د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څلورمې حوزې د منسوبینو لپاره له ولسمشره د عدالت غوښتنه

محمدرفیع یادګاری 27.10.2016 14:59

د روان کال ه ش ۱۳۹۵ د اسد د میاشتې په ۲۰مه نیټه د کابل د آمنیی قوماندانی لخوا ټولو حوزو ته د دوه جینکو چې عمرونه یی د ۱۷ او ۱۵ ترمنځ ؤ د ورکیدو او د هغوی په پلټنه کې د ټولو آمنیتی ارګانو د کوښښ په اړه یو مکتوب لیږلې وه، نومونه یي د هغوي او د کورنی د عزت ساتلو لپاره نه لیکم ، د همدغې میاشتې په ۲۵ نیټه یاد ورک شوی جینکی د تیلفون په ذریعه خپلو کورنیو سره تماس نیسي او ورته وایی چې مونږ په شهر نو کې په سنټرال هوټل کې قید یو او مونږ پسې راشئ ، څرنګه چې یاده ساحه د څلورمې حوزی مربوط کیږې نو د یادې حوزې آمنیتی مسولین پر دغه هوټل ورځې او یاد انجوني له هوټله حوزې ته بیايي او د هوټل له منشې څخه غواړي چې د موضوع د روښانتیا لپاره حوزې ته د اظهاراتو د ورکولو په خاطر ورشې ، د دغه هوټل مسولین د حوزې سره تعهد کړیوه چې غیرقانونی کار به نه کوې او د هر غیر قانونې کړنې په لیدو به عاجل حوزې ته زنګ وهې چې د دغه تعهد کاپیانې هم موجودې دي،
زیر سن انجونو ته په هوټل کې ځای ورکول او حوزي ته اطلاع نه ورکول د هغه تعهد خلاف عمل او جرم دی چې د یاد هوټل مسولین د حوزی سره کړیده،
خو د منشي پر ځای حوزې ته یو بل شخص ورځې او بغیر له دي چې ځان معرفې کړې د څلورمې حوزی جینایی مدیر او معاون کشف ته ناموسي ښکنځلی کوې او د پولیس افسران تهدیدوې چې دغه قضیه بنده کړې کنه له بدو عواقبو سره به مخ شې ، یاد شخص په پارلمان کې د کابل د خلکو استازی احسان الله صاحبزاده سیدخیلی نومیږی او ادعا کوې چې د سنټرال هوټل مالک دی ، خو یاد افسران ورته د رد ځواب ورکوې او د قانونې چارو د ترسره کولو ټینګار کوي ، یاد وکیل احسان صاحبزاده خپل جامې څیري کوې او نورو وکیلانو ته زنګ وهي چې د حوزی منسوبینو زه وهلی یم تاسو حوزې ته راشی ،
په څو دقیقو کې پنځه نور وکیلان سره د امنیی قوماندان عبدالرحمن رحیمی او د جنایی جرمونو د تحقیقاتو ریس فریدون عبیدی حوزي ته رسیږي ، یاد وکیلان له امنیه قوماندان څخه غواړې چې د څلورمې حوزې د جنایی مدیر ، معاون کشف او دو تنه سربازان پر وکیل باندې د ګذارونو د کولو په جرم قوماندانې ته انتقال او ورڅخه تحقیق صورت ونیسې او په ضمن کې یاد انجونې بغیر له عدلې طب معایناتو خپل کورنی ته وسپارل شې او دغه قضیه دي هم له رسنیو پټ پاتې شې او هم له قانونه ،
همدغه شان کیږي زمونږ باتور د کابل د امنیی قوماندان خپل منسوبین ولچک کوې او قومانداني ته یی وړې او نظارت خانه کې یی اچوې ، نظامې څارنوالي تر یوې هفتې پلټنو وروسته یاد منسوبین بیګناه مومې او پر ضمانت یې خوشې کوې ،
کله چې یاد وکیلان له موضوع خبریږي نو د حاجې الماس په مشرې چې هم د پارلمان وکیل دی او هم د ولسمشر مشاور ،لوی څارنوالی ته زنګ وهې او د یادو افسرانو او سربازانو د بیرته نیولو امر ور کوې ،
د یادو افسرانو په وینا له قوماندانی ورته زنګ راځې چې یاد وکیلان ولسمشر ته ورغلی دي او ولسمشر بیرته ستاسو د نیولو امر کړیدی ،
حالانکه مونږ پوهیږو چې ولسمشر به هیڅکله داسې یو قدم بغیر له کوم اثباته وانخلې،
ناچار یاد منسوبین بیرته قوماندانې کې حاضریږي او دوباره نظارت خانه کې اچول کیږې او تریوې میاشتی په غیر قانونې ډول په نظارت خانه کې ساتل کیږې ، د پارلمان وکیلان پخپل وچ زور د یادو منسوبینو دوسیه له نظامې څارنوالی څخه فساد ادارې سره د مبارزی ادارې ته لیږدوې ، او د وظیفې څخه د سو استفادې تور پرې لګوې ، یاد منسوبین په کابل کې د ډیرو تروریستي ډلو په نیولو کې فعال رول هم لری او د کابل په ټولو جنګونو کې یې فعاله برخه اخیستی ده ، د ثبوت لپاره یی کارتوتیک ته مراجعه وشې.
د روان کال ۱۳۹۵ د سنبلې په ۳۰ مه نیټه یاد منسوبین له نظارت خانې څخه د پلچرخې توقیف خانې ته استول کیږې او تر ننه همالته ساتل کیږی، پرون چې د روان کال د عقرب د میاشتی د دریمې نیټې سره برابره وه یاد منسوبین د وکیلانو په حضور کې محاکمه شول او په اتو اتو میاشتو بند محکوم شول ، د یادو منسوبینو څارنوال په چیغو چیغو قاضې ته وویل چې یاد منسوبین بیګناه دې ، تر اوسه بیګناه په بند کې ساتل شویدی او دا دی اوس بیګناه قید ورباندي ووت ، د محکمې په جریان کې هم قاضې ته د یاد موضوع په تړاو زنګونه راتلل ، قاضی وکیلانو ته وویل چې تاسو د خلکو استازی یاست که تاسو د خپلو خلکو او پولیسو سره داسې وکړای نو له نورو څه ګیله ده ، خو قاضی بیچاره هم مجبوره ؤ او د وکیلانو په حق کې یې فیصله واوروله او یاد منسوبین یې په اتو اتو میاشتو بند محکوم کړ،،،،
اوس جناب عالی محترم ولسمشره!
ستا په حکومت کې که زمونږ ټول سیستم او قانون د څو فاسدو او خاینو وکیلانو د در نوکران وې نو خاورې به دا وطن جوړ شي،
که ستا په حکومت کې چې شعار دي مکافات او مجازات دی ستا د نظام منسوبین داسي بیګناه ،محبسونو ته د هغو خلکو سره چې د همدوي لخوا نیول شویدی یوځای واچول شي خاوري به پولیس د خایین او مجرم مخه ونیسې ،
که ستا په دور پاچاهت کې ستا پولیس ستا د نظام ساتونکي بیګناه د څو خاینو لخوا محبس ته ولیږل شې خاورې به خلک خپل ځامن پولیس یا اردو کې شامل کړې،
د یاد وکیل او د هوټل قضیه هم بنده شوه او هیڅوک له هوټله نه بندې شو او نه هم دغه موضوع تعقیب شوه آیا همدغه زمونږ قضایی سیستم دی؟
څنګه عام ولس په داسې کړنو پر قضایی سیستم باور وکړې چې مجرم سري سترګي وګرځي او د قانون ساتونکی په بند محکوم شې.

له دغه موضوع څخه وزیر صاحب داخله ، او نور ډیر دولتی چارواکي خبر دي خو بیا یې هم د خپلو منسوبینو ننګه ونکړه ولی؟
جناب ولسمشر
مونږ پوهیږو چې ته د دې خاورې غمخوار یې او د دې نظام او سیستم د بدلولو په عملې کارونو بوخت يې ،او مونږ هم هیله مند ېو او پر همدې اساس د خپل وس مطابق دي په سوشل میډیا کې ستایو خو داسي کړنې مونږ نا هیلې کوې ، هیله مو دا ده چې د دغه موضوع تر رسیدو د یادو منسوبینو د بیرته خوشې کیدو فرمان صادر کړې او د دوی بچیان او کورني له دغه بې سرپرستی او مشکلاتو خلاص کړې او الهی حکم پرځای کړې ، که مجرم ازاد ګرځې نو د قانون ساتونکی ولی په بند کې وې ؟
د یاد موضوع په اړه که څوک ثبوت ته ضرورت لری نو ټول اسناد موجود دي ،