د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژباړه يوه ديني او ملي اړتيا

محمدحسن حقيار 09.12.2007 17:11

داليکنه په کابل کې د(پښتو او دژباړې اړتيا) ترسرليک لاندې جوړ شوي سيمينار ته ليکل شوې او هملته واورول شوه


الله ( ج ) چې له کله راهيسې انسان ځمکې ته رالېږلى نو ورسره يې جوخت هغه ته د لارښوونې په موخه خپل استازي، کتابونه او صحيفې هم رالېږلي دي ، د الهي استازو د لړۍ وروستۍ زرينه کړۍ خاتم الانبياء حضرت محمد ص دى، حضرت محمد د رسولانو او نبيانو د اوږده لست تائيد او د ده نوم مبارک ددې لست په پاى کې د مهر په توګه ولګول شو، چې په دې توګه سيدنا حضرت محمد د خاتم الانبياء او دين يې ( اسلام) د وروستي دين په توګه د الله ج لخوا په رسمي ډول ټول انسانيت ته معرفي شو .
د وروستي رسول يا د خاتم النبيين مفهوم دادى چې له ده وروسته انسانيت ته د رسول او نبي په نوم بل الهي استازى نه راځي او يواځې همدا د حضرت محمد په واسطه راغلى اسماني دين د ځمکې په سر د ژوندانه تر وروستۍ شېبې د چلند وړ دى . ددې ستر لارښود پواسطه راغلى دين چې د الله لخوا ورته رسمي نوم اسلام ټاکل شوى او ټول بشريت يې په همدې نوم پېژني څو ځانګړنې لري، چې تر ټولو ډېرې مهمې يې دادي چې دا دين په ځانګړي قوم، ځانګړې سيمې، ځانګړې وخت، ځانګړې ژبې او کوم ځانګړې توکم پورې اړوند ندى، بلکې ټول انسانيت او جنيات د رسالت له لومړۍ شېبې څخه د قيامت تر ورځې ددې سپېڅلي دين له خوږو څخه خوند اخيستلى شي . دا دين د ټولو انسانانو لپاره دى هغه که عرب دى، که عجم، تور دى که سپين ، اسيايي دى که افريقايي، امريکايي دى که استراليايي، الله ج خپل استازي حضرت رسول اکرم ص ته فرمايي: (( او موږ نه يې لېږلى ته مګر ټولو خلکو ( ټول انسانيت ته ) زېرى ورکوونکى او وېروونکى )) همداراز په بل ځاى کې فرمايي: (( اى پيغمبره ورته ووايه چې اى خلکو زه تاسو ټولو ته د لوى خداى استازى يم )) الاعراف ١٥٨ .
ښه نو کله چې بل پيغمبر نه راځي، بل دين نه راځي او حضرت محمد ص هم له دې فاني نړۍ څخه تلپاتې ژوند ته کډه کړې، نو دا دين به ددې دين له غوښتنې سره سم څوک ټول بشريت ته رسوي ؟
څوک به ددې دين ارشادات، احکام او لارښوونې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي ؟
هو! الله تعالى دا ذمه واري او دا مسؤوليت محمدي امت ته مخ کړى دى، الله ج محمدي امت مکلف کړى دى چې خلک له اسلام څخه خبر کړي ، اسلام ته يې راوبولي، اسلام ور ورسوي ، ورته روښانه يې کړي، بلکې الله تعالى د همدې درانه مسؤوليت له مخې دا امت پر ټولو پخوانيو امتونو غوره ګرځولى دى ، الله تعالى فرمايي: (( تاسو تر ټولو غوره امت يئ چې خلکو ته ددې لپاره ويستل شوي يئ چې په نيکيو امر کوئ او له ناوړو کارو څخه منع کوئ . )) آل عمران ١١٠
بل ځاى فرمايي: (( مؤمنان او مؤمنانې ځينې د ځينو نورو دوستان دي چې پر نيکيو امر او له بديو منع کوي . )) التوبه ٧١
په بل ځاى کې الله ج په ډاګيزه توګه مسلمانانو ته امر کوي چې په تاسو کې دې يوه داسې ډله وي چې هغه دې دين خپور کړي او خلک دې اسلام ته راوبولي: (( او په تاسو کې دې خامخا يوه ډله وي چې خير ( اسلام ) ته بلنه کوي چې په نيکيو دې امر کوي او له بديو دې منع کوي ))
رسول الله ص فرمايي چې په پخوانيو امتونو کې به چې کله يو نبي په حق ورسېد، نو الله به يې پرځاى بل نبي راولېږه خو خبر اوسئ چې له ما څخه وروسته بل نبي نشته . زما ځاى ناستي به زما د امت علماء وي ، الله ج فرمايي چې (( موږ هېڅ قوم ته استازى نه دى لېږلى مګر د هغوى په ژبه )) خو اوس چې نور رسولان او انبيا نشته او حضرت محمد ص هم رحلت کړى دى نو دا د هغه د امت د پوهانو کار دى چې د انبياؤ رسالت او دنده ترسره کړي ، د الله له قانون سره سم دين او نور اړين علوم هر قوم ته د هغوى په ژبه ورسوي . دا قوم که د ځمکې په هر ګوټ کې وي ، په هره ژبه غږېږي او له هر نسل څخه وي ، که نه بيا به ملامتيا پر موږ اچوي چې دين مو ندى ور رسولى .
اوس دې خبرې ته راځو چې کله اسلام د ټول بشريت لپاره دين دى او دا پر مسلمان فرض ده چې اسلام د هرې ژبې ، هرې سيمې او هر توکم لرونکيو ته ورسوي نو آيا دا فريضه پرته لدې چې دا دين د هماغوى پر ژبه وژباړو او پرې پوه يې کړو په بل ډول ادا کېږي ؟ آيا موږ کولى شو چې پرته لدې چې د نورو ژبې زده کړو او قرآن ، حديث او نور اړين ديني موضوعات پرې وژباړو دا فريضه تر سره کړو ؟ چې ځواب يې هرو منفي ( نه ) دى ، نو کله چې دې موخې ته د نورو د ژبو له يادولو او پر نورو ژبو د دين له ژباړې پرته نشو رسېدلى او دې موخې ته رسېدل پرموږ فرض وي، نو آيا له دې څخه په ډاګه نه ښکاري چې په هره ټولنه کې د محمدي امت پر يو ټولي د نورو ژبو يادول او نورو ژبو ته د دين ژباړل فرض دي ؟ رسول الله فرمايي: که يو آيت مو هم زده وي نو زما لخوا يې نورو ته ورسوئ . )) نو کله چې زموږ د نورو ژبه زده نه وي او خپل معلومات ونه ژباړو نو د رسول الله دا امر به څرنګه پر ځاى کړو ؟
دا اصولي فقهې يوه قاعده ده چې (( مالا يتم الواجب الابه فهو واجب )) يعنې د يو واجب کار د ترسره کولو لپاره چې د کوم شي يا کار ترسره کول شرط وي، نو ترسره کول يې واجب دي )) ددې قاعدې له مخې له ژباړې او د بل د ژبې له يادولو پرته د دين رسول او خپرول نورو ته سخت او ناشوني کار دى او د دين خپرول او اسلام ته بلنه فرض ده نو ژباړه او د بل ژبه يادول دواړه فرض شول .
هم ديني علوم او هم د اړتيا تر حده دنيوي يا بشري علوم پر هر نارينه او ښځينه فرض دي او ډېر علوم د نورو په ژبو کې دي نو دا پر مسلمانانو فرض دي چې دا علوم خپلې ژبې ته راوژباړي . چې په دې ترتيب موږ هم ترې ګټه واخلو او هغوى ته هم خپل دين ورسوو، خو البته دادکفايي فرض حکم لري .
الله ج موږ ته امر کړى دى چې د اسلام سپېڅلي دين نړيوال کړو ، د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې ورسوو ، لارښوونې ، ګټې او ځانګړتياوې يې خلکو ته روښانه کړو . نو کله چې موږ دا لارښوونې او ځانګړتياوې په نورو ژبو ونه ژباړو نو څرنګه به يې نورو ته ورسوو؟ څنګه به دين نړيوال کړو ؟ څنګه به يې نور ته معرفي کړو ؟
په رواياتو کې راځي چې رسول اکرم ص دهغه وخت له ظروفو سره سم ژباړونکي درلودل او صحابه و ته يې امر کړى و چې نورې ژبې زده کړي . ښه بېلګه يې حضرت زيد دثابت زوى دى چې رسول الله ورته امر کړى وچې دهغه ژباړن په توګه کار وکړي او دنورو ژبې په ځانګړې توګه سرياني ژبه زده کړي.
رسول الله ص فرمايي چې ( من عرف لغة قوم امن شرهم) يعنې : څوک چې دکوم قوم ژبه زده کړي نو له شر څخه يې په امن شو.
ژباړه ، خلکو ته دين رسول ، له نورو ژبو ګټور ديني او بشري معارف خپلې ژبې او خلکو ته را اړول، يوه ديني او ملي فريضه ده ، او ډيېر اجرونه هم لري ، الله ج فرمايي: (( له هغه چا ډېرې ښې خبرې کوونکى به څوک وي چې د الله ج احکامو ته بلنه ورکوي )) فصلت ٣٣
او ښکاره خبره ده چې بلنه هغه وخت ښه کېږي چې دين پر نورو ژبو وژباړل شي .
په نصوصو کې راځي څوک چا ته کومه ښه لار، ښه کار او ښه وينا ور وښيي نو تر څو چې په دې وينا، کا او لار عمل کېږي نو دې يې په اجر کې شريک دى .
رسول الله ص فرمايي: (( څوک چې چاته کوم نېک او ګټور کار ور وښئيي نو دده دومره اجر دى څومره چې د هغه نېک کار کوونکي ته دى )) مسلم
همداراز فرمايي: (( څوک چې د يو نېک کار ښوونه وکړي نو ده ته هغومره اجر دى څومره چې ددې کار، کوونکي ته دى خو ددې نيک کار دکوونکي له اجر څخه به هېڅ هم نه کمېږي . )) متفق عليه .
رسول الله ص د خيبر په غزا کې حضرت علي ته وفرمايل: (( په خداى سوګند که الله ج ستا په واسطه يو شخص ته هم سمه لار ور وښيي نو دا تاته له سرو قيمتي اوښانو څخه غوره ده . ))
نو که موږ د بلې ژبې خاوند مسلمان کړو نو تر پايه دده د نېکو کارو په اندازه ثواب موږ ته هم راکول کېږي، که چاته لمونځ، ذکوة يا روژه وروښيو او پرې عمل وکړي نو تر پايه يې په اجر کې شريک يو .
که له بلې ژبې څخه د طب، ساينس يا بل کوم ګټور کتاب وژباړو او خلک ترې ګټه پورته کړي نو تر پايه ددې خدمت اجر راکول کېږي . دا يو خدمت دى داو رسول الله ص فرمايي: (( خيرالناس من ينفع الناس )) تر ټولو غوره شخص هغه څوک دى چې نورو ته يې ګټه ورسېږي .
په احاديثو کې دا ډول خدمتونو ته د جاريه صدقې نوم ورکړل شوى چې اجرونه يې تلپاتې دي .
تاسو وګورئ چې د نړۍ نورو ولسونو او دينونو خپلو ارزښتونو ته څومره کار کړى دى ؟ د ژباړې په اړه د هغوى کار او زيار زموږ له کار او زيار سره آن د پرتلې وړ هم ندى، ښه بېلګه يې دا ده چې اوس په نړۍ کې ٢٦٠٠ ژوندۍ ژبې دي چې عيسويانو خپل مقدس کتاب ( انجيل ) تر اوسه په ٢٤٠٠ ژبو ته اړولى دى او د مسلمانانو مقدس کتاب عظيم الشان قرآن تراوسه څه کم درې سوه ژبو ته ژباړل شوى دى .
په لنډه توګه ويلى شوچې دعوت، نورو ته داسلام رسول، هغوى ته دين روښانول او د ديني او بشري علومو زده کړه پر هر نارينه او ښځينه مسلمان فرض دي، او دا له ژباړې پرته ناشونې ده نو ددې فورمول له مخې چې د هرې هغې وسيلې کارول فرض دي چې فرضو ته له هغې پرته رسېدل ناشوني وي ژباړه هم فرض ده .
او بايد يوه ډله وي چې دا کار وکړي چې د نورو غاړې خلاصې کړي . دين رسول ، الهي احکام روښانول، قوم او ولس ته خدمت کول ډېر اجرونه لري چې ژباړه يې مهمه وسيله ده نو ژباړن ددې تلپاتې جاريه صدقې په اجر کې تر پايه شريک دي .
دادژباړې پايله ده چې نن اسلام نړيوال دين دى او په نړۍ کې ددويم لوى دين په توګه ځاى لري او دادژباړې برکت دى چې نن دنړۍ شاوخوا ديارلس نيم سوه ميليونه انسانان داسلام دمقدس دين لاروي دي .
الله دې موږ ته لاهم خپل دين او خپل ملت ته دښه خدمت توفيق راکړي
امين


هلته هوسۍ هلته کبلۍ سوځېږي
نورزيه حقيار
دننګرهار دبي بي مريم لېسې دنهم ټولګې زده کوونکې

پر ځان مغروره،غنمرنګه پيغله
لکه دسروې هسې دنګه پېغله
له ناز نخرو نه ناخبره نجلۍ
په پاچاهۍ کې هم ملنګه پيغله

چې به حيا نه تکه سره شوله
نن په باروتو کې لمبه شوله
خپله سکاره شوله ايره شوله
خو سورسالو يې پرې جنډه شوله

اوس يې پرقبر شنې خازې دي دلته
دازادۍ دا اندازې دلته
داچې کتارکتار قبرونه ويني
ښخ شوي ټول بې جنازې دي دلته

دژوند اثار يې هم اوس نه ښکارېږي
اوس يې په مېنو کارغان نه تاوېږي
مرغانومات وزرونه کډې وکړې
اوس دشپيلۍ نغمو ته نه ګډېږي

هغه شپونکى هغه رمه نشته اوس
هغه ګړنګ هغه دره نشته اوس
لکه ګنګرو چې شرنګېدله ټوله
هغه کوچۍ هغه ټپه نشته اوس

وږي لېوان دلته په جنګ راغلل
کروز او اتوم يې دي ترڅنګ راغلل
چې دښمني يې له ښکلا سره ده
زموږ مالت ته ټول بدرنګ راغلل


اوس هم شپونکى اوهم شپېلۍ سوځېږي
په ايلبندونو کې کېږدۍ سوځېږي
اوس د چينې پر غاړه اور بل دى
هلته هوسۍ هلته کبلۍ سوځېږي

دلته دوينو فوارې جوړې شوې
له ايلبندونو هديرې جوړې شوې
دابادۍ دعوه دارانو راشئ
له کورله کلي هديرې جوړې شوې

نښتر ،چنار سوري سوري پراته دي
په چينو سره او شنه بنګړي پراته دي
چې د کوچۍ غوندې رنګين ښکارېدل
اوس شهيدان هغه منګي پراته دي

دحال په ژبه شکايت کوي
کيسې دظلم او جنايت کوي
چې دمظلوم تقدير کې څه ليکلي
نړۍ ته دغه حکايت کوي