د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ سرتېري زموږ اتلان

عبداللطیف کاکړ 19.03.2016 23:50

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري زموږ واقعي اتلان دي، ځکه دوی په سختو شرایطو کې د افغانستان د دفاع، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او زموږ د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او د خپلو هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د هېواد په سرحدونو او بېلابېلو سیمو کې شپه او ورځ خپل ملي رسالت او مهم مسوولیت ترسره کوي.
زموږ سرتېري (د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبین) ځکه زموږ اتلان دي چې د افغانستان په دې جنګي شرایطو کې ډېری هغه ځوانان چې په ښارونو کې یې مهمې دندې لرلې او ډېره زیاته پانګونه پرې شوې وه، نو هغوی په سختو شرایطو کې خپل هېواد او هېوادوال په میدان پرېښودل او ځانونه یې په خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته ورسول، چې لا تراوسه هم په لارو، سرحدونو او بندرونو کې ایسار پاتې دي، ځکه د افغانستان او افغانانو پر وړاندې د هغوی ژمنتیا رښتینې نه وه.
مګر د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې خپل هېواد او خپل ولس ته ژمن دي، نو د دښمن د تهدید د ختمولو او د دښمن د ځپلو په موخه د هېواد په ولایتونو او سرحدونو کې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي، ځکه دا د حق او د باطل جګړه ده او لکه څنګه چې حق تل په باطل بریالی وي، نو ځکه به دا مبارزه زموږ سرتې�= 1ي او زموږ اتلان ګټي، ځکه د دوی مبارزه برحقه ده.
زموږ سرتېري زموږ د ګران هېواد او د افغانستان د نظام او ثبات اساسي ستنې دي. تر څو چې دغه مېړني اتلان وي، نو تر هغو به افغانستان هم وي، د دوی دوام او پایښت ځکه حتمي او باوري دی، چې دوی د ولس له منځ څخه راپورته شوي او د افغانستان عظیم ولس یې تر شا ولاړ دی چې د اړتیا پرمهال تل د دوی ننګه او ملاتړ کوي، ځکه دوی د افغانستان د ژغورنې او ساتنې لپاره د سر، مال او ځان په بیه مبارزه او جګړه کوي. دوی د دښمن پر وړاندې په ټول قوت جنګېږي. دښمن له دوی سره د مخامخ جګړې وس نه لري، ځکه نو د افغانستان په لویو ښارونو، مرکزونو او عامه ځایونو کې چاودنې او ترهګریز بریدونه کوي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې د خلکو زړونه ترلاسه کوي او محبوبیت یې زیاتېږي، ځکه همدا زمریان دي چې زموږ خلک د دښمن له خطر او تهدید څخه ژغوري او بله دا چې دوی له خلکو سره ښه چلند کوي.
ترهګرو افغانستان ته وراني، تباهي، بدمرغي، مرګونه او وژنې راوړي ، خو زموږ ملي اتلان برعکس زموږ خلکو ته هیله ورکوي، هغوی ژغوري، هغوی ته ژوند ورکوي، ټولنیز او سوله ییز ژوند امکانات او اسانتیاوې ورته برابروي.
ترهګر او وسله وال مخالفین زموږ هېوادوال ځوروي، له دوی څخه باج اخلي، له دوی څخه دعشرونو په نامه پیسې ټولوي، زموږ ځوانان بې لارې کوي، د زده کړو او پرمختګ مخه یې نیسي، د سولې، زده کړې او ژوند پر ځای یې جګړې او وسلې ته هڅوي، لویې لارې شکوي، په لویو لارو کې خلک له موټرو ښکته کوي، خلک تهدیدوي او حتی وژني یې، مګر زموږ اتلان د دښمن او مخالفینو دا ټول خطرات په ټول قوت دفعه کوي، هغوی چې چېرې دا حس کړي چې دښمن موجود دی، نو سملاسي هغې سیمې ته ځان رسوي او یاده سیمه د دښمن له شتون څخ�= 7 پاکوي.
په دې وروستیو کې زموږ د ملي اتلانو مسلکي روزنه او وړتیا ښه شوې، ځکه په افغانستان کې اوس ټول نظامي عملیات افغان سرتېري په یوازې توګه کوي، بهرني او نړیوال ځواکونه اوس د جګړې مدیریت او ماموریت نه کوي، هغوی یوازې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې ، تجهیز او تمویل په برخه کې مرسته کوي. په افغانستان کې د جګړې مدیریت په خپله د افغانستان ځ� �اکونه ترسره کوي.