د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له افغان کډوالو سره دايران چلند اواندېښنې

محمدحسن حقيار 31.01.2008 13:09
په دې وروستيو کې له ايران څخه دافغان کډوالو دډله ييزې وېستنې بهير يو ځل بيا ګړندى شوى دى. له دې هېواد څخه افغان کډوال په داسې حال کې په ډېرې بې رحمۍ او پوره قساوت سره راوېستل کېږي چې دلته په هېواد کې يې هم دولت د جذب او پالنې لپاره هېڅ برنامه او چمتو والى نه لري او له بلې خوا ساړه ژمي ان دهغو خلکو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړى دى چې دلته اوسي، سرپناه لري اوژمي ته يې هم څه نا څه تابيا نيولې ده.
همدارازکه له يوې خوا زموږ هېواد دېرش کلنو جګړو ډېر ځپلى نو له بلې خوا دچارواکيو دبې کفايتۍ له امله دولت ان په هېواد کې مېشتو هېوادوالو ته هم هغه د ژوند ډېرې اړينې او لومړنۍ اسانتياوې نه شي برابرولى په بهر کې مېشت افغانان خو لا پرېږده. همدا اوس دلته د خوراکي اوسونګ توکيو بيې تر ګردې نړۍ لوړې دي خلک مو په وچه ډوډۍ هم ماړه نه دي او ان د اولادونو پلورلو ته اړ شوي ، کار او روزګان نشته چارواکي پخپله په ګېډه ماړه او په لوړو څو پوړيزو ودانيو کې په اوړي کي ايرکنډيشن او په ژمي کې بخاريو ته ژوند کوي نو په داسې تنګو شرايطو کې پر ګاونډيو هېوادونو او په ټوله کې پر نړيوالې ټولنې دا زموږ بشري ، ديني او بين المللي حق دى چې له دې تراژيدۍ څخه په وتلو کې موږ ته لاس راکړي، هر اړخيزه مرسته راسره وکړي او خپله فريضه او وجيبه ترسره کړي .
که څه هم لکه وړاندې مو چې وويل دا پر ټولې نړيوالې ټولنې زموږ حق دى چې له دې ستونزو څخه په وتلو کې له موږ سره مرسته وکړي خو په دې اړه د اميد سترګې ډېرې ايران ته وراوړي ځکه چې موږ له ايران سره اوږد سرحد او ډېر مشترکات لرو، افغانان او ايرانيان د ګډ دين، ګډ مذهب، ګډ کولتور، ګډو ارزښتونو ،ګډې ژبې خاوندان او اقتصادي او سياسي مشترکات لري، دواړو دانقلاب تودې او سړې ليدلي دي په ايران کې هم تازه انقلاب تېر شوى او د نورو له دردونو به هم ښه خبر وي نود همدې فکتورونو له مخې ايران ته په نسبي ډول ډېره تمه کېږي او ايران هم بايد دې مشترکاتو او ګډو ارزښتونو ته ډېر درناوى ولري او له افغان کډوالو سره ډېر ښه چلند او سلوک وکړي .
داسې نه ده چې دا بده ورځ به تل دافغانانو په برخه وي ،دا پر هر چا راځي او هر چا ليدلي هم دي کله چې افغانان پر خپلو پښو ولاړ وو نو دايران په ګډون له هر چاسره يې مرسته کړې ده او بيا ايران خو داسې دولت دى چې ځان تر هر چا ډېر او ښه سوچه اسلامي دولت بولي، دشريعت د نفاذدعوې کوي ځان جمهوري اسلامي بولي، په وينا يې چې نه شرق ته تن ږدي او نه غرب ته نو دوى ولې له افغانو ،مسلمانو ،ګاونډيو او انقلاب او مهاجرت ځپليو کډوالو سره داسې ناوړه چلند کوي ؟ .
ولې ايران هغو کډوالو ته دومره سخته سزا ورکوي او د مرګ کومې ته يې وړاندې کوي چې ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول دايران په شمول اسلامي نړۍ يې د ميليونو ارواوو په نذرانې سره د سره ښامار له خولې ژغورلې او د ختيځ دسره ښکيلاک له منګولو يې نجات ورکړى دى .
دا ډېره دشرم او افسوس خبره ده چې د جمهوري اسلامي؟؟ واکمن له کړېدليو افغانانو سره دا ډول ناوړه چلند کوي. ايراني اخوندان افغانان په اردوګاوو کې بنديانوي، وهي اوټکوي يې پيسې او شتمني يې ترې لوټوي او بيا يې تش لاس افغانستان ته راشړي چې داسې کار ان کافر هم نه کوي .
افغان چارواکي وايي چې له ايران سره يې په وار وار تماس نيولى ،له ديپلوماتيکو لارو چارو يې ورسره دا خبره حل کړې اوايراني اخوندانو هم ډاډ ورکړى چې د ژمي ترپايه به هېڅ افغان هم په زور نه وباسي خو بياهم يواځې په وروستيو اونيو کې دټولو نورمونو او پروتوکولونو پرخلاف شاوخوا څلورسوه زره افغانان راوېستل شوي دي چې اوس بې له هر ډول سرپناه په دښتو کې واورو کې باد او باران ته پراته دي .
دا چې ايران په افغانستان کې د کډوالو دراستنېدو د موضوع له حساسيت ،دافغانانو له مجبوريتونو څخه ښه خبر دى او پردې هم خبر دى چې ان خبره د ملي شورا لخوا دوزيرانو استيضاح او سلب اعتماد ته ورسېده او بيا هم له کډوالو سره دومره بې رحمانه چلند کوي نو له دې څخه ښکاري چې ايران غواړي له افغان کډوالو سره د مذهبي، قانوني او اجتماعي چلند پر ځاى سياسي چلند وکړي او دلته يوه بله سړه جګړه پر مخ بوځي ، چې هغه دلته تر فشار لاندې دامريکا راوستل دي. ايراني اخوندان او داسلامي انقلاب دعوه داران بيا دلته دين، عقيده او دګاونډيتوب اصول ټول له سياسي او انتقامي موخو څخه ځاروي.
موږ ايرانيانوته توصيه کوو چې پرېږدئ افغانستان نور دتودو او سړو جګړو او دوزلوبې ډګر مه ګرځوئ دلته له امريکا سره خپلې جګړې پر مخ مه بيايئ . که تاسې دا فکرکوئ چې تاسو به پدې ډول امريکا وځوروئ او هغوى ته به زور وروښيئ نو دا فکر مو خام دى ځکه امريکا هم ستاسو په څېر دافغان ولس دښمن دى هغه مو هم هره ورځ په يوه او بل نوم وژني نو هېڅکله پرموږ نه خفه کېږي . نو ښه داده چې دې موضوع ته د ګاونډيتوب د اصولو او اجتماعي او مذهبي ليد څخه وګورئ او له افغانانو سره ددښمنۍ پرځاى دوستۍ ته ترجيح ورکړئ، دا به تر هغه بل فکتور ډېر ګتور وي.
همداراز له افغان چارواکيو څخه مو هم هيله داده چې په خپل هېواد کې افغانانو ته دراستنېدلو زمينه برابره کړي متل دى چې (پردى کټ تر نيمو شپو وي)، افغان کډوال به اخر هم خپل هېواد ته راځي، که په خپله خوښه رانشي نو راتګ ته به اړوېستل کېږي نوپه کارده چې په ډېر عزت او ابرو يې راستنېدو ته زمينه برابره کړل شي. نوره نو همدومره رسوايي بس ده ښه داده چې نور نه ځان وشرموئ او نه په بهر کې مېشت افغان کډوال نور ستونزو او دپرديو ګواښونو ته پرېږدي .