د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاس تړلي زمریان

عبداللطیف کاکړ 17.02.2016 14:08

استاد سیاف د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو د ۲۷ کالیزې په مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال پر اصل موضوع یانې افغان جهاد، د شوروي پوځونو د ماتې او له افغانستان څخه د هغوی د شړلو په هکله دتمرکز پر ځای د ځان او نورو جنګسالارانو او لاس تړلو زمریانو په مطرح کولو زیات ټینګار وکړ.
استاد سیاف د ځان په ګډون ټول جنګسالاران زمریان وبلل او دا یې هم پسې غوټه کړه، چې د دغو زمریانو لاسونه او پښې ور تړل شوي دي. هغه زیاته کړه چې که موږ ته اجازه راکړل شي او لاسونه او پښې مو ایله شي، نو د امنیت په تامین کې به رغنده رول ولوبو او که موږ همداسې لاس تړلي اوسو، نو چې هر څه پېښ شول مسوولیت به د چارواکو او اوسني حکومت په غاړه وي.
استاد سیاف ته دې څرګنده وي، چې زمريان په ځنګلونو او غرونو کې ازاد او په ښارونو کې قید او تړلي ښه دي، ځکه د غره ځناور دي، څه باور پرې پکار چې په چا حمله ونه کړي او ژوند یې له خطر سره مخ نه کړي.
د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد له بریا او په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له رانسکورېدو وروسته چې کله د استاد سیاف په خبره دغه اوسني لاس تړلي زمریان د کابل په ګډون د هېواد پر لویو ښارونو ور شېوه شول، نو نهایت وحشت یې وکړ، ځکه خلک یې ووژل، کورونه، ودانۍ او ټولګټي ځایونه یې ویجاړ کړل او د خلکو او دولت شمتنۍ، جایدادونه او وسایل یې لوټ او تالان کړل او په اخر کې دغه زمریان په خپلو کې سره ونښتل او د دوی د خپلمنځیو جګړو په پایله کې ۶۰ زره بې ګناه کابل ښاریان هم شهیدان شول.
بالاخره طالبان را پیدا شول، په دغو زمریانو پسې چې دغه مهال په جنګسالارانواو پاټکسالارانو اوښتي وو چوکه، کوتک او ټوپک واخیستل او میدان یې ځانته خالي کړ، ځکه دوی یې د هېواد شمال او بیا له هغه ځایه پاکستان، ایران او تاجکستان ته پسې واخیستل.
د طالبانو له ماتې وروسته چې کله میدان خالي او شغالي شو، نو دغه شړل شوي زمریان، جنګسالاران او پاټکسالاران یو ځل بیا د هېواد په ښارونو را شېوه شول. د حامد کرزي په مشري حکومت یې تر خپل نفوذ او اغېز لاندې راوست او دغو لاس تړلیو زمریانو دومره چور، لوټ او غلا وکړه چې لمسیان او کړوسیان یې په سرونو بادوي هم نو په سلو کالو کې به یې تمامې نه کړي.
اوسني حکومت د خپل واک په لومړیو ورځو کې د دغو زمریانو لاسونه او پښې ور وتړل، له حکومتي او دولتي منصبونو څخه یې وشړل او ټول یې په کورونو کېنول، ځکه د دوی غلاوې، لوټ او تالان له هیچا څخه هم پټ نه وو. د اوسني حکومت مشران په دې پوهېدل چې که دغه غرني ځناور ایله او ازاد پرېږدي، نو د ولس غوښې خو یې د وخته خوړلي او وینې یې زبېښلي، مګر دا ځل به یې هډونه هم ور پرېنږدي.
د حامد کرزي په وخت کې د همدغو لاس تړلیو زمریانو دوه تنه (غلام فاروق وردګ او بسم الله خان محمدي) چې یو یې د پوهنې او بل یې د ملي دفاع وزیر وو، دوی پر نورو غلاو او تالان سربېره دومره خیالي ښوونځي او خیالي سرتېري او اردو جوړه کړه چې له امله یې د افغانستان خلکو ته د بدنامۍ تر څنګ داسې زیان واوښت چې په لسیزو او سلیزو کې به یې هم جبران سخت وي، ځکه چې د افغانستان یو نسل د همدغو خیالي ښوونځیو له امله له زده کړو محروم شو.
همدارنګه بسم الله خان چې د پچو غلا یې هم د هیچا له سترګو پټه نه ده د افغانستان د ملي اردو شمېر د تنخواګانو، امکاناتو او تجهیزاتو د غلا او لوټلو په خاطر له اصلي رقم څخه زیاته ښودله، چې اوسنی حکومت یې د موجودګي په اړه پلټنې او څېړنې کوي، تر څو اصلي رقم او تعداد ځانته معلوم کړي.
نو د دغو دوو بېلګو له وړاندې کولو وروسته بېرته د استاد سیاف خبرو ته راځم. زه نپوهېږم چې دی د کوم امنیت د تامین خبره کوي، ځکه استاد سیاف چې د طالبانو له واکمنۍ دمخه او د طالبانو له ماتې وروسته په ټولو مهمو مسایلو په اړه مشورو کې شامل وو، نو ده کوم امنیت تامین کړ؟ استاد سیاف د امنیت د تامین نه بلکې د غلا، لوټ او تالان په موخه د خپلو او د نورو جنګسالارانو د لاسونو د خلاصولو غوښتنه کوي، هغه غواړي چې په همدې پلمه یو ځل بیا له حاشیې څخه ځان متن ته کړي او بیا یې چې څنګه زړه وي نو هغسې د معنوي، بسم الله خان، موسی خان اکبر زاده او لسګونه نورو نا اهله، غلو او خاینو چارواکو په څېر افراد او اشخاص د افغانستان په مهمو دولتي مقامونو وګوماري.
د استاد سیاف او نورو لاس تړلو زمریانو سابقې ته په کتو نه راته ښکاري چې د اوسني حکومت رهبري دې د دغو جنګسالارانو او مافیایي کړیو لاسونه ور ایله کړي، ځکه چې حکومتي مشران اندېښنه لري،چې دوی به یو ځل بیا د تېر په څېر د خلکو په ځورولو، وژلو، لوټلو، انسان تښتولو او د جایدادونو په غصبولو لاس پورې کړي، نو له همدې امله دغه زمریان همداسې لاس تړلي ښه دي، ځکه په دې کې هم د حکومت، هم د وطن او هم د خلکو خیر دی.