د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داقليم پر ککړتيا دسياسي ککړتيا اغيز

محمدحسن حقيار 11.03.2009 01:26
په دې وروستيو کې د کابل په شمول د هېواد په ډېرو لويو ښارونو کې د هوا د ککړتيا ګراف ډېر لوړ ختلی دی. اړوند مسؤول چارواکي وايي چې همدا اوس د کابل ښار هوا د ګاونډيو هيوادونو د لويو ښارونو په پرتله درې برابره ککړه ده يا په بله وينا همدا اوس د کابل د هوا د کثافت کچه د ګاونډيو هيوادونو په نسبت درې برابره ده.
د هوا د کثافت د کچې لوړېدل يا د اقليم ککړتيا کومه ساده خبرنده ځکه چې له دې موضوع سره ډېرې ناروغۍ او ډېرې بد مرغۍ تړلې دي. همدا اوس اکثره هېوادوال په لسګونو هغو ناروغيو اخته دي چې د اقليم د ککړتيا له کبله راپيدا کېږی. د اقليم ککړتيا يوې ټولنې ته هر اړخيز زيانونه لري چې ډېر د ياد وړ يې روغتيايي او اقتصادي دي. ځکه چې ککړه هوا لکه وړاندې مو چې وويل د لسګونو ناروغيو د راپيدا کېدو لامل ګرځي او لسګونه ناروغۍ د تداوۍ لپاره ډېرو پيسو او امکاناتو ته اړتيا لري.
د هوا او اقليم د اړوندو چارواکيو د معلوماتو له مخې ،د کابل په هوا کې کله کله د اکسجن سلنه ۱۶ ته راټيټه شي چې دا له شکه پرته وېروونکی او ټکان ورکوونکی خبر دی ځکه د ډاکټرانو او د اقليم پوهانو په وينا، که دا سلنه لږه نوره هم راښکته شي نو بيا يو انساني بحران رامنځنه کېږی. اقليم پوهان وايي چې په فضا کې د اکسجن ۱۶ سلنه هغه د انساني زغم وروستۍ کچه ده او که دا سلنه لږه نوره هم راښکته او ۱۴ ته ورسېږي نو بيا دولت اړ دی چې اضطراري حالت اعلان کړي ځکه په هوا کې موجود اکسجن د تنفس لپاره نه مناسب دی او نه هم کافي. بيا نو هر څوک اړ دی چې له مصنوعي اکسجن څخه د ژوند د بقا لپاره ګټه واخلي. هغه کار چې د افغانانو لپاره ناشونی دی ځکه همدا اوس په کابل ښار کې شاوخوا پنځه ميليونه انسانان اوسېږې نو دا پنځه ميليونه انسانان به مصنوعي اکسجن له کومه کوي؟
څنګه به يې ګرځوي؟ دا به نو بيا هغه خندوونکی او دردوونکی حالت وي چې په نړۍ کې يې ساری نه دی ليدل شوی، هر کوچنی او لوی، نارينه او ښځينه به هم په کوراو هم له کوره بهر د اکسجن ډبه په پوزې پورې ځوړند ګرځي.
خو مخکې له دې چې افغانان له دې کړکيچ او غميزی سره مخ شي بايد په کلکه او عاجله توګه يې مخه ونيول شي. لومړی بايد دولت هغه عوامل له منځه يوسي چې هوا ککړوي، د بېلګی په توګه د ترافيکو په وينا ،د کابل په کوچني ښارکې شاوخوا يو ميليون نقليه وسايط ګرځي چې ټول يې ککړ تېل کاروي او ماشينونه (انجنونه) هم په استندرد برابر ندي همد راز د برېښنا د کمي د پوره کولو لپاره په لسګونه زره جنراتورونه کارول کېږي چې هغه هم د نقليه وسايطو په څېر ککړ تېل کاروي او ماشينونه يې هم هماغسې خراب وي له دې څخه توليدېدونکی دود د هوا په ککړتيا کې رول لوبوي. همدا راز په کابل ښار کې ځينې فابريکې، د خښتو بټۍ، نانوايان او هوټلونه هم دود توليدوي، د ښار اکثره واټونه خام دي د ترافيکو د هجوم پر وخت ترې خاورې او دوړې بادېږي، د ښار ډېر کورونه له نقشې او پلان سره سم ندي او دکاناليزاسيون سستم خو مو له بيخه وران دی نو دولت بايد دا ستونزې حل کړي.
د کابل ښار د ککړتيا اوسنۍ کچه ( ۱۶ سلنه اکسجن ) يو وېروونکی حالت دی دا حالت بېړنی ګام غواړي حکومت بايد په دې اړه بېړني ګامونه واخلي، حکومت دې لومړی عاجل ګام واخلي چې د هوا د کثافت ګراف نور لوړ لاړ نشی او دا ګراف دې کنترول کړي. بيا دې هڅه وکړي چې دا ګراف نورهم را ټيټ کړي . حکومت بايد ددې کار لپاره کاري ډله وګوماري که څه هم دولت وايي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ اوس هم يوه ډله مؤظفه ده خو ښکاري چې دا ډله ددې تراژيدۍ د مخنيوي لپاره وخت نلري او يا ددې تراژيدۍ په عمق او اهميت نه پوهېږي.
داډله او ددې ډلې يادشوى مشر په خپله په زرګونو اداري ، سياسي او اقتصادي ويروسونو اخته دي ، داحکومت پخپله ټو ل ويرس ګرځېدلى دى ، ددې اداري سياسي او اداري ککړتيا داقليم ککړتيا ته لار هوار کړې اوپه رشد او ودې کې يې مستقيم رول لري ، ددې ادارې دسياسي او اداري کثافت حجم په هوا کې دکثافت له حجم څخه ډېر زيات دى نو مخه به يې څنګه ونيسي خو بيا هم موږ مجبور چې ددې ټولو ستونزو او دچارواکيو له دې ټولو بې غوريو سره سره بياهم پر همدوى غږ وکړو ځکه بله چاره نلرو.
يوه بله د يادولو وړ خبره داده چې د هوا د کثافت په کنترول کې ونې او بوټي ډېر رول لري او اوس تيار د ونو او بوټو د کرلو وخت دی نو په دې اړه بايد جدي کار وشی ځکه زموږ هېواد هسې هم له دې پلوه ډېر شاته پاتې دی او ونو او بوټو ته ډېره اړتيا لري.