د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هیواد د ټولنیزي بیا روغاوني په هکله د کدرونو(روڼ اندو) مسوولیت

اسم هجران 19.04.2016 23:26

دا یوه منل شوی او څرګنده حقیقت دی چې د ټولنیزو چارو ټول واک له حکومت سره وي، او د چارواکو له ملتیا پرته په ستونزو بریا هم ناممکنه ده، خو له دې خبري هم انکار نه شي کیدلي چې وايي «ګیږدۍ په خپلو مرندو اباد ده». یعنې یوه ټولنه په خپلو افرادو او اتباعو بیسا او سوکاله ده. که د ټولنې اتباع د خپل راتلونکې په هکله اندیښنه ولري، او د ممکنه ستونزو د حل په موخه مناسب تدابیر په پام کې ونیسې، نو حتمي ده چې د روڼ سباوون نیکمرغي به یې په برخه وي، چې د نړۍ د ټولو پرختللو هیوادونو روان بهیر ددي ښه بیلګه ده. د دوي په کاري اصولو او خوځښتونو کې به هرومرو توپير وي، خو په عمومي پرنسیب کې یې د اصلاح او چټک پرمختګ راز یو دی. یعنې وګړي او کدرونه یې د خپلو ابتکاراتو په درشل کې د نوو چارو د لټون په تګل کې دي، او تر یو بل د مخکښ سیالي ترسره کوي. لري به نه ځو، که د ختیځي اسیا هیوادونو لکه چاپان، کوریا، مالیزیا، اندونیزیا، سنګاپور ان تر چین پوري ټولو ته په ځغلند نظر سره وګورو، نو د وګړو او کدرونو د مدنی خوځښت لیوالتیاوي او شوقي رغبتونه یې ددي لامل شوي چې ټولنۍ یې له پوره رفا سره د سترو شاهکاريو د ترسره کیدو جوګه شوي، او حکومتونه یې په یو متناسب حد کې د واک د ساتلو او اسانتیاوو د برابرولو په چارو بوخت دي. اتباع یې له دې فرصیته څخه په ګټه اخیستو سره سکون محسوسوي او روڼ اندي یې بیا بریاوي ترلاسه کوي، چې کوم وصفي بیان ته اړتیا نه لري.«چیزي که عیان است چه حجت به بیان است».
خو له بده مرغه زموږ په افغاني ټولنه کې نه داسي مثالي کړنې شتون لري او بیا که شته هم تر ډیره حده د ځان ښودنې په معیار دي. د بېلګې په توګه په هیواد کې د مدنې ټولنو خوځښتونه په مختلفو نومونو سره روان دي، خو پایلې یې بیا د نشت به حساب دي. اګرچي زموږ د ټولنیزو ناخوالو لاملونه خو نور څیزونه هم کیدايي شي، هغه دا چې د ښوونې او روزنې کچه د تاریخ په اوږدو کې په کمه پیمانه وه، چې دا د ټولنې د پاتي کیدو او شعوري نه شتون سبب شوی، کنه! اوس ساینسي هڅو وښوده، که ځانورانو ته هم روزنه ورکړی شي غوره کردار ترسره کوي. بل داچې د تاریخ په اوږدو کې استبدادي نظامونو په عامه ذهنیت دا سیوري غوړولي چې د ټولنې د واک او اختیار خبري یوازي له چارواکو سره ښايې، نور څوک باید پدې هکله فکرمند نه اوسی، او نه د افرادو لپاره داسي چاري مناسبې دي. همدي طرز تفکر خو د اوسنې کدرونو د روانو هڅو او هاندو په وړاندي خنډونه هم ایجاد کړي او هر روڼ اندی دا نیمګړتیاوي د خپلو ارادو په وړاندي ستر ګواښ ګڼي. علاوه پردې د څو تیرو لسیزو تاوتریخوالی هم د اتباعو ذهنیتونه حماسي عیار کړي او همدا وجه ده چې تر ډیره حده د ټولنې هر وګړی د ستونزو حل د جنګ، جګړو او شخړو په مشغولا او کیدا کې ویني.

خو ددي ټولو ناخوالو باوجود وکدرونو ته دا برائت نشو ورکولي چې د روانو حالاتو په وړاندي چوپه خوله او بې توپيره پاتي شي، او ځانونه دي نامسووله وګڼي. بلکې له داسي چلیجونو سره د مقابلي لپاره د ځانو عیار او چمتو کړي، چې دا چاره نو یوازي د پوهې او تدبیر په درشل کې له پوره عزم او همت سره ترسره کیدايي شي، ترڅو شته خنډونه له مینځ ولاړ شي، او لاري رڼا شي. ځکه خو وايي!
د مجنون غوندي کلک عزم پکار دی هسي نه چې تر لیلې ښه بشر نشته
په غټو ترلاسه کیږي خوشحال وايي چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
نو دا به ومنو چې دا د هغه عبرتناک او له متانت ډک سبق زور دی چې په عملي کیدو سره يې وړتیاوي نوري ټکنې کیږي، او هدف ترلاسه کیږي. که د هیواد تاریخ ته وکتل شي نو ډیرو افغاني شازلمیانو په مختلفو وختونو کې د ورپيښو ګواښونو او خطرونو په وړاندي په زغرده مقابلي کړي او ستري کارنامي یې ترسه کړي چې یادونه يې اوس هم زموږ په وړاندي ژوندي پراتي دي، او تاریخي ویاړلي بابونه ګڼل کیږي.
مطلب مې له دې بحث څخه دادي که اوس هم د وخت کدري ارزښتونه د رښتنې مینې په ملتیا سره خپلي وړتیاوي وښيې، او هغسي لاس په کار شي چې هیله ورته کیږي، نو لري نه ده چې اصلي هدف ته به ورسیږو او ټولو ناباوريو ته به د پاي ټکې کیښودل شي، چې د مشت نمونه خروار په توګه یو له دغو هڅو هاندو څخه د بیلکې په توګه د ټولنیز اصلاحاتو په موخه د پردیو د پروپاګندونو او دسیسو مخه نیول او هغه بربنډول دي. د عامه افرادو افکار تنویر او له اصلي واقعیت سره د هغوي اشنا کول دي. د ټولنې او نظام په وړاندي د هر ډول خنډونو لري کول او له احتمالي ناورین څخه د ژغورني په موخه رغنده رول ترسره کول دي. علاوه پردې و نورو ته د ګټي رسولو په موخه ځانونه داسي ځلول دي. لکه علامه اقبال چې په اردو کې ويلي دي!
افراد کې هاتومین هین اقوام کې تقدیر - هر فرد هی ملت کې مقدر کا ستاره!
«د وګړو په لاسونو کې د قومونو تقدیرونه نغښتي دي. همدا وجه ده چې د ټولنې هر فرد د هغه ټولنې یا ملت د مقدر ځلانده ستوری ګڼل کیږي»
نو ددي اصل په پام کې نیولو سره که روڼ اندي د مسحايي رول په ترسره کیدو سره خپلي شانداري هڅې وښیې نو په حقیقت کې به یې هم د معنوي ارزښتونو حکمت ترسره کړي وي او هم به یې د نورو لپاره د لاري مشال بڼه غوره کړي وي، او علاوه پردي دا تمه به هم تل ورته کیږي، لکه چې وايي!
که چا لاره د عاشوقي وي ورکه کړي - زه رحمان د ګمراهانو رهنما یم!
چې دا هرڅه د پوهې او دا نايي په معنا دي او یوازي له روڼ اندو دا شي کیداي شي.
هغه مینه چې رښتیاوي حقیقي وي - دامي واورئ چې عاقبت یې کامیابي وي