د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د صبا استعفا د رسنیو باور لا پیکه کړ

عبداللطیف کاکړ 31.03.2016 11:43

له نن څخه لسګونه کاله وړاندې په ځانګړي ډول د امیر حبیب الله خان شهید په زمانه کې چې افغانستان د اوس په پرتله په مراتبو باثباته وو، ځکه چې هغه مهال زموږ په څنګ کې د پاکستان په څېر بدمرغه ګاونډي په نوم هېواد شتون نه درلود. سره له دې چې هغه وخت په افغانستان کې د اوس هومره د امکاناتو، وسایلو او رسنیو پرېماني نه وه، مګر بیا هم افغانستان په نړۍ کې د عزت، ښه نوم او حیثیت ترڅنګ باوري رسنۍ لرلې، داسې رسنۍ چې د سیمې په کچه یې ساری نه درلود. د هغه مهال رسنیو نه یوازې د هېواد په داخل کې ګڼ مینه وال او لوستونکي لرل، بلکې د سیمې هېوادونو ته به تللې او هلته یې منظم لوستونکي او مینه وال لرل.
خو نن چې په هېواد کې  رسنۍ څومره ډېرې، نو همغومره ګنډېرې دي. د سیمې په کچه څه چې د هېواد، ولایت او د ښار په کچه هم داسې باوري رسنۍ نه لرو، چې منظم لوستونکي او مینه وال دې ولري. د رسنیو د اوسني خراب وضعیت د ګڼو لاملونو تر څنګ مهم او عمده لامل په خپله د رسنیو د مسوولینو لنډپاري، لنډ فکري، پردي پالنه، غیرمسلکي چلند، مادي ګټې او نور مسایل دي.
تر هغو چې د رسنیو مسوولین خپلو رسنیو ته باور او ارزښت ورنه کړي، نو تر هغو به نه په ولس کې مینه وال او خواخوږي ولري او نه به هم له مالي پلوه خودکفا شي، ځکه زموږ رسنۍ زموږ د خلکو اصلي غږ نه پورته کوي او نه هم د ټولنې او د ولس د عمومي وضعیت روښانه او رښتینی تصویر وړاندې کوي. بله دا چې زموږ رسنۍ تل له مسایلو سره سطحي چلند کوي، ملي مسایل او لیدلوری نه تعقیبوي، د نورو په پله روانې دي، د هغوی په لمسون او اشارو نڅېږي، ځکه نه ملي اجنډا لري، نه افغاني موخې لري او نه هم مسلکي اصول تعقیبوي، نو په دغ سې حالاتو کې به رسنیو ته سخته وي چې د ولس منځ او زړونو ته لاره وکړي او په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې ونتوانېدې چې ولس شموله شي او یا یې په خپله ونه غوښتل چې د ولس منځ ته ننوځي، ځکه د دوی موخې او د دوی امکانات تر بهرنیانو پورې محدود دي او تل په بهرنیانو تکیه کوي.
رسنیو له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغاني ټولنه کې خپل حیثیت او باور بایللی دی، خو د کانونو او پټرولیم د وزیر ښاغلي داوود شاه صبا د رسنیو دغه کمرنګه حیثیت او باور لا پسې پیکه کړ، ځکه رسنیو له کوم سند، دلیل او منطق پرته د ښاغلي صبا استعفا ته سیاسي رنګ ورکړ او دا یې د هغه په چارو کې د ارګ او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر مداخله، لاسوهنو او فشار له امله وبلله.
مګر د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې د رسنیو دغه اوازه نه یوازې دا چې په سختو ټکو رد کړه، بلکې د رسنیو په دغه غیر مسلکي چلند یې سخته خواشینې څرګنده کړې او هغوی ته یې د خبریالۍ په برخه کې د مسلکي چلند سپارښتنه کړې ده.
اول په خپله رسنیو ته ښایي چې په ځان رحم وکړي، په خپله خپرنیزه پالیسي او موخه سره کتنه وکړي او په دویم قدم کې حکومت او په ځانګړي ډول اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولینو ته ښایي چې د دغه وړ بې اساسه اوازو او درواغو د خپرولو له امله رسنۍ تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیسي او هغوی ته د خپل دغه ناوړه عمل سزا ورکړل شي.
که چېرې د رسنیو مسوولینو څخه د دغو غیر قانوني او غیر مسلکي مواردو پ�87 اړه پوښتنې او څېړنې ونشي، نو دوی به په همدې ډول د ولس په منځ کې د درواغو، نهیلۍ او بې باورۍ خپرولو ته ادامه ورکړي او د دوی دغه بې اساسه معلومات به د ولس او حکومت تر منځ د بې باوري او شته واټن د لا زیاتوالي لامل شي.