د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په امنيت کې مرسته که ژينوسايډ؟

محمدحسن حقيار 06.09.2008 19:08

دطالبانو له سقوط وروسته چې نړيوالې ټولنې افغانستان ته مخه وکړه او دلته يې دبيارغونې سوکالۍ ، دوران او ويجاړ هيواددسمسورولو اوپه درويشت کاله جنګ او غمځپلي هېواد کې دامن دټينګښت ژمنې اوشعارونه ورکړل نو له جنګ او جګړو څخه دستړيو ، کړېدليو اوځورېدليو افغانانو په وچو رګو کې دهيلې او خوښۍ وينه وچلېده او داسې يې وانګېرله چې نوربه نو زموږ کنډر هېواد په ډېر لږ وخت کې اباد او د هېوادوالو وږې ګېډې مړې شي.

افغان ولس داسې ګڼله اوس چې دنړۍ د لسګونوبډايوهېوادونوپام او مخه افغانستان ته راواوښته نو ښايي چې ددې باران څاڅکي زموږوچې کروندې خړوبې کړي او په ډېر کم وخت کې به مو هيواد هم دنړۍ دپرمختلليوهېوادونو په کتارکې ودرېږي او هم به دسيالانو سيال شي خو له بده مرغه چې ددې ولس داهيله هسې يو خوب او خيال وګرځېده اوداووکلونوله تېرېدووروسته ورته خپلې هېلې سراب ښکاره شوې،نه يواځې داچې هيلې يې نيمګړې شوې او لکه څنګه چې په کاروه او څومره چې دوى له بهرنيو ځواکونو اميد درلود هغسې ونشول ، بلکې بهرنيو ځواکونو ددوى ټپونه لا هم ډېر کړل ،ددې پرځاى چې ددوى امنيت ونيسي لايې هم ووېرول ، لايې هم ووژل لايې هم ډېرې مېرمنې کونډې ، ډېر کوچنيان بې پلاره او دډېرو ميندو غېږي له بچيانو تشې کړې .دلته سړي ته هماغه قرآني ايت ورپه ياد شي چې فرمايي: کله چې يې وريځ په اسمان کې خپره وليدله چې ددوى کروندواو ناوونو ته مخامخ راروانه وه نو ويې ويل چې داورېځ به پرموږ باران واوروي ، خو( داسې نه وه ) بلکې داهغه عذاب دى چې تاسو يې په غوښتلوکې بېړه کوله په دې وريځ کې يو توند او تېز باد دى چې دخپل رب په امر به هرڅه دړې وړې کړي .

نو افغانانو ته هم بهرنيان درحمت باران نه ،بلکې توپان شول چې هرڅه مادي او معنوي ارزښتونه يې ورته تباه کړل .

په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونولخوا پرملکي وګړيو ، کورونو ، ودونو ، دختم مجلسونو او نورو ټولنيزو غونډو بمبارۍ او دخلکو وژلو ،ټپي کولو ، نيولو او ځورولو نور نو دافغان ولس ترڅنګ دافغان دولت حوصله هم ختمه کړه ځکه چې اوس داپېښې ډېرې زياتې شوې او تقريبااوس په هرو څو ورځو کې يوځل له غم او دردڅخه ډک داډول خبراورېدل کېږي.

که څه هم په افغانستان کې دملګرو ملتونو اداره لکه څنګه چې ددې ادارې منشور او دنده ده ناپييلې نده او په ټوله معنى دزورواکيو او سرتمبه هېوادونو په واک کې ده او تر ډېره حده حقايق پټوي خو بيا هم دهمدې ادارې لخوا په ځينوسايټونوکې دخپروشويو راپورونو له مخې دکرزي په دوره کې تراوسه له اتوزروډېر يواځې ملکي وګړي وژل شوي دي چې په حقيقت کې داشمېره تردې هم لوړه ده.

په افغانستان کې دنړيوالوځواکونو کړنې، دخپل دښمن په نوم دکوچنيانو او مېرمنو وژني ، ړانده بمبار او ټول وژنې داجوته کړه چې دلته موخه له القاعده او ددوى په وينا له تروريزم سره جګړه نه ،بلکې ددوى موخه دلته په سيمه کې دنورو ډېرولوړواو اوږدمهالو استراتيژيوتعقيب دى اود دې استراتيژۍ دلاسته راوړلو لپاره بايد دلته ژينوسايډ يا دتوکم وژنې پروژه تطبيق کړي او له افغانانو دقربانۍ پسونه جوړ کړي ، ليدل کېږي چې بهرنيان دلته تر القاعده او هغه چاچې دوى يې خپل دښمن بولي په قصدي توګه ډېر ملکي وګړي وژني.

که داخبره نه وي نو ايا امريکايان او ناټو دکلي او سنګر توپير نشي کولى ، دوى واده ، ختم ، خيرات او دجګړې محاذ نه شي بېلولى، اشتباه خو يوځل وي دوه ځله وي ( يوه خطا دوه خطا نه چې جمله خطا)
اياداهم سهوه ده چې ددوه کلن کوچني سرته کلاشينکوفونيسي او ډزې پرې وکړي . اياددوى دومره پرمختللې تکنالوژي دوى ته دښمن او ولسي وګړي نشي بيلولى؟

ايا ددوى استخباراتي معلومات دومره کمزوري دي چې هرځل تېروځي ؟ که جاسوسان يې ناسم معلومات ورکوي نو ولې داسې يو تن چې دوى ته يې ناسم معلومات ورکړي او لسګونه تنه بې ګناه وګړي يې پرې وژلي دې ولس ته معرفي او په لاس ورنکړ؟که دوى په دې باور دي چې دومره ګڼ طالبان کليو ته راځي او کليوال ځاى ورکوي ، مرسته ورسره کوي او همدردي ورسره لري نو بيا خو ددوى دادعوه بې ځايه ده چې طالبان په ولس کې رټل شوې او منزوي ډله بولي او بايد رسماُ داومني چې رښتياهم طالبان دولس له منځه راپورته شويدي .

اوکه داسې نه ، بلکې دعوه کوي چې طالبان په ولس کې ځاى او ريښې نلري او دملت دښمنان يې بولي نوبياخو يې په ولس کې اوسېدل او پټېدل هم شونې نده نو بيا دوى ولې ددوى دشتون په پلمه کلي بمباروي او سلګونوتنه وژني .

په لسګونه ځله ليدل شوي چې بهرنيان پرکورونو وراوښتي مېرمنې او کوچنيان يې وژلي ټوله نړۍ پرې خبره شوې او تائيدکړې يې ده چې ددوى په بريدکې مېرمنې او کوچنيان وژل شوي خو دوى اعلان کړى چې په بريد کې يې ترهګر او ترورستان وژلي دي . ايا داددې په معنى نده چې دوى ټول افغان ولس ترهګراو خپل دښمن بولي او ددښمن په څېر چلندهم ورسره کوي؟

له يوې مخې اوله هرډول استثنى پرته دکوچني، لوى، نارينه او ښځينه سپين ږيري او سپين سرې وژل ژينوسايډ ياتوکم وژنه نده نو څه دي . ايا داددې څرګندوى ندى چې دلته په رښتياهم دناټو لخوادپښتنو هلوکاست روان دى.

رښتياخبر داده چې افغان حکومت هم ترډېره حده په دې تراژيديو چپ وو خو اوس يې چې وليدل ددوى داوژنې دولس له زغم څخه ووتلې اوحوصلې دانفلاق حد ته ورسېدلې او نږدې ده چې عمومي ولسي پاڅون وشي نو نسبتاً جدي او کلک غبرګون يې وښود.ځکه دولسي پاڅون په پايله کې ددوى تاج او تخت هم له ګواښ سره مخ کېږي.

موږ په دې باور يو چې که حالات همداسې روان وي اونړيوال مرستندويه ځواکونه همداسې دملکي وژنو لړۍ روانه وساتي نو عمومي ولسي پاڅون به وروستۍ چاره او دزهرو غړپ وي چې ولس به يې له ناچارۍ په سررااړوي. ځکه پوهېږي چې بهرنيان يې په تدريجي ډول په ناځوانۍ وژني نوولې سم په مېړانه مقاومت ونکړي.

افغانانو داثابته کړې اوتل يې دښکېلاکګرو په وړاندې دامېړانه ښوولې ده .په ١٣٥٧هجري لمريز کال دغويي په اومه دکمونستانو دکودتاپرضدعمومي ولسي پاڅون ،دهمدې کال دکب په ٢٤ مه دهرات د مجاهد ولس عمومي پاڅون ، اود ١٣٥٨ هجري لمريزکال دکب په دريمه دکابل ښاريانو ولسي پاڅون يې ښې بېلګې دي . داچې تراوسه هم دې ولس حوصله کړې ده لامل يې داندى چې ګوندې ددوى ايمان او يا مېړانه او شهامت کمزوى شوى ،بلکې لامل يې دادى چې دا ولس نور له جنګ اووينو تويولو ستړى شوى اونور دخپل هېواد ورانى او ويجاړول نه غواړي.دوى له بدو څخه تربدترو وېرېږي . له دوى سره داوېره ده چې که دابهرنيان نه وي نو ښايي يوځل بيا هغه زورواکي او ټوپکسالارا ن په دې ملت مسلط شي چې يوځل يې ددې ملت وينه زبېښلې او هېواد يې په کوڅه واکۍ بدل کړى وو . او که يوځل يې دصبر کاسه ډکه شوه نو بيا له هرډول شک پرته دلته ددوى شتون دلږوخت لپاره هم ناشونى دى. بهرني ځواکونه په ډېرې سپين سترګې خپلې دې ناوړې کړنې ته دوام ورکوي او په دې اړه نه دافغان دولت ، نه دافغان ولس او نه هم دبشر دحقوقو دادارو اندېښنو ته اهميت ورکوي .

دشينډنډ له دردوونکې پېښې څخه چې شاوخوايوسل او لس تنه مېرمنې کوچنيان او سپين ږيري پکې ووژل شول اوټوله نړۍ يې ولړزوله لاڅو شپې تېرې نه وې چې يوځل بيا يې په کندوزکې دواده پر وراډزې وکړې او اتو تنومېرمنواوکوچنيانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، په همدې ورځو کې يې په خوست کې زموږ دهېواد يوډېر تکړه لوبغاړى شهيدکړ ، په همدې ولايت کې يې څو تنه کوچنيان ووژل چې ايساف نور دارسوايي پټولى نشوه او بل نوم يې هم ورکولى نشونو اړ شو چې مسؤوليت يې واخلي او ددې کوچنيانووژنه خپله سهوه وبولي .

دافغان ملت داغم لاسوړ نه ووچې تېره شپه يې يوځل بيا په پلازمينه کابل کې په يوکور دشپې لخوا يرغل ورووړاو ديوې کورنۍ ٤ تنه غړي يې چې يوه پکې مېرمن ، دوه کوچنيان او يو يې نارينه وو په داسې حال په ډېرې بې رحمۍ ووژل چې خلک او همدا فاميل دسباورځې لومړنۍ روژې ته د پيشلمي په تيارولو بوخت وو. عيني شاهدان او دسيمې ټول اوسېدونکي وايي چې دا وژل شوى تن غريبکار او يوپينچرمين شخص و.


اوس چې دولت اړشو چې نسبتاً جدي او کلک غبرګون وښيي نو داغبرګون بايد يواځې دولتي او رسمي نه ، بلکې دټول ولس دزړه اواز وګڼل شي او نړيواله ټولنه ، ملګري ملتونه او دناټو ځواکونه بايد دادهر افغان دزړه له تله راوتلى غږ وبولي .

لکه څرنګه چې نړيواله ټولنه او په سر کې يې دامريکې متحده ايالات په افغانستان کې د بشپړ امنيت دټينګولو او له افغانستان سره د بيا رغونې دبهير دملاتړ په پلمه راغلي او افغان ولس هم ديوې اړتيا له مخې دادزهروغړب منلى وو نو له دې پرته بله هره کړنه به چې دافغان ولس له موافقې او مشورې پرته وي ناقانونه او له نړيوالو منل شويو تړونونو سره په مخالفت کې وي ، دوى بايد خپل همدې شعار ته وفاداره او ژمن وي ،په کلکه دې دخپل مرستندويه هويت دساتلو لپاره هڅه وکړي، دتوکم وژنې چلند او پاليسي پرېږدي داسې کارونه دې نه کوي چې ولس دښکيلاکګر،نيواکګر او ملي غليم په نوم ورپسې راپاڅېږي .

دوى بايد داهم په ياد ولري ، چې دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی ،چې افغانانودهغو مجبوريتونو له مخې چې پورته موياد کړل دبهرنيو ځواکونوپه وړاندې له نسبي تحمل څخه کارواخېست خو دوى ددې پرعکس بېګناه خلک ، ماشومان ، ښځې او بوډاګان وژني ، کلي کورونه ورانوي ، دافغانانو کلتور ، عقيدې اوملي ارزښتونو ته تاوان رسوي.

نور دې نونړيوال له ناټو،نړيوال ائتلاف او ايساف څخه په کلکه ژمنه واخلي چې داغميزې تکرارنه کړي او داسې تدابيردې جوړکړي چې پر بنسټ يې د هر راز ناوړه پېښو د تکرارجدي مخنيوی وشي. او که بياهم ناټو او امريکايان خپلې سرتمبګۍ او توکم وژنې ته دوام ورکوي نو خپله هرډول ملګرتيادې ورسره پرېږدي .

امريکايان او ناټو بايد پوه شي چې جګړې او وژنې ددستونزو دحل لار نده، له پلټنې پرته فيرونه او دملکي وګړيو وژنه ددوى دوارخطايئ اووېرې په معنى ده که دوى رښتياهم دلته نورې اوږدې موخې نلري او دلته دامنيت دټينګښت لپاره راغلي نوبايدچې همدې فکتورته کاروکړي اوددې موخې ښه عملي اوګټوره لارله هرډول استثنىاوځنډپرته له ټولووسلوالو مخالفينوسره خبروته کښېناستل دي ، دوى بايدله مخالفينوسره خپلې ټولې ستونزې دتفاهم او مذاکراتو له لارې حل کړي او په ابرومندانه توګه له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي .

ملګرو ملتونه هم دنده لري چې په افغانستان کې د ملکي وګړيو وژنه وغندي ،عاملين يې نړيوالې محکمې ته راکاږي او پر بهرنيو ځواکونو فشار راوړي ، چې ددغه ډول پېښو د تکرار مخه ونيسي . همداراز نړيوال ځواکونه بايد د پېښو جاسوسان اوعاملين چې دشخصي اغراضو لپاره ددروغو راپورونه ورکوي افغان ولس او افغان حکومت ته وښيي چې له اسلامي شريعت سره سمه سزا ورکړي .

همداراز دوى بايد دوژل شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې ديت ورکړي .پدې پېښوکې ډېر افغانان بې کوره شول ، جونګړې او دکور ټول وسايل يې ترخاورولاندې او له ځمکې سره برابر شول نونړيواله ټولنه او دولت بايد د شهيدانو ، ټپيانو او اغيزمنوله کورنيو سره مرستې وکړي ، داسې مرستې ،چې لږترلږه ددغو دردمنو کورنيو مادي بارسپک کړي .