د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما او ورپورې تړلې هيلې

محمدحسن حقيار 05.12.2008 22:09
په نړۍ کې دډېرو جګړو مهم عوامل دنورو پر حقوقو تېرى ، په خپل حق قناعت نه کول ځان غوښتنه نوروته په سپکه کتل او زورښوونه ده .
دټولنې ټول وګړي دا ډول عادت نلري او نه يې خوښوي خو په هره ټولنه کې ځينې سرزوري خلک شته او کله چې داسرزوري واک ته ورسېږي نوبيا هم خپلې ټولنې او هم نورو ټولنو ته دډول ډول ستونزو لامل ګرځي او دنړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کوي .
دامريکا ولسمشر جورج بوش هم ظاهراُد همدې ډلې له خلکوښکاري ځکه هغه نړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده . بوش چې افغانستان ته په کومه پلمه پوځيان راوستي دي نو داپلمه ددې لښکر بيونې لپاره هېڅ موجه نه ده .
ځکه پر امريکا چې چا بريد کړى دى نويو يې هم افغان ندى خو سزا يې افغان ولس ته چې له امريکاسره يې هېڅ ستونزه نه درلوده ورکول کېږي .خو هوښيار ولسونه بيا په هرلاره چې ممکنه وي دداډول چارواکيومخه نيسي .لکه امريکايي ملت چې پخپله سوله غوښتونکى ولس دى نور بوش او دهغه ملګرو ته وخت ورنکړ چې په نړۍ کې جنګي سياست پر مخ بوزي او پر ځاى بارک اوباماته چې دبوش سياسي مخالف او دهغه بر عکس له نوښت ډک پلانونه يې اعلان کړي رايه ورکړه .
له شک پرته د افغانستان دروانې دېرش كلنې تراژيدۍ مهمه انګيزه هم دبهرنيو او هم دکورنيو ځواکونولخوا په وسلو ، پيسو تکنالوژۍ او زور او ځواک تکيه ، په واك انحصار، په خپلو حقوقو نه قناعت او له سياسي او ټولنيز ډګر څخه د نورو وېستل دي.
دا زيان رسوونكى دود او خام فکر په حقيقت كې د ټولو بدمرغيو مور ده. له ځان غوښتنې دې ډک سوچ افغانستان كنډواله او د نړۍ په موزيم بدل كړ.
دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو په پيل کې کلک باور درلود چې دزور او وسلو له لارې به په افغانستان کې وسلوال مقاومت وپرځوي او دوى به په هسکه غاړه خپلو راتلونکيو پلانونوته دعمل جامه واغوندي ،همدا لامل وو چې بهرنيانو او په ځانګړي ډول متحده ايالاتو به دهغه چا په خولې پورې خندلې چې له مخالفينو سره ددوى ددلاساينې او پخلاينې خبرې به يې هم کولې خو نن چې له افغانستان څخه دبې ګنا خلکو په زرګونوجنازې ووتې ،د زرګونه بهرنيوپوځونو تابوتونه له افغانستان نه وو تل او افغان پوځيان او همدومره طالبان ووژل شول نو دکاناډا ، برتانيې ، فرانسې او ان دمتحده ايالاتو لوړپوړي چارواکي له مخالفينو سره دخبرو چيغې وهي .
رښتيا خبره داده چې هيڅ هيواد او هيڅ كورنۍ نه غواړي چې اتباع او بچيان يې په افغانستان كې قرباني شي، او يا دې د جګړې د دومره درنولګښتونو پېټى پر اوږه كړي.
په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه او افغان حكومت هم كمزوري شوي، په سيمه ييزه او نړيواله كچه خپل اعتبار ، حيثيت او دوستان له لاسه وركوي .
حالات څرګندوي چې په افغانستان كې د جګړو اوږدوالى دمخالفينو په پرتله پخپله امريكا، ناټو او افغان دولت ته ډېر زيان رسوي.
اوس چې په افغانستان کې دبهرنيانو پر مټ راغلي حکومت ، ناټو ،ائتلاف اودمتحده يالاتو ځواکونو دخپلو ټولو هڅو ، کوښښونو او زور ازمويولو وروسته هم مخالفينو ته ماتې ورنکړل شوه ، نه يواځې داچې مخالفين يې مات نکړل ، بلکې لا هم پياوړي شول او دبهرنيو ځواکونو او افغان دولت دماتې نښې راښکاره شوې دي نو بايد چې نور د وچ زور منطق ونه کارول شي ،په پاليسيو کې لکه څنګه چې اوباما ژمنه کړې ده معقول بدلون راوستل او دمذاکراتو ، جوړجاړي او تفاهم لار ونيول شي .
داچې اوس په امريکا کې واک بدل شو ، څرګندوي چې امريکايان جنګ او جګړې نه غواړي ، دوى ددې پلوي ندي چې ددوى بچيان دې بې ځايه ووژل شي ، ددوى ميلياردونه ډالره بوديجه دې اوبه يوسي او په نړۍ کې دې ددوى پرضد کرکه او نفرت ډېر شي ، دوى دبوش جنګي اود زورکارولو سياست تاييد نه کړ او اوباماته يې چې دبدلون شعارونه يې ورکول رايه ورکړه .
موږ پرښاغلي اوباما او دهغه پر حکومت غږ کوو چې په افغانستان کې دې پر جنګي ستراتيژيواو انحصاري سياستونو فکر نه کوي، په دې غمځپلي هيواد كې دې د سولې د تامين او اعادې لپاره له ټولو مخالفو اړخونو سره تفاهم او خبرو ته كېني او ټولې ستونزې دې دخبرو له لارې هوارې کړي
په افغانستان کې دمخالفينو له وجود او زور څخه سترګې پټول له حقايقو څخه انکار او دجګړې اور ته لمن وهل دي . اوباما پر دې مطمئن دى او پر دې يې اعتراف کړى چې دکرزي پر مشرۍ روان حکومت ناکام او بې کفايته دى نواوباما دې له افغان ولس سره دداسې حکومت په جوړولوکې مرسته وکړي چې دمخالفينو په شمول ټول افغانان پکې ګډ وي .
لکه څنګه چې اوباما دنوښت شعارونه ورکړي دي ، بايد خلکوته خپل معقول نوښت وروښيي.
كه اوباما او نړيوال ځواکونه همدې ضد ته دوام وركړي، او مخالفين ونه زغمي نو له هر ډول شك پرته بايد وويل شي چې دددوى اوددوى له ملاتړه دبرخمن دولت پر ضد به نورې جبهې هم پرانيستل شي، پوځي هڅې به لاهم پراخې شي، نور به هم مخالفتونه توند او ډېر شي. ځكه چې مخالفين له جګړې پرته بله لار نه لري.
امريکا او د كابل اداره په نړيواله کچه ډېرنور ځواکمن مخالفين هم لري هغوى هم له دې وخت څخه ګټه اخلي ، دوى ته اوبه خړوي همدا مخالفين را پاڅوي، سمبالوي او اكمالوي يې او د دولت ا وامريکايانوپر ضد يې جنګ ته هڅوي.
دمتحده ايالاتو له سيالانو( روسيې، چين ايران او...)پرته په سيمه کې ډېر مذهبي ګوندونه او د سيمې او نړۍ مذهبي بنسټپالان او سياستمداران هم له مخالفينوسره ددې لپاره مرسته كوي چې امريکايان په ګونډو کړي .
امريكا او نړيواله ټولنه بايد په پوره هوښيارتيا د جګړې د پراختيا مخه ونيسي، بايد پخپله دا زمينه برابره نه كړي چې پخواني او اوسني نړيوال دښمنان يې په افغانستان کې ورته مخالفين ځواكمن او په وسلو او پيسو سمبال كړي، امريكا بايد دا هېره نه كړي چې افغان مجاهدينو د امريكا د وسلو، ډالرو او د امريكا په سياسي او پوځي هر اړ خيزه ملاتړ روسانو ته تاريخي ماتې وركړه او اوس روسان د غچ اخيستلو لپاره ورته په كمين كې ناست دي
روسيه بيا را ژوندۍ شوې ، د پراختيا غوښتنې حرص يې راپارېدلى ، د ختيځ او لوېديځ تر منځ سړه جګړه بيا پيل شوې ، روسان يو ځل بيا لوېديځ ته په ګواښ بدل شوي دي ، تصميمونه او پرېکړې يې هم په سيمه ييزه كچه او هم په نړيواله كچه ويتو كوي.
امريکا په افغانستان اودې سيمه کې دخپلو ګټو دساتلو په فکر کې ده اوغواړي چې دلته خپلې اوږدې موخې اواستراتيژۍ پلې کړي خو دېته يې پام ندى چې روسانو تردوى اوږده پړي غځولي او ددوى تر ستوني رسېدلي دي .
که امريکا ځان په افغانستان او عراق کې نه واى بوخت کړى او دسريخو پدې ډنډ کې نه واى پرېوتى نو ښايي نن به د روسانو لاس جنوبي امريکا، کولمبيا او وينزويلا ته نه رسېده .
امريکا جګړې کوي او چين ټوله نړۍ په خپله اقتصادي امپراطورۍ کې راوسته ، ايران به سبا په داسې توندلاري ځواکمن اتومي هېواد بدله شي چې امريکا به ورته پورته هم کتلى و نشي .
اوس داداوباما او دديموکراتانو دنده ده چې هم امريکايان او هم افغانان له دې وژونکيو ستونزو وژغوري .
سوله يواځې د كمزوري اړتيا نه ده، د دې هيواد ، ددې هيواد د هر بچې او ترهرچاډېر دبهرنيانوپوځونواړتيا ده، په سوله كې هم د طالب ، هم د مجاهد، هم د كرزي او هم د ناټو ګټه ده. ( وينه په وينه نه مينځل كيږي) د وينې د مينځلو لپاره اوبو ته اړتيا ده .
نو كه نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه ښاغلى اوباما غواړي چې د خوښې دولت يې دوام وكړي ،پوځونه يې له ماتې سره مخ نشي ،له افغانانو سره يې دوستانه اړيکې خوندي وي نو ښه او اسانه لار يې دسولې لار نيول دي.
نړيوال او متحده ايالات او په سر کې يې نوى ولسمشر بارک اوباما بايد له درايت او ژور فکر څخه كار واخلي دوى دې په لوى لاس دا زمينه نه برابر وي چې افغانان ترې زړه توري او ددوى ددښمنانوغېږې ته پناه يوسي.
دوى بايد پردې پوه شي چې كه له خپلو مخالفينو سره تفاهم و نه كړي او د جګړې ټغر را ټول نه كړي نو په سخت جال او كلك دام كې به ونښلي.
په افغانستان کې جګړې ته پاى ورکول به هم دافغانانو ، هم دامريکايانواو دنړيوالو لپاره داوباما ترټولو غوره ډالئ وي . او هيله ده چې اوباما به ټولو ولسونو ته داډالۍ ورکړي