د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رزاق مامون پرله پسي ادعاوي او د راګ چوپتیا

محمدرفیع یادګاری 06.11.2016 15:12

د هیواد وتلی ژورنالست ښاغلی رزاق مامون پخپل ویب پاڼه چې ګذارشنامه افغانستان نومیږې له یوې نوې توطیي څخه پرده پورته کړیده ، ښاغلی مامون تل داسي مسایل لیکې چې لوستونکو ته ابهام پیدا کوي او لوستونکي په دوه لاره کې دروي او پر دې فکر کوي چې یاو خو ښاغلی مامون رښتیا وایي او یا هم لیونی شویدی ،
دا اوس اوس ښاغلی مامون لیکلي چې ښاغلی حنیف اتمر د کرزی ، یونس قانونی ،اسدالله خالد ، عمر داودزی، سلام رحیمی ،ډاکټر یاسین ضیا، بسم الله خان محمدی او د کرزی د حکومت بقایاوي ِغوښتل چې د داکتر اشرف غنی او داکتر عبدالله عبدالله د جوړ جاړې په پلمه یو سپینه کودتا ترسره کړي او د دي کار لپاره د ټولو وظایف هم مشخص شوی ؤ د مثال په طور ښاغلی اتمر ولسمشر، ښاغلی یونس قانونی د زیاتو صلاحیتونو په لرلو لومړی مرستیال او داسې نور ، د دغې کار لپاره ویل کیږي چې ښاغلی اتمرامریکایانو ته هم قناعت ورکړی ؤ او هغوی سلام رحیمی ته ۱۶۰ میلیونه ډالره هم په دي شرط ورکړی ؤ چې د افغانستان زیاد سیاسي ګوندونه باید په دغه کودتاه کې ګډون وکړي ،دا رنګه د لیکوال په حواله چې ښاغلی اتمر امریکایانو او ټلوالي ته قناعت ورکړیوه چې حزب اسلامی ، حضرت صاحب مجددی ، پیرصاحب ګیلانی او په کابل کې د طالبانو مشران هم له ده سره دي،
د لیکوال په حواله اسد الله خالد ته دنده ورکړل شویوه چې استاد سیاف هم د دغه کودتاه برخه وګرځوې خو استاد دغه کودتاه سره خپل مخالفت ښودلي ؤ ، لیکوال زیاتوي چې دغه پلان وروسته بیا د ځینو امریکایانو لخوا افشا شوه او دا مسله شنډه شوه ،
اوس که دا خبره ومنو چې ښاغلی مامون حقیقتونه لیکلي نو لاندې پوښتني مطرح کیږي
۱-د دومره صلاحیتونو په لرلو بیا هم ښاغلی اتمر د کودتاه تابیا ولی ونیسي؟
۲-سره له دي چې استاد سیاف د دغه حکومت سرسخت ناقد دی نوبیا یي ولي د کودتاه سره مخالفت وکړ؟
۳-څنګه مجاهدین او طالبان له هاغه چا سره یوځای شول چې کلونه د یوبل سره په مخالف جهت کې په جګړو بوخت ول؟
۴-د هغه ۱۶۰ میلیونه ډالرو سرنوشت څنګه شو چې د لیکوال په حواله سلام رحیمی ته امریکایانو د کودتاه لپاره ورکړیوه؟
۵-څنګه امریکایان دي ته حاضر شول چې د هغه کودتاه سره مرسته وکړي چې د دوی د سرسخت اوسنی منتقد حامد کرزی لاس هم په کې وې؟
دا هغه پوښتني دي چې بیا هم سړی ګیج او په دوه لاره کې دروي چې یا خو دا فکر وکړي چې دا هر څه شونې ده او ځینو په خیانت لاس پوري کړیده او یا هم دا ووایی چې ښاغلی مامون ذهنې توازن له لاسه ورکړیده ،
او که داسي فرض کړو چې دا هر څه درواغ او غلط معلومات دي چې ښاغلی مامون کښلي ده نو بیا دوه پوښتني پیدا کیږي
اول دا چې څوک او کومې کړی غواړي چې په زوره د ښاغلی ولسمشر او ښاغلی اتمر تر منځ اختلافا پیدا ،دا دواړه سره جلا او د دوی قوت سره کم کړی تر څو خپلو شومو موخو ته ورسیږي؟
دوهمه که بیا هم دا معلومات غلط وې نو ولی حکومت او آمنیت شورا تر اوسه غلي دي او د دي موضوع په اړه غبرګون نه ښایی ؟
او که فرض کړو چې دا هر څه حقیقت دی نو بیا ولي ولسمشر او اجراییه ریاست د ښاغلی اتمر او سلام رحیمی په مقابل کې غبرګون ونه ښود او ولی تر اوسه پخپلو دندو پاتي دي ؟
دا هغه څه دي چې یا خو ښاغلی مامون ورته ځواب ویلی شي او یا هم د ملی وحدت د حکومت مشران .