د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سیرومو خلطه

محمدرفیع یادګاری 12.12.2016 14:44

ټولو ته لکه لمر روښانه ده چي د ننګرهار ولایت د افغانستان له عوایدو ډک ولایتونو څخه یوه ده ، د ننګرهار عواید که په سمه راټول شي او فساد په کي ونشي نو یقینآ به د نیم حکومت بودیجه تري تمویل شي، په دغه عوایدو کې د طورخم د سرحدی ګمرک عواید ، د ننګرهار ولایت د ګمرک عواید د شاروالی عواید ، د کانونو عواید شامل دی چې اکثر يي د حکومت د بودیجی پر ځای د مافیای کړیو جیبونو ته ورځي، حتی د حکومت مخالفو ډلو ته هم له همدغو عوایدو په مختلفو لارو برخه ورکول کیږی.
متاسفانه چې لسیزي کیږی د ننګرهار او ننګرهاریانو سره د میرې مور سلوک کیږی چارواکي په سلیقوي روابطو پر ننګرهار او ننګرهاریانو تپل کیږي ، هیڅ والی کومه خاصه توسعه يي برنامه دغه ولایت ته نلری او هر یو چې راځي نو په اوله هفته کې لکه نوي ډریور یو څو هارنډونه ووهي نور په ټولولو شروع وکړي او بیا د دي لپاره چې د خلکو او حکومت په سترګو کې خاوري واچوي نو د شاروالی د تنظیف په کار کې شریک شي یو څو عکسونه واخلي او د چمچو له طریقه يي په فیسبوک کې ورپورته کړي چا چوکی په سر جګ کړی وې چا د شاروالی موټر په مخه کړی وي، ته وایه جلال آباد يي ګل او ګلزار کړ نور کار نشته نو والی صاحبان د شاروالی په کارونو کې مرسته کوي ،
په ننګرهار کي ډیر غټ مافیایی کړی موجود دی چې د ننګرهار ټول عواید په غیر قانونی شکل د همهغو جیبونو ته ورځي نه یواځې دا چې دغه مافیایي کړی د ننګرهار عواید جیبونو ته وهې بلکه د مخدره توکو او قیمتی کاڼو په قاچاق کې هم لوی لاس لري ، چې کله هم د ننګرهار د والی او حتی مرکزی حکومت زور پر دغو کړیو نده رسیدلي او همدا چاره ننګرهاریان په اکثرو مواردو کې له مرکزي حکومته په واټن نیولو مجبور کړیدی ،د ننګرهاریانو توقوع د هر نوی والی څخه دا وي چې دغه مافیایی کړی افشا او د قانون منګلو ته يي وسپاري خو متاسفانه چې والیان هم د همغو ډهول ته په نڅا شي او په دي شکل سره هر ځل هر والی ننګرهاریان ناهیلي کړي، ننګرهار اوس د والیانو لپاره د سیرومو خلطه جوړه شویده ، هر والی نهايي کوښښ کوي چې په هره ممکنه لاره ننګرهار ته ځان را ورسوي او د سیرومو خلطه ځانته چالان کړي او چي کله تغذیه شي نو بیا تلتک پلتک په شا کړي او ننګرهار سره مخه ښه وکړي
د ننګرهار لپاره هیڅ یو والی د بازسازی او د حیاتی پروژو د تطبیق کومه برنامه نلری او حتی پري پوهیږي نه ،
د ننګرهار ولایت د طورخم جلال آباد د دوهم سړک پروژه نا تمامه پاتي ده،
د ننګرهار ولایت خالص فامیلیو سره پر رینګ روډ یا حلقوې سړک باندي د بلاکونو جوړولو پروژه په ټپه ولاړه ده ،
د کامي په ولسوالی کې د کنړ پر سیند د بند جوړولو ژمنه تر اوسه ژمنه پاتي ده،
د بهسودو ولسوالی د دوهم پل کارونه ډیر ټکنی روانې دي او د بهسودو د پل څخه تر کامي دو راهی پوری د سړک پراخوالی،
د ننګرهار ولایت لپاره شمالی حلقوي سړک باید جوړ شي او دا رنګه د مشرقی زون لپاره یو ملکی هوایی ډګر چې د ټولو مشرقیوالو غوښتنه ده جوړه شي،
داسي نوري لسګونه توسعه يي پروګرامونه شتون لری چې یا خو والیان له سره پري پوهیږی نه او یا یي د پلي کولو چل بیخي ورځی نه او یا هم لکه مخکې مي چې یادونه وکړه د والیانو یواځینی هدف د پیسو ټولول ځان مړول او تیښته ده ،
د ننګرهاریانو توقع له مرکزې حکومت څخه دا دی چې مسلکی خلک دي ننګرهار ته ولیږی او د دغو پروژو د تطبیق جدی هدایت ورته وکړي ، د مسلکي خلکو پر لیږلو به د فساد او مافیایي کړیو مخه هم ونیول شي او د ننګرهار ولایت عواید به هم د شخصی جیبونو پرځای د حکومت په خزانې کې واچول شي ، او ننګرهار او ننګرهاریان به له دغه ښامار څخه خلاصون ومومي .
چې مازغو کې يي الف بی معنی نه وي
نو په سر به یي تړلی دستار څه کړم