د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بارسايي که ریالي؟

محمدرفیع یادګاری 22.11.2016 12:38

عمومآ په افغانانو کې د پردي پالني مرض سلګونه کاله قدامت لری ، افغانان خپل رټې خو پردیان ستایی د همدي لپاره په دری ژبه کې یو متل هم راغلی چې وایی
از خود کش بیګانه پرست
په دي متل کې یوه لویه فلسفه پرته ده ، دا یواځې پردي اشخاص ستایل نه دي بلکه د هغوی کلتور خپلول ، د هغوی ژبه خپلول او خپل کلتور فرهنګ او ژبه پریښودل هم په بر کې نیسې چې ژوندې مثالونه یې په افغاني کلتور کې د جامو بدلول او غربی لباس اغوستل ، په دری ژبه کې د فارسي ژبې داخلول ، په پښتو ژبه کې د اردو او انګلیسی ګډول او ستعمالول دي،
دغه پردي پالنه د هر وخت او زمان سره په مختلفو بڼو زمونږ هیواد ته داخل شویده خو د یو څو محدودو کسانو پرته چې د دغې پردي پالني پر خلاف یې وخت ناوخت غږونه پورته کړیدي بله داسي کومه مرجعه نه وه چې په رسمې ډول د دغه پردي پالنی مخه ونیسي ، حتی بد بختانه ویلای شو چې په مختلفو دورونو کې مختلف حکومتونه په لوی لاس پردي کلتور افغانستان ته را وارد کړیده او هغه یې پر خلکو عملی کړیده چې دغه کلتورونه کله په دیموکراتیک ډول راوړل شویده او کله هم په دینی او مذهبی شکل سره چې ژوندی مثالونه یې تیر ځلویښت کلن مختلف نظامونه دي چې زمونږ په هیواد کې واک ته رسیدلي او بیا بیرته پرځول شویدي ، راځم دیته چې ولی اړ شوم دغه لیکنه وکړم ؟
دا سه موده کیږی چې کابل کې په یوه شخصې کمپنې کې پر دنده بوخت یم ، له همکارانو را نیولي تر ښار بازار او حتی دوکاندار ته چې ودریږي نو یو پوښتنه کوې
بارسایی یې ؟ او که ریالي ؟
دا د اروپایی اتحاديي د فوټبال ټیمونه دي چې بارسلونا او ریال مادرید يې اصلی نومونه دي ،
د دغې پوښتني تر کولو وروسته که د پوښتونکی د شوق مطابق ځواب دي ورکړ نو ښه ملګرتیا به هم در سره کوې او ښه به يې خوښیږی هم، خو که مخالف ځواب دي ورکړ نو رقیب به یې شي، دا مسله دومره جدي ده چې حتی زمونږ ځوانان خپل شکلونه ، د ويښتانو سټایل ، د جامو اغوستل او حتی رفتار او برخورد د خپل د خوښي د ټیم په شان برابروي او یوه ډله یې بله ډله بیا په بد اخلاقي او بد تمیزی هم تورنوي د مثال په طور بارسایان وایې چې ریالیان ډیر بد تمیز او بدماش ډوله خلک دي او عین شکل دا بله ډله هم ورته نظر لري ،
د مسابقاتو په جریان کې د یو بل د ګرمولو لپاره د ګول وهلو په صورت کې په اجتماعی پاڼو کې لیکني کوي او د مقابل لوری احساسات پاروې کله کله خو د مسابقاتو په جریان کې د کابل په ځینو ځایونو کې د بارسلونا او ریال مادرید د پلویانو ترمنځ فزیکی شخړی هم صورت نیسي ،
خو د همدغو ملا ماتو لخوا بیا زمونږ خپل ملی اتلان لکه د کرکټ ټیم اتلان د فوټبال ټیم اتلان او د نورو اتلانو د مسابقو د بایللو دعاګانې کیږی ، کرکټ د یو قام پوري تړي او فوټبال د بل قام پوري حالانکه دا دواړه زمونږ ملی ټیمونه دي نه قومي ټیمونه ،نو د دغه شان حالاتو پر لیدلو سړی حیران شي چې سړی څه ووایي.