د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولچک او زولانه بنديان اود څلور ګونو قواوو بريد

محمدحسن حقيار 16.12.2008 21:42
دنړۍ په تقريباً ډېرو هېوادونو کې سياسي مخالفتونه او سياسي مخالفين وي ، داسې کوم هېواد به کم وموندل شي چې هلته دې ټول وګړي په سلو کې سل دحاکم نظام هراړخيز ملاتړ وکړي ، سل په سلوکې دې دحاکم جريان هره پرېکړه په پټو سترګو ومني .
هرنظام سياسي مخالفين او اپوزيسيون لري ، په هر جمهوري هېواد کې چې څو څو ګوندونه جوړ شوي دي داددې څرګندوى دى چې داګوند دحاکم نظام په اجرائاتو ډاډه نه دى او مخالفت ورسره لري خو په پرمختلليو هېوادونو کې خوپرېږده آن زموږ په ګاونډيو هېوادونو کې هم لومړى خو حکومت دسياسي مخالفت په تور څوک نه بنديانوي او که بندي يې هم کړي نو له ځينو ځانګړيو داسې حقوقو اوامتيازاتو څخه برخمن وي چې جنايي مجرمين ترې برخمن نه وي . هلته سياسي بندي ته دنورو په انډول دقدر په سترګه کتل کېږي ، درناو ى يې کېږي خو له بده مرغه چې په افغانستان کې داسې نده ، دلته سياسي مخالفت په هېڅ ډول نه زغمل کېږي ، دلته له سياسي مخالفينوسره ډېر ناوړه او له بشري کرامته لرې چلند کېږي . هاغسې ناوړه چلند چې د لسګونو تنو له وژونکي سره هم نه کېږي .
دلته له سياسي مخالفينو زندانونه ډکېږي او بيا له هر ډول منصفانه محاکمې پرته په ډله ييزه توګه وژل کېږي . داکار پخوا هم شوى وو خو دکمونستانو له کودتا وروسته دې بې رحمه وژنو ډېر زور وموند دوى خپل لسګونه زره سياسي مخالفين دکابل په پوليګون ، نورو سيمو او په ډېرو ولاياتو کې ژوندي ترخاورولاتدې کړل. وروسته دتش په نوم مجاهدينو په کوڅه واکي حکومت او تنظيمي جګړو کې هم داکار ترسره شو ،سکتارستي ائتلاف په نورو قومونو ، سيمو او مذهبونو پورې اړوند کسان په ډېرې بې رحمۍ ووژل دافغانستان په شمال کې هم ددوستم ، مالک، محقق او ...د لنډه غرو لخوا زرګونه بنديان له محاکمې پرته ووژل شول او دادى ددموکراسۍ !!! په دور کې هم داډول وژنې ترسره کېږي .
که څه هم په افغانستان کې له بنديانو سره ناوړه چلند کومه نوې خبر نده خو داچې ددموکراسي او جمهوريت په فضا !!!کې هم ترسره کېږي ډېر دردوونکى دى .
اوس خو په افغانستان کې دبشر دحقوقو دعوې کېږي ، دجمهوريت او ازادۍ چيغې زمزمه کېږي، دپراخ بنسټه حکومت نارې وهل کېږي نو اوس ولې داډول کارونه وشي؟.
دڅرخې پله په زندان کې چې دليندۍ په ١٤مه دعدليې وزارت دزندانونو درياست اودملي دفاع ،کورنيو چارو اودملي امنيت لخوا په ګډه عمليات پيل شول داناځوانمردانه او دغندلو وړ کار دى ځکه چې په تش لاسو او ولچک او زولانه بنديانو داډول بريدپه هېڅ ډول دتوجيه وړ ندى . په دې عملياتو کې که دوسلوالو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په وينا ٥٧تنه طالبان وژل شوي او د٣٠٠ په شاوخواکې ټپيان شوي وي او که د عدليې وزيرسروردانش په وينا اته تنه وژل شوي او ددرې تنو پوليسو په ګډون ١٥تنه بنديان ټپيان شوي وي يو يې هم دزغم وړ نه ، بلکې دژړا او خفګان ځاى او دکرکې وړ کار دى .
پربنديانو بريد هېڅ ډول قانوني رنګ نلري ، که فرض کړو چې دې بنديانودچارواکيو په وينا، په رښتياهم هلته دوسلو جوړولو کارخانه جوړه کړې وه ،دوهم چرنوبيل يې په څرخي پله زندان کې جوړکړى او له چپرکټونو او اب ګرميو څخه يې جارحه وسله جوړه کړې وه او يايې پايوازانو ورته راوړې وه او او دزندان امنيت يې له ګواښ سره مخ کړى وو( که څه هم داخبره ښايي عقل په اسانۍ ونه مني) بياهم له دوى څخه دوسلو دراټولولو لار دا نه ده چې دومره کلک عمليات دې پرې وشي ، دزندان له چارواکيو سره د ګازواوګرمواوبو دشيندلو، نورو مسموونکيوتوکيو دکارولو لارې چارې هم وي چې په اسانه يې داکسان بې وسلې کولى شول .
زندان ته دبنديانو تلونکي پايوازان خو څو ځايه ډېر کلک ان کمپيوټري تالاشي کېږي ، هلته تڼۍ هم تالاشي کېږي ، له چاسره قلم، مسواک او ان ساعت هم نه پرېښودل کېږي نو بيا يې کلاشينکوف او توپونه څنګه ور ورسول ، او که وو نو ولې يې ان کوم پوليس پرې کم ترکمه ټپي هم نکړ، دوى څنګه جارحه او آن ناريه وسله زندان ته ورسوله ؟. که دارښتيا وي نو هرومرو ورسره دزندان دچارواکيو لاس دى همدوى رشوت اخلي ، نوبيا دوى ولې سزا نه ويني .
او ايا دا ولچک او زولانه بنديان او ددوى له اب ګرميو جوړ چاقوګان دومره خطرناک ووچې دولت يې دمهارولو لپاره له څلورګونو قواوو څخه مرسته وغوښته.
داچې دولتي چارواکي دعوه کوي چې بنديانوپنځه تنه پوليس يرغمل کړي وو نوآيا داهم عقل مني چې تش لاسي اولاس تړلي بنديان دې پنځه تنه وسلوال پوليس يرغمل کړي او ايا حکومت په لوى لاس بندي طالبان زمريان او پوليس ... نه معرفي کوي ؟
داچې پر بنديانو دبريد لپاره دزندان ساتونکي، دکورنيو چارو وزارت، دملي دفاع وزارت، او د ملي امنيت رياست خپل ځواکونه يو ځاى کوي داپخپله ددې څرګندويه ده چې له دې بريد څخه موخه بل څه وه . ښايي دا دکرزي په حکومت کې لومړى ځل وي چې حکومت ددومره درنو عملياتو لپاره تابيا نيسي او ښايي داډول درنه دڅلورګونو قواووتابيا يې دجګړې پر محاذ دګوربت ،څټک ، څوسري ښاماراو ... په نوم عملياتوکې د جنګېدونکيو وسلوالوطالبانو او القاعده پرضد هم نه وي نيولي .
که څه هم دبشري حقونودخپلواک کمسيون کميشنر اووياند ډاکټر محمد نادرنادري ويلي دي چې دوى ددې عملياتو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې اود پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي خوښکاري چې ددوى د پلټنو پايلې هم ګټورې نه وي او څه کوچ ترې راونه وځي ځکه چې يوخوحکومت له دوى سره نه يواځې داچې پدې اړه مرسته نه کوي ، بلکې لا يې مخه نيسي لکه پخپله نادري چې ويلي دالومړنۍ پېښه ده چې حکومت دبشري حقونو دخپلواک کمسيون ناظرينوته دنظارت اجازه نه ده ورکړې شوې بل داچې دبشر دحقوقو ادارې چې دکوم بشر لپاره حقوق غواړي نودڅرخي پله زندانيان په هغه کټګورۍکې نه راځي نو ښايي چې دوى هم ورپسې ډېر سر ونه ګرځوي .
له څرخي پله زندان څخه تراوسه څو ځلې د اخ و ډب اود بنديانو د تېښتې او وژنې خبرونه خپاره شوي دي .
له هرې شخړې وروسته امنيتي چارواکي ژمنه کوي،چې په راتلونکي کې به داسې پېښې نه تکرارېږي، خو لا دغه لړۍ روانه ده .
نښې نښانې داڅرګندوي چې په دولت کې ځينې دامنيت ا ودولت ضد کړيو او دافغانستان هغو تاريخي دښمنانو چې په دې هېواد کې تل جګړې او ويني تويول غواړي دې يرغل ته زمينه برابره کړې ده ، ځکه چې اوس له طالبانو او ددولت له نورو مخالفينو سره ددولت دجوړجاړي او سولې خبرې کېدې نو دوى داکار وکړ چې دطالبانو غوسه راوپاروي او داپروسه سپوتاژ کړي .
دوى دخپلو شومو موخو لپاره دولتي امکانات وکارول او ښاغلى ناخبره کرزى يې هم تېروېست .
ددولت په يونيفورم کې ددولت ضد کړيو ډېر هغه کسان ووژل چې په ښکاره يې دبېلابېلو دلايلو له مخې نشول عدامولى، دوى په حقيقت کې دکاموفلاژ( ستر او اخفا) تکتيک وکاراوه .
ددې لپاره چې دبيا لپاره ددا ډول پېښواو دې پلمو مخه ونيول شي په کار ده چې دملګرو ملتونو ، دنړيوالو مدني ټولنو او دبشر دحقوقو دنړيوالې ټولنې بې پرې پلاوى دا پېښه وڅېړي او ګرم لورى محاکمې ته راکاږي . البته که داموضوع جدي ونه نيول شي نوښايي دمخالفينو دځپلو لپاره د ترټولو اسانه لارې په توګه هروخت وکارول شي .اوښايي چې مخالفين هم وقهرېږي او غوسه به په اردواوپوليسو کې په بې واسطو او بې پيسو ځوانانو سړه کړي .