د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغمشریکی پیغام

شمال وردګ 22.05.2016 22:57

لو ى لوى غرونه دوردګوپرون بيا ولړزيدل*

دلوړغرورنه ډک لوړچنارونه پرون بيا ولړزيدل*

لمرله ډيره جوشه پناه ګيردشوګيروشو*

تنکى تنکى ګلونه دوردګوپرون بياورژيدل*

احساس دغرولمنوکى نن ځکه مړاوى ښکارى*

ميندى اوپلرونه دوردګوپرون بياوژړيدل*

لوړه څوکه دګوربت په دوړوخاوروپټه ښکارى*

غمونه کورپه کورکى دوردګوپرون بياوزيږ دل*

ستورى داسمان په دى تروږمى را ښکاره نه شول*

په څړيکوڅړيکوزړونه دوردګوپرون بيا ولګيدل*

خدايه ستالويه خدايي کى دغه مات زړونه بيامات شول*
د(شمال)ژړادوعا خدایه په څه نه قبلیدل*