د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمعیت اسلامی ګوند د پاشل کیدو په درشل کې

محمدرفیع یادګاری 25.12.2016 14:22

د ولسمشر محمد اشرف غنی او د عطا محمد نور ترمنځ د ښو اړیکو جوړول او د یو بل سره په ډیرو مواردو کې توافق کول د افغانستان اسلامې جمعیت ګوند دي ته هڅولي ده چې د جمعیت اسلامی ګوند مهم غړي سره غونډه شي او خپل تشویش له دغه خبرو او ملاقاتونو یو بل سره شریکي کړي،
تیره اونۍ د احمد ضیا مسعود په ګډون د جمعیت اسلامی ګوند ډیر اهم غړي لکه پخوانی دفاع وزیر بسم الله خان محمدی ، د اوبو او انرژی پخوانی وزیر تورن محمد اسمعیل خان ، د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد يونس قانونی ، په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازی ډګرجنرال حضرت علی ،او لسګونه نور غټ او واړه جمعیتیان د احمدضیا مسعود په کور کې سره را غونډ شوي ول او د عطا محمد نور نماینده ته یي خپله بیزار نامه وسپارله او هغه ته يي وویل چې عطا محمد نور دي د ولسمشر له خبرو یا عقب نشیني وکړي او یا هم مکمل مقاطع ، چې د عطا محمد نور د نماینده لخوا د عقب نشینی ډاډ ورکړ شویدی ، د جمعیت اسلامی ګوند ټولو غړو په متفق ډول دا خبره منلي ده چې عطا محمد نور د پنجشیر له نوم څخه او همدارنګه د جمعیت له امتیازاتو څخه شخصي ګټه پورته کوي ، د غونډي ګډونوالو هر یو پخپل وار سره خبري وکړي او د عطا محمد نور او د ولسمشر د پټو خبرو په اړه يي اندیښني په ډاګه کړي ، د غونډي ګډونوالو ټول په متفقه ډول اعلان وکړ چې عطا محمد نور نشي کولای چې د جمعیت اسلامی ټول امتیازات د ځان لپاره وقف کړي او یا د جمعیت له موقف څخه دي له چا سره مذاکرات وکړي ، د غونډي جالبه خبره دا وه چې د جمعیت اسلامي په دغه غونډه کې نه د جمعیت اسلامی ګوند مشر صلاح الدین ربانی شتون درلود او نه هم د دغې ګوند اجراییه ریس خپله عطا محمد نور ، بلکه د عطا محمد نور نماینده شتون درلود ،
دعطا محمد نور او لسمشر ترمنځ د خبرو سلسله هغه وخت شروع شوي چې د ارګ او قصر سپیدار ترمنځ اختلافات زیات شول ، کیدای شي ولسمشر د ډاکټر عبدالله عبدالله پر بدیل فکر کړی وي او عطا محمد نور يي غوره بللی وې
دغه غونډه به خامخا د عطا محمد نور غوسه هم پارولی وې او هغه به هم عکس العمل ښايي ، خو څرنګه عکس العمل ؟
امکان لری چې عطا محمد نور او صلاح الدین ربانی خپله لیاره له جمعیت اسلامي څخه بیله کړي ، که داسي وشي نو د جمعیت اسلامی اکثر مهم قوماندانان د همدغه دوو عطا محمد نور او صلاح الدین ربانی خپل کسان دي او دا ټول به هم له جمعیت څخه جلا شي چی دا چاره به د جمعیت د پاشل کیدو سبب شي ،
یا کیدای شي چی عطا محمد نور د جمعیت اسلامی لپاره ځان قربان کړي او د پاشل کیدو مخه یی د افغانستان څخه کوم بل هیواد کې په میشت کیدو سره ونیسي ، خو دا هم باید له پامه و نه باسو چې جمعیت اسلامی په عطا محمد نور او صلاح الدین ربانی جمعیت دی ، که دا دواړه نه وي نو امکان لری چې جمعیت ګوند هم په مکمل ډول د انزوا خوا ته لاړ شي ځکه د جمعیت اسلامی مالی امکانات تر ډیره بریده همدغه دوه کسان برابروي ، بله موضوع چې ډیره په زړه پورې ده هغه دا ده چې د جمعیت اکثر لوړ پوړي چارواکي یو پر بل بی باوره شویدي او هر یوه يي په پټه غواړي چې د حکومت یا هم د نورور زورواکو سره د خپلې بقا لپاره معاهدي وکړی.