د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکومت لا هم سولې ته ژمن دی

عبداللطیف کاکړ 27.04.2016 11:50

د ملي وحدت حکومت له لومړۍ ورځې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړ او ولسمشر غني وویل، چې سوله زموږ د ټولو اساسي غوښتنه ده او موږ د باعزته، پایداره او قانوني سولې غوښتونکي یوو. تر دې وړاندې د حامد کرزي په وخت کې هم د سولې غږ وخت ناوخت پورته کېده ، خو د کرزي او د غني د سولې غږ جوت توپیر درلود.
ولسمشر غني د سولې د غږ د پورته کولو تر څنګ په دې برخه کې د خپلې ژمنتیا د ښودلو لپاره د سولې لپاره واقعي سوله ییزې هڅې پیل کړې. د دې لپاره یې د سیمې، نړۍ او عربي هېوادونو اجماع رامنځته کړه، سعودي عربستان یې دېته وهڅاوه چې په افغانستان کې روانه جګړه ترهګري وبولي او تروریزم په سختو ټکو وغندي او د اسلام د مبین دین خلاف عمل یې وګڼي.
د دې ترڅنګ یې په سیمه کې د ترهګري جدي خطر په اوفای ښار کې د شانګهای په غونډه کې د اکثره هېوادونو مشرانو ته یاد کړ. هغوی ته یې په خطاب کې وویل چې افغانستان ته ترهګر له ترکیې، چین، روسیې، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه راځي. ولسمشر غني له هغوی څخه وغوښتل چې د ترهګرو د ځپلو لپاره ګډه مبارزه وکړي او له افغان طالبانو او وسله والو مخالفانو څخه یې وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو له فرصت څخه په ګټه اخیستنه دې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته دې ستانه شي.
مګر د حکومت د دې ټولو هڅو باوجود طالب سولې ته غاړه کېنښوده او یا دېته پرېنښودل شو چې سوله وکړي. بالاخره جمهور رئیس په خپله پرونۍ وینا کې د سولې لپاره نوي شرایط وړاندې کړل. هغه وویل، حکومت د " والصُلحُ خَیر"  د مبارک آیت په اساس ، د سولې لپاره له هڅو لاس نه اخلي خو دا سوله به یوازې له افغاني لارو تعقیبوو او د افغانستان دولت به له هغو کسانو سره سوله کوي چې جنګ او شر نه غواړي،  د افغانستان اساسي قانون مني، او له تروریزم سره کاملا رابطه غوڅوي.
مانا دا چې حکومت دا ځل غواړي د جګړې له لارې په وسله والو مخالفانو فشار زیات کړي. البته دا فشار د دې لپاره نه دی چې هغوی دې سولې ته تمایل وښیي. حکومت حتی الوسع کوښښ کوي چې په افغانستان کې تحمیلي جګړه ودروي او د دې جګړې د ودرولو لپاره دوه بعده موجود دي. لومړنی بعد د جګړې او دویم بعد د سولې دی. حکومت کوښښ کوي چې د جګړې له لارې وسله وال مخالفان وځپي. هغوی ووېروي او دېته یې اړ کړي چې د نورو په لمسون د خپل هېواد له ورانولو او د هېوادولو له وژلو لاس واخلي.
همدارنګه حکومت هغوی ته د سولې غېږ پرانیزي چې په خپله خوښه د نورو غلامي پرېږدي. د نورو په لمسون د خلکو له وژلو لاس اخلي. تاوتریخوالي او جګړې څخه ستړی دی او یا نه غواړي چې نوره ادامه ورکړي. مګر ولسمشر یوه خبره په ډېر وضاحت وکړه، چې: خو دا خبره دې ټولو ته واضحه وي چې که سوله غواړو، نو معنا یې دا نه ده چې جنایت کاران دې ازاد ګرځي  او د خونکارانو په عملونو دې سترګې پټېږي.
جمهور رئیس وویل، زموږ دفاعي او امنیتي قوتون ه چې د خپل ملت او په تېره بیا افغانستان ته متعهدو علماوو ملاتړ ورسره دی، قاطع اراده او څرګند پروګرام لري چې د حقانی او ور سره ملگرو باغیان، داعش، القاعدې او نورو خونکارو ډلو مرکزونه له خاورو سره خاورې کړي او باغیان دوزخ ته واستوي.
محمد اشرف غني جنګي طالبانو او ترهګرو ډلو ته د سختو مجازاتو د ورکولو یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې که  د محاربې په میدان کې او د افغانستان د خلکو په خلاف د ترورستي عمل په وخت ونیول شي، نو خامخا به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او د قانون حکم به پوره ورباندې تطبیق کېږي.