د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دقانون پلې کول ،دټولنې هوسايي

محمدحسن حقيار 14.11.2008 12:45

په هرهېواد او هره ټولنه کې چې قوانين جوړ شوي دي دا د ټولنې دښېګڼې لپاره وي او تطبيق يې دټولنې دهوسايئ، ارامتيااونېکمرغه ژوند لامل ګرځي .
افغانستان هم دژوند دهرې برخې لپاره معقول قوانين او مقررات لري چې تطبيق يې له هر ډول شک پرته دافغان ولس دهوسايئ لامل ګرځي .
دافغانستان په محاکمو کې اسلامي شريعت حاکم دى او اسلام له هرډول شک پرته دانسانيت دهوسايئ او نېکمرغۍ ستر ضامن دى. که اسلامي شريعت تطبيق شي او پدې اړه له بې پروايئ کار وانخستل شي نو په يقين سره ويلى شوچې ټولنه به له هرډول رزايلو ، نيمګړتياوو،ناامنۍ او اضطراب څخه خلاصه او دنېکمرغه فضا، ډاډه ژوندانه او بشپړ امنيت خاونده وي .
داچې نن نړۍ په ټوله کې او افغانستان په ځانګړي ډول له امنيت او سکون بې برخې ده ستر لامل يې دادى چې موږ دقوانينوتطبيق ته شاکړې ده او په محاکمو کې مو اسلامي شريعت څنګه چې په کاردى په هغه ډول نه تطبيقېږي .
زموږ په محاکمو کې که داسلام دحکم له مخې دغله لاس او يا دلاره شکوونکي لاس او پښې غوڅې شي ، وژونکى قصاص ، زناکار يا په درو ووهل شي او يا رجم شي نو بيا څوک دجرم کولو جرئت نه کوي . داچې دطالبانو په وخت کې بشپړ امنيت وو له هغوى سره خو کومه فوق العاده قوه نه وه ، بلکې لامل يې داووچې هغوى شريعت تطبيقاوه ، مجرم ته به يې ډېر ژر دهغه له جرم سره سمه سزا ورکوله ( موخه مو دطالبانو درژيم دعدليې او مقننې تبرئه نده ) نو ټول خلک وېرېدل چې که دوى هم ګنا وکړي نو يا وژل کېږي او يا يې دبدن غړي غوڅېږي نو هيچا دګناه کولو جرئت نه کاوه . همدالامل ووچې کراره کراري او امن او امان وو .
داچې نن له دومره ډېرو (لسګونو زرو) کورنيواو بهرنيوپوځيانو سره سره بيا هم نه افغانان په امن کې دي او نه هم بهرنيان لامل يې دادى چې محاکم مو په حق او عدل فيصلې نه کوي ، امنيتي ادارې مو له مجرمينو سره اساني کوي آن ډېرې موضوعګانې پرته له دې چې محکمې او څارنوالۍ ته ورسېږي په حوزوکې په رشوت او واسطو حل کېږي .
خو له دې ټولو ستونزو او اوږده انتظار وروسته دادى يوځل بيا مو واورېدل چې حکومت ځينو سترو جنايت کارانو ، وژونکيو او دنورو په حقوقو تېري کوونکيو ته درنه سزا اورولې ده . ځينې يې په اوږده بند محکوم کړي ، ځينې يې دمحکمې له پرېکړې سره سم اعدام کړل.
همداراز ولسمشر ديوبېړني خو معقول اقدام له مخې دترانسپورت وزير چې په درغلۍ، بې کفايتۍ ، سستۍ او تنبلۍ تورن وو له دندې ګوښه او دڅېړنو لپاره څارنوالۍ ته وروپېژنده .
که څه هم داګامونه ډېر ناوخته ، ناکافي او کم دي خو بياهم افغان ولس دحکومت دا اجرائات ستايي ، ملاتړ يې کوي او داخپله دزړه ستره هيله ګڼي .
افغان ولس هيله لري چې حکومت به دقانون په تطبيق کې دهېچا پروا هم نه کوي ، لکه ولسمشر کرزي چې وويل مجرمينو ، دبې ګنا خلکو وژونکيو جنايت کارانو، پر کوچنيانو جنسي تېري کوونکيو... ته په سزا ورکولو کې به نه دبشر دحقوقو دتشو مدعيانو اندېښنو ته پام کوي نه دهغو مدني ټولنوچې له خپل دين او قانون ورته دنورو قوانين ډېر محترم او دافغانستان له امنيت ورته دپرديو خوښي ډېره مهمه ښکاري .
بشري ټولنې چې پدې سزاګانو اندېښنې ښيي ولې دې ته فکر نه کوي چې ايا هغه ٥کلنه کوچنۍ چې ددې مجرم لخوا پرې لومړى جنسي تېرى شوى ، بيا په پوره قساوت وژل شوې او په ګوښه کې ترخاورولاندې شوې بشر نه وه ، ايا هغې حقوق نه درلودل ؟. يا داچارواکى چې له دندې ګوښه شو نو پدې ولې زړه سوى وشي ايا ددې دېرش زرو حج ته تلونکيو مسلمانانو پر حال ترحم په کار ندى چې دچارواکيو په وينا، ددې وزير د ټګۍ ،بې غورۍ ، بې کفايتۍ، ستۍ او تنبلۍ له لامله يې چارې نامنظمې او له مالي او ځاني زيان سره مخ شول .
ښايي ولسمشر ددې لپاره هم دده په اړه ژر غبرګون وښود چې دحج دمراسمو دتېروکلونو ترخې تجربې او ترخې خاطرې لا هم زموږد سترګو پر وړاندې دي .
حکومت که مجرمينواو بې کفايتو چارواکيو ته سزا ورکوي نو دادستايلو وړکار دى ، په دې کار هم ددولت حاکميت او هم دقانون واکمني مشروعيت مومي، هم ددولت او ولس ترمنځ موجود واټن له منځه ځي او هم خداى ج او هم دهغه رسول ص خوشحالېږي .
خوهم جنايي مجرمينو ته دسزا په ورکولو او هم ددولتي بې کفايتو چارواکيو په ګواښنه او ترټنه کې دايوه اندېښنه شته چې داسې ونشي چې خداى ج مکړه حکومت خپلو سياسي مخالفينوته دجنايي مجرمينو په پرده کې سزا ورکړي .
اويا پرځينو چارواکيو قانون تطبيق او پرځينو يې تطبيق نکړي.
په موجوده اداره کې لسګونه او ان سلګونه داسې ځواکمنې څټې شته چې ډېره درغلي يې کړې ، له حکومتي څوکيو يې شخصي ، اوګوندي ناوړه ګټې اخستې دي ، قانون يې ترپښو لاندې کړى ، دملت بوديجه او وخت يې ضايع کړى نو دانصاف غوښتنه داده چې قانون پر ټولو پلى شي او ديوبام او دوه هوا کار ونشي .
الله ج دې وکړي چې ولسمشر په دې اړه مخلص وي او له دې کارڅخه يې موخه ټاکنيز کمپاين نه وي اونه يې په ټاکنو کې دبري لپاره داتکتيک کارولى وي .
زموږ هيله داده چې له سياسي مخالفينو سره دې هغه ډول چلند وشي چې اسلامي شريعت يې امر کوي او له جنايي مجرمينو سره دې هم هغه ډول چلند وشي چې اسلامي قانون يې غوښتنه کوي او يو دبل په ټېل کې دې نه تېرېږي .
همداراز ټول ملت له حکومتي چارواکيو سره داحتساب اوهغوى ته دمجازاتو اومکافاتو پلوى دى خو پدې اړه هېڅ ډول استثنى نه مني داکار بايد پر ټولو عملي شي .
پدې ډول دولت کولى شي چې خپل بايللى حيثيت لږڅه پيوند کړي .