د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واقعي سوله

عبداللطیف کاکړ 06.03.2016 14:08

سوله د ټولو افغانانو اساسي او ګډه غوښتنه ده. پرون مو هم د سولې غوښتنه لرله، نن یې هم لرو او تر څو چې شته یوو، نو سوله به غواړو، ځکه چې له سولې پرته نه یوازې ژوند سخت دی، بلکې ناشونی دی. په تېرو څو لسیزو کې مو ولیدل چې د جګړو او ناامنیو له امله مو پرېمانه هستۍ او ګڼې ځوانۍ لولپه شوې.
د سولې غوښتنه پرون هم مطرح وه او نن هم مطرح ده، خو په دومره توپیر چې پرون (د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال) د �=3ولې غوښتنه شعاري وه او نن د سولې غوښتنه او هڅه واقعي ده، ځکه د سولې  د تامین په پرونیو هڅو کې چندان اخلاص، صداقت، ملي او سیاسي اراده نه ترسترګو کېدله.
مګر نننی حکومت، چارواکي او مشران له زړه څخ ه د سولې غوښتونکي او لېواله دي، ځکه د ملي شورا د پرانیستې په نننیو مراسمو کې د جمهور رئیس غني وینا تر ډېره په سوله راټوله وه او جمهور رئیس  په خپله دغه پرانیستونې وینا کې د سولې بېلابېلو اړخونو ته مهمې اشارې وکړې.
جمهور رئیس وویل، د سولې لپاره اساسي هڅې دوام لري، سولې ته هیله من او د سولې غوښتونکي یوو، خو غافل نه یوو، ځکه د سولې د مذاکرو او هڅو باوجود په عین حال کې له هغو کسانو سره د جګړې تیاری هم لرو چې د جنګ پلویان دي او په هېواد کې ناامنۍ ته لمن وهي.
دا ډېره مهمه خبره ده، ځکه ډېرو هېوادوالو دا تبصرې کولې چې پاکستان او طالبان غواړي سږ ژمی د سولې په پلمه حکومت تېرباسي ، چارواکي د سولې د مذاکراتو په پلمه غافل کړي او راتلونکی پسرلی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترهګریز بریدونه او فعالیتونه ترسره کړي چې په دې سره به هم زموږ هېوادوالو او هم حکومت ته سخت زیانونه او تلفات واړوي.
د ولسمشر نننۍ وینا د خلکو دغه وړ تبصرې او انګېرنې ناسمې ثابتې کړې، ځکه ولسمشر وویل، موږ بدترین حالت ته تیاری نیولی دی. بدترین حالت ته تیاری په دې مانا چې جنګي حالت ته پوره تیار یوو، دښمن ته به د دې اجازه ورنه کړو چې زموږ په پاکه خاوره او زموږ په عظیم ولس برید وکړي، زموږ عام هېوادوال شهیدان کړي او دوی ته زیان ورسوي.
ولسمشر په خپله وینا کې بله مهمه خبره او اشاره هم لرله او هغه دا وه چې طالبان او یا په لویه کې وسله وال مخالفین یې په څو ډلو او کټګوریو ووېشل، لکه افغان طالبان، پاکستاني طالبان، د چچ�=6، چین او نورو هېوادونو طالبان او د حکمتیار وسله وال جنګیالي. همدارنګه یې د دغه هر جنګي ګروپ فکري لیدلوري هم وا=8�ح کړ.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت یوازې له افغان طالبانو او د حکمتیار ډلې سره سولې او خبرو ته تیار دی، پاتې شو بهرني جنګیالي او ترهګر د هغوی پر وړاندې به حکومت تر هغو مبارزه وکړي تر څو یې چې د افغانستان له پاکې خاورې نه وي نابود کړي.
د ملي شورا د پرانیستې په مراسمو کې د ولسمشر نننۍ وینا دا ثبات کړه، چې حکومت واقعاً په افغانستان کې د سولې تامین ته لېواله دی او حتی الوسع کوښښ کوي چې په افغانستان کې واقعي سوله راشي. د حکومت د مشرانو له څرګندونو او هڅو څخه د دوی ملي اراده او صداقت له ورایه برېښي او که خدای کول د دوی هڅې به خامخا رنګ راوړي، مګر د سولې د تامین په برخه کې باید ټول هېوادوال شریک شي او په دغه مهم بهیر کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ونډه واخلي.
قومي مشران، متنفذین، دیني علما او د ټولنې نور اقشار دې له  وسله والو مخالفینو سره اړیکې وکړي او له ځینو سره چې په اړیکه کې دي هغوی دې دېته وهڅوي چې له جنګ او ترهګریزو فعالیتونو څخه لاس په سر شي او هغوی ته دې ووایي هره غوښتنه، وړاندیز، ستونزه او ګیله چې لري مخامخ دې له حکومت سره شریکه کړي، ځکه چې په همدې اونۍ کې بې له هغې هم د سولې مخامخ مذاکرات پیلېږي او وسله والو مخالفینو ته ښایي چې له دغه طلایي چانس څخه اعظمي ګټه واخلي، د هېواد له وراني او دربدري څخه لاس واخلي، بېرته خپلو کورنیو او عادي ورځني ژوند ته راستانه شي.