د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر داسلامي امت دټولنيزې خوښۍ ورځې ؟

محمدحسن حقيار 24.11.2009 18:01

دادى دنړۍمسلمانان د۱۳۸۸ هجري لمريزكال دلوى اختر دلمانځلو په درشل كي دي . افغان مسلمان ولس هم داسلامي نړۍ دسترې كتلې ديوې برخې په توګه دنېكمرغه لوى اختر له ورځوسره مخ كېږي او حق لري چې دا ورځې په خوښيو ولمانځي .دايواځې افغانان او په ټوله كې مسلمانان ندي چې داختراو دخوښيوځانګړې ورځې لري بلكې ، هر قوم ، هر ملت ، هردين او مذهب ځانته دديني او ملي خوښيو ځانګړې ورځې لري.
خوافغان ولس پداسې حال كې له دې ورځوسره مخ كېږي چې تربل هروخت يې ژوندډېر نامطمئنه ،هېواد يې ډېرناامنه ، اقتصاديې ډېركمزورى ، هيواد يې دپرديو لخوا له ګواښ سره ډېر مخ او ديوې شېبې مطمئن ژوند هيله هم نلري . هره شېبه ورسره وېره وي چې اوس به يا دبي دوه پنځوس دبمبار او يادكوم بهرني دټوپك ښكارګرځي او يابه دكوم سرتېري بريد په پايله كې هغې دنيا ته كډه كوي .
ددې ټولو اندېـښنو او پرځاى تشويشونوسره سره بيا هم داخترپه خوښيوكې ګډون كول دالله امر دى او مسلمانان بايدپخپل دې مذهبي جشن كې ونډه واخلي .اختركوم شخصي رسم او يا دكومې ځانګړې قبيلې دود ندى بلكې دټول اسلامي امت ګډاسلامي كلتور اوګډديني او بين الاسلامي جشن دى نوځكه ټولو مسلمانانو ته پكاردي چې دادخوښۍورځې په ګډه ولمانځي او له خوږويې خوند واخلي .
لوى اختر هم دهغو ورځو په ډله کې دى چې اسلام پکې مسلمانانو ته په ستر ازمېښت كې دبريا په بدل كې دشكرانې په توګه په خوښ اوسېدلو او ددې ورځې په نمانځلو امر کړى دى .
څرنګه چې دالله جل جلاله په هرکار کې حکمت وي نو داختر په خوښۍ کې هم دالله جل جلاله ډېر حکمتونه او ډېر برکتونه نغښتي دي ، مثلاً شتمن او په نس ماړه مسلمانان بايد له نېستمنو او بېوزلو سره مرسته وکړي، بې وسه او نيستمن ګاونډيان يې په يادشي، له هغو سره په مرستې کولو هغوى هم په دې خوښۍکې ورګډ کړي .
داختر غوښتنه داده چې بايد دژوند له ستړ و څو شېبو څخه راحت، نشاطت او روحي او جسمي تفريح ته مخ وکړو ، څوشېبې ددنيا غمونو ته شا او ددنيا له مشروعو خوښيو خوند واخلو.
خو بايد پام مو وي چې په اختر کې نيستمن او اړ خلک هېر نکړو ، له هغوى سره مرسته زموږ ديني او اخلاقي فريضه ده دسرسايې دوجوب او دقربانۍ حکمت دادى چې چې بايد نيستمنو ته دازمينه برابره شي چې داختر په خوښيو کې ګډون وکړي ، اسلام وايي چې ددې خوښيو له مزيتونو څخه بايد ټول برخمن شي ، ټول خلک که هغه نيستمن دي ، که شتمن دهرقوم او هرې سيمې چې وي بايد په دې خوښيو کې ګډون وکړي اواسلامي ټولنه دې ورته دګډون زمينه برابره کړي . نوراځئ چې په دې خوښيوکې نادارو او نېستمنو ته هم دګډون زمينه برابره او په دې ډول دالله ج رضا ترلاسه کړو.
ښه مسلمان هغه دى چې دالله جل جلاله درضالپاره له خپل سر ، اولاد او شتمنۍ هر څه څخه تېر شي .
همداراز داختر بله فلسفه او غوښتنه داده چې مسلمانان بايد ددې ورځو په خاطر له خپلو نورو مسلمانانو وروڼو سره ددښمنۍ، حسد او کينې په اور ددوستۍ او ورورۍ اوبه وشيندي.
زړې ترخې خاطرې هېرې کړي او له سره د ورورۍ په فضا کې نوى خوږ ژوندپيل کړي.
د اخترپه لومړۍ ورځ دلمانځه داداکولو مهمه موخه داده چې مسلمانان ديوبل له ستونزو ، حال احوال ،دردونو ،خوښيو څخه خبرشي ، وروري اويووالى وښيي .نړيوالو ته خپل وګړنيز قوت او بين الاسلامي وحدت څرګندکړي . درمضان په مياشت كې خلك پوره يوه مياشت دالله درضالپاره ټوله ورځ نه څه خوري ، نه څه څښي او نه خپل جنسي غرائزخړوبوي . او په لوى اختر كې هم قربانۍكوي دخپل ستر نيكه او دانبياوو د سالار حضرت ابراهيم ع لاره ژوندۍ كوي نوپه اخترونو كې بايد خوښي او خوشحالي وكړي ،دالله هغه نعمتونه چې لاسته ورتلل يې ورته اسانه وي بايدوخوري او په خوښيو كې ګډون وكړي .
نو راځئ چې موږ او تاسو هم داختر له غوښتنو سره سم له نيستمنو او بېوزلو سره مرسته وکړو، دلوېدلي لاس ونيسو، هغوى ته هم ترخپله وسه داختر په خوښيو کې دګډون زمينه برابره کړو .
راځئ چې ددې مبارکو ورځو په خاطر له هر ډول دښمنۍ څخه لاس واخلو هغه که شخصي او کورنۍ دښمنۍ دي اوکه سياسي مخالفتونه.
راځئ چې نور دخپلو ورونو وينې تويې نکړو، راځئ چې نورې دځوانانو جنازې ونه باسو، راځئ چې نور دادردېدلې او رنځېدلې مېرمنې کونډې ، بورې او بې وروره نکړو .
راځئ چې نور دنورو په لمسون او دنورو دخوښۍ لپاره له خپلو معصومو کوچنيانو دهغوى دپلرونو له عاطفې او مينې ډک سيوري وانخلو.
زموږ په اند جنګ او جګړې دروانې جګړې دحل لار نه ده او دقضيې او جګړې دواړه اړخونه بايد دزور او ټوپک له لارې دبلې خوا دحذف کولو او له منځه وړلو هڅه ونه کړي
داختر ورځې دخوښۍ ، پخلاينې ا وورورۍ ورځې دي نو دجګړې دواړه خواوې بايد دهمدې ورځو په خاطر له جګړو او دمسلمان ورورله وژنو او دخپل هېواد له کنډر کولو څخه خلاص واخلي.
نور دې دپرديو دخوښولولپاره دخپل ورور وينې نه تويوي، نور دې دواړه خواوې داسې زمينې نه برابروي چې په نتيجه کې يې زموږ ويجاړ وطن نور هم وران شي، دوينو د تويولوپر ځاى دې له خپلې ستونزې دتفاهم او مذاکراتو له لارې حل کړي ،دجګړې عوامل او پلمې دې له منځه يوسي .
زموږ په فکر صبر، زغم او تفاهم دروانې جګړې دحل ښه لاره ده او موږ هم بايد همدا وسله وکاروواو که له دې وروسته څوک يواځې په جګړې او وينو تويولو اصرار کوي نو په دې دې پوه شي چې افغان مسلمان ملت به يې هېڅکله هم معاف نه کړي او تاريخ ته به هم سپين مخ ونه لري .
له دولت څخه هم زموږ غوښتنه داده څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې بايد ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدلو او خپل ولس ته دخدمت کولو زمينه برابره کړي .
دولت بايدپه پرديو هېوادوکې مېشتو مهاجرينو ته خپل هېواد ته دراستنېدو زمينه برابره او اوزګارو خلکو ته چې دکورنۍ او بچيانو نفقه ورپه غاړه ده کار او روزګار ومومي .
داحقيقت دى چې ښوونه او روزنه ددنيا او اخرت د برياليتوب لپاره ډېره مهمه ده او له زده کړې پرته هوسا ژوند ناشونى ندى خو زموږ ډېر کوچنيان تراوسه هم له زده کړې ،ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي نو دادحکومت دنده ده چې دهېواد ټولونارينه او ښځينه کوچنيانو ته دښوونې او روزنې مناسب شرايط برابر کړي .
په پاى کې خپلو ټولوهېوادوالو ته دنېکمرغه لوى اختر مبارکي وايم . هوسا، ارام ، او په خپل کوراو وطن کې خوښ ژوند ورته غواړم.