د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سیمې لپاره د ولسمشر غني نوې طرحه

عبداللطیف کاکړ 21.05.2016 14:03

ولسمشر غني په سختو شرایطو کې واک ترلاسه کړ، ځکه له یوې خوا ۱۵۰ زره بهرني او نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، له بل لوري د نړیوالې ټولنې ژمنې له افغانستان سره مخ په تمامېدو وې او همدارنګه په افغانستان د وزګارتیا او بېکارۍ یوه لویه څپه راغله او د دې ټولو تر څنګ په افغانستان کې جګړو زور واخیست، ځکه وسله والو مخالفانو فکر کاوه چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی په اسانۍ سره د جګړې له لارې پرمختګ وکړي.
په همدغو سختو شرایطو کې چې ولسمشر غني له یوې خوا د جګړې ښه مدیریت وکړ او د ده د رهبري او ښه مدیریت له برکته دښمن نه یوازې د افغانستان په کومه نقطه کې پرمختګ ونه کړ، بلکې ډېرې هغه پخوانۍ سیمې یې هم له لاس او ولکې څخه ووتلې. همدارنګه ولسمشر غني د هېواد په داخل کې بېلابېلو ولایتونو ته ګڼ سفرونه وکړل، له ولس سره یې له نږدې وکتل او د دې تر څنګ یې نړیوال سفرونه وکړل او د افغانستان لپاره یې نړیوالې همکارۍ او مرستې را جلب کړې او د هغوی ژمنې یې له افغانستان سره تازه کړې.
بل مهم کار چې ولسمشر غني وکړ هغه په افغانستان کې د سیمې د همکارۍ هڅول وو، هغه د سیمې هېوادونو له افغانستان سره پراخو مرستو ته وهڅول او تر څنګ یې نوموړي په داسې یوې طرحې کار وکړ چې د اړیکو، اقتصادي همکاریو او سوداګریزې ودې لپاره نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره ګټوره ده، ځکه د دغې طرحې له برکته مرکزي اسیا هېوادونه کولای شي چې خپل له اړتیا اضافه توکي، انرژي، غاز، برېښنا او نور تولیدات د جنوبي اسیا هېوادونو ته ولېږدوي او جنوبي اسیا به په دې شکل خپلې اړتیاوې له مرکزي اسیا هېوادونو څخه پوره کړي.
د ولسمشر غني د  دغې طرحې ښېګڼه په دې کې ده چې له مخې به یې په خپلو کې وېشل شوې اسیا بېرته سره ونښلي او همدارنګه به افغانستان د سیمې په څلور لاره بدله شي. افغانستان په کې دا ګټه کولای شي چې وچ موقعیت به یې په ستراتیژیک موقعیت بدل شي او همدارنګه به د دې تر څنګ هم خپلې اړتیاوې پوره کړي، هم به خپل تولیدات له دغې لارې څخه نورو هېوادونو ته واستوي او هم به د سیمې د هېوادونو تر منځ دغه اړیکې د سیمې او افغانستان د امنیت او ثبا ت په ټینګښت کې فوق العاده مثبت اغېز ولري.
ځکه څومره چې د هېوادونو اړیکې او ګټې سره نږدې شي، نو همغومره دوی یو د بل د ثبات، ښېرازۍ او پرمختګ فکر کوي او په دې برخه کې خپلې تجربې، امکانات او وسایل سره شریکوي.
د ولسمشر غني دغه نوې طرحه چې څومره هر اړخیزه ده، نو همدومره یې د سیمې او افغانستان لپاره ګټې او ښېګڼې زیاتې او پرېمانه دي. د همدغې طرحې په اساس د سیمې د لویو برنامو او پروژو په برخه کې په دې وروستیو کې یو لوی تحرک رامنځته شوی دی او دغه تحرک ورځ تربلې چټک شوی دی.