د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډیورنډ ډارامه

شمال وردګ 26.06.2016 12:24

په افغانستان کي دپښتون سترټبر پرله پسی تاریخی تیروتني دتاريخ په اوږدوکی زموږ دراتلونکی نسل دروښانتیا لپاره دهر ازمون شوی افغان وجدانی مسؤلیت دی چه دانخوالی راوسپړی اوراتلونکی نسل ته ئي ورپه ګوته کړي.! زه د اکادمیسن عطایی صاحب چی د افغانستان تاریخ ته یو لنډه کتنه (کتاب) کی چی ډیر په زیر سره لیکل شوی او د ډیورند د کرښی په سیاسي بعدونو او ددۍ منحوسې کرښې د رامنځ ته کیدو په باره کی مفصلې خبرۍ کړي د زړه د کومی ستایم .... اګریزانوچه د منطقی د خلکوسیکولوجی ډیره ښه لوستلی وه نو پدی وختو کی یی دوه فرقی په جدی توګه اکمالولی چی ددوی اکمالاتو څخه لا تر اوسه محرومه ندی. په ۱۷ پیړی کښی یی یوه ډله د بهایت په نوم په فارس کی جوړه کړه او کله چی برتانویان پوه شول په پارس کی یی د پلرونو پروژه کامیابه وله نو په هند کی یی د هندیانو د سیکولوجی مطابق قادینیت ته وده ورکړه. . نو دا ډله په هند کی د مرزا غلام احمد قادیانی تاسیس او دوهمه فرقه چی په پارس کی د بهاءالله په نامه شخص ډیر له وخته شروع کړ ی وه د ناپوهو او بی علمه مسلمانانو په مینځ کی د پیسو په زور خپل تبلیغات لرل او تر یوحده کامیاب ول.
 خودلته باید ووایم چه دا قضیه د ډیورند دکرښی سره څه ربط لري؟
انګریزانو دعبداللطیف په نوم ځوان یی د ملا په شکل خوست ته ولیږه دافغانی تاریخ لیکونو په وینا دې په اصل کی یو هندې وو او په مدرسوکی طالب رالوی شوی، فقه، اصول او پښتو یی هم ښه زده کړی وه.. بیا د خوست د کلیو په جوماتونو کی امام او بالآخره د امیر ماڼی ته پښتنی دودیزو جرګو په وسیله نزدې او څه موده پس د امیر عبدالرحمن خان د خاصو ملاقاتونو او مشورو خاوند وګرزیده. ویل کیږی چی دۍ د دربار رسمي مولوي او امام جمعه هم شو. د قادیانیانو دکتابونو او داکتر جهاندارشاه خاوری په یو مقاله کی د(نقش مؤسسات دینی در افغانستان: مدرسه دیوبند و تآثیر آن در دګرګونیهای سیاسي افغانستان) په نامه مقاله او د بعضی نورو کتابونو په اساس دا شخص یو څه موده په خوست کی والي هم مقرر شوی وو. صاحبزاده عبدالطیف له ځانه وچ پښتون ملا جوړ او د پښتو په جامه کی خوستیانو او نورو ساده ملایانو په زړونو کی یی ځان ځای کړې وو. ده خپل نزدی نور پیسه خواره دین فروشان هم روزلي وو چی په پټه به د انګریز او د قادیان ملاقاتونو ته همیش ځانونه ور رسول. د ډاکتر خاوری د مقالی په اساس دی ملایانو په قندهار، لوګر، کابل او نورو کوهستاني مناطقو کی ډیر په جوش او خروش د دولت پرضد تبلیغات کول. مګر امیر ددی په تحریکونو ناخبره وو. ..
صاحبزاده عبداللطیف د امیر په رازونو ښه پوه وه، د امیر توانمندی او ضعف ورته هم ښه معلوم وو. په افغانستان کی د انګزیز مداخلې امیر تر حلقه لیونۍ کړۍ وو. نو انګریزانو چی کله د ډیورند د کرښی زوم زومۍ شروع کړې نو صاحبزاده عبداللطیف چی انګریز همدۍ ورځی ته ساتلی وو او دی د امیرعبدالرحمن خان په سیکولوجي هم پوه وو خپل د زهرو نیش ور ننویست او امیر یی په دی قانع کړ چی انګریز ته دا امضاء وکړي. ده همیش امیر ته ویل چی انګریز ته پدی امضاء، نه پښتانه له تا جداکیږی او نه د اپښتانه د انګریز په درد خوري. مګر انګریز د یو بل بفر د جوړولو کوشش کوی او د روسانو د ویری انګلیس خپل بفر د نور تآمین ولو لپاره دا کار کوي. بله دا چي انګریز هم دی ته آماده دی چی د دربار سالانه خرج ومخارج تاسوته تضمین کړي، نو پدی امضاء کی نه فقط دانګلیس بلکه زموږ هم ګټه شته. لنډه داچی انګریز به ترکومه په دی منطقه کی پاتی وي؟ دا یوه امضاء هم خرما ده او هم ثواب. اول داچۍ د انګریز د ظلم او مداخلي به په امن کي یو او بله داچی ددوی څخه به مادي او اقتصادي فایدی هم تر لاسه کړو.
البته باید ووایم چی د قادیانانو په کتابونو کی صاحبزاده عبداللطیف ته د خوست د پښتون نوم او دی یی تڼۍ قوم ته منسوب کړی. ده خپله هم خلکوته د داتاګنج بخش چی په لاهور کي خښ دۍ لمسي ویل. د صاحبزاده لمسی صاحبزاده ظهور احمد لاتر اوسه په لاهور کی دی، او د خپل نیکه دنده په مخ وړي...
د ډیورند کرښه چا امضاء کړه؟
په دی کرښی نه د امیر عبدالرحمن خان شخصي امضاء ده اونه د مورټیمور ډیورند! د افغانستان نماینده ګي همدی منحوس صاحبزاده عبداللطیف او شیریندل خان کوله او د امیر په نمایندګی دی صاحبزاده ورباندی امضاء  او د انګریزی هند لخوا د سوات صاحبزاده عبدالقیوم پولیټیکل اجنیټ (دانګریز بل غلام) امضاء کړیده.
امیر حبیب الله خان او د عبداللطیف سنګسار:
کله چی امیر عبدالرحمن خان په خپل اخري عمر کی پوه شو چی عبداللطیف عالم نه بلکه د انسان په جامه کی یو شیطان وو او عبداللطیف هم خپل اصلیت نور نشو پټولۍ نو دی یی د سردار نصرالله خان د نظارت لاندی واچاوه. سردار نصرالله او امیر حبیب الله خان او نور پدی ښه پوه شوي وو چی دی قادیاني کافر د افغان په نوم د افغانانوپه مینځ کی د ملا په جامه یی اسلام او پښتنو ته څومر خیانت ضربه ووهله او د ډیورند کرښه چی ورونه یی سره جداکړی دې یی اصلي عامل دی وو خبره علني شوی وه. علی کل حال امیرعبدالرحمن خان ډیر مریض او په کال ۱۹۰۱ کی ومړ. د امیر حبیب الله خان په وخت کی علماوو په عبداللطیف قادیاني (خلیفه المسیح الخامس) باندی د د  د سنګسار فتوی صادره او بلآخره د سنګسار په ورځ خپله امیر حبیب الله خان ورباندی اولینی تیګه په افتخار وارکړه او ورپسی نورو ددی لعین انسان شیطاني څیره ددی دنیا نه تر ابده رخصت کړ. بچیان او نور خائنین چی دده ورسره نزدی اړیکی درلودی د انګریز غیږی ته ور وتښتیدل.
دقدروړدوستانو داهغه څه دی چه دتکړه تاریخ لیکونکولکه پوهنیار حبیبی صاحب اواکاډمیسین عطایی صاحب اودجهاندارشاه خاوری له اثارو اولیکنو را چڼیزه شویدی.دیوافغان.مسلمان .اوافغان دوست په صفت هیله کوم دتاریخی تیرو واقیعاتو په شنونه حساسیت مه کوی داهغه ترخی تجربی دی چه موږیی په واروار اوبیابیاتکراروو .لکه په تیرو څلورو لسیزوکی دافغانستان سیاسی نظامی تیرشوی حالت چه همغه انګریزی داړه مارانو دجهاد ترنامه لاندی دلیډر اورهبرپه نوم دافغانستان عزت غرور اقتصاد .....اوهرڅه لوټ کړل ..