیدونکې وه، په ۱۳۸۳ کال یې په سندرو ویلو پيل کړی او ډیر ژر یې د لر او بر پښتونخوا په هستوګنو پرګنو کې په میلیونهاوو مینه وال و موندل، خواږه غږ، زړه وړونکي غږ او مینه ناکو اندازونو یې حتی ډبرین زړونه هم ډیر ژر په خپله خوا ور مات کړل. په ۱۳۸۵ کال کې د ترهګریزو جګړو په ترځ کې د خپلې کورنۍ سره له سوات څخه پیښور ته راغله او په ۱۳۸۸ کال یې له ملک جهانګیر سره واده وکړ خو د کورنیو جنجالونو د پیښیدو له کبله یې د پیښور د یوې محکمې په مرسته په ۱۳۸۹ کال کې له ملک جهانګیر څخه طلاق تر لاسه کړ. تر دې مهاله یې د قاتل په توګه د پخواني خاوند ملک جهانګیر او دوو نورو ملګرو نومونه یادیږي خو دا احتمال هم ردیدلی نه شي چې ارواښاده غزاله جاوید دې ترهګرو او افراطي کسانو په شهادت رسولې وي.
د شهیدې غزاله جاوید شهادت په افغانستان، پښتونخوا، سیمه او نړۍ کې د خبري رسنیو، کلتوري کړیو، د هنر د مینه والو او په عامه توګه د ټولو انسانانو له لوري په پراخه پيمانه غندل شوی، د پښتو موسیقۍ او هنر لپاره یو بد ګذار ګڼل شوی او عاملانو ته یې د کلکې جزا غوښتنه شوې ده.
وتلې سندرغاړې غزاله جاوید په افغانستان، پښتونخوا، عربي متحده اماراتو او یو شمیر نورو ملکونو کې ګڼ شمیر کانسرتونه ورکړي او بې شمیره خوږې سندرې او سندریز البومونه یې تولید کړي دي خو نن یې میلیونونه وګړي په ویر او ماتم اوښکې تویوي او د هغه ښکلې څیره، زړه وړونکی غږ او مینه ناک انداز یې یوه لحظه هم له لېمو څخه نه پرواز نه کوي.
دا چې شهیده غزاله جاوید چا په شهادت و رسوله او ولې په شهادت و رسوله؟ هغه پوښتنې دي چې باید په مسوولانه ډول ځواب ورته و میندل شي او هرو مرو دا ډول بیرحمه قاتلان د قانون منګولو ته و سپارل شي. خو که د سیمې حاکمې ادارې او د دنیا قانون په دې موضوع کې پاتې راځي نو د عدلي محاکمو او امنیتي کړیو  ستره ناکامي ګڼل کیږي او موږ باور لرو چې د ښکلاوو قاتلان به د مهربانه خدای (ج) د نیاو له محکمې څخه هیڅ وخت خلاصون و نه مومي او هرو مرو به د عدل په میدان ورسره حساب کیږي. په آخر کې د هنر، ښایست او مینې د ښکلا پیغام په داسې ټکو کې څرګندوم:
اې د ښایستونو قاتلانو!
د خدای روی مې دروړی چې نور د تل لپاره د انسانانو له مرګ څخه لاس واخلئ، د نورو په ورانۍ کې خپله آبادي مه لټوئ، د اسلام د سپيڅلي دین په نامه د جنت او تقوی دروغجنې او جعلي فتواګانې مو په خپلو جیبونو کې و ساتئ، د ښکلاوو کاروان مه ړنګوئ، د مینې او محبت پیغام رسوونکي مه ځوروئ او د ګلالیو رنګونو معماران پریږدی چې د ځپل شوو پښتنو د ژړیدونکي ژوند د خړو پړو مېنو په سوو زلفو د زرغونو پسرلیو تازه ګلونه میلمانه کړي.
د هنر بې آزاره معماران تل مینه لیږدوي، ښایست خپروي، د ژوند رنګونو ته ولونه اچوي د خپه زړونو په شړیدلو سینو د خندا او موسکا سمسورې ولولې راولي. نو که تاسو له موږ څخه د ښایستونو غزاله په خپلو ظالمو مرمیو ښکار کړه او په زخمي زړه مو سورۍ سورۍ کړه، تاوان مو و کړ ځکه چې د هغې رنګین او خوږ غږ د تلپاتې تاریخ د بقا غیږې ته ور منډې کړ او نور هم جاوید شو.

shkala.mayar@gmail.com