د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنیزو ارزښتونو د ودې په هکله هنري وړتیا لرو؟

اسم هجران 21.06.2016 11:24

ګران هیواد افغانستان که د تاریخ په اوږدو کې د سوق الجیشي موقعیت له کبله اهمیت لرلي، او د زبرځواکونو د تاړاکونو مرکز ګرځیدلي، داسي د عمراني چارو د ودانیو لپاره یې هم مناسب امکانات موندلي دي. خو څنګه چې افغان ولس له هر زبرځواک سره حساسیت ښودلي او د سرپه بیه یې د هغوي مقابلي کړي، داسي د عمراني ممکنه ارزښتونو په خلاف هم سخت دریزونه اختیار کړي، چې په پایله کې له نیستي او ناداري پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي. د بیلګې په توګه په پخوا وختونو کې افغاني خاوره د لودیځ او ختیځ د سوداګریز کاروانونو د لیږد را لیږد لویه لاره وه، د وریښمو لاره هم د هیواد په اوږدو کې تیره شوي وه، چې له بده مرغه نن نه هغه لاري پاتې دي او نه د هغو نفیسه وړتیاوو د ټرانزیت یا وارداتو کومې نښې په ټولنه کې شتون لري. له کلونو او پیړیو وروسته یې بیا د اعادي هڅې ترسره کیږي، حال داچې هغه اوس یوازي یوه افسانوي بڼه لري. اما نړیوالو د حالاتو د غوښتنو سره سم نور پرمختګونه وکړل، د لیږد وسایلو ته یې هم د نوي ټیکنالوژي په درشل کې د بودکانو په ځای و موټرټیلرو او اورګاډي پټلېو ته په وچه کې، بیړیو ته په سمندرنو کې او الوتکو ته په هوايي کرښو کې ځایونه وموندلو او شانداره بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. خو یوازي همدا افغاني ټولنه ده چې فکري سوچ او طرز یې بیل دی او ډیر ځلې خو دا ولس د نورو د لمسونو او بیا استعمال نښي هم ګرځیدلي دي، چې له بده مرغه له چا یې څه مادي یا معنوي ګټې هم نه دي ترلاسه کړي. خو دا پدې معنا هم نه ده چې ټولنه د تاریخ په اوږدو کې له فکري روڼ اندو خالي وه. په افغانې ټولنه کې ډیر داسي ویاړلي او کارنده شخصیتونه تیر شوي، چې د دوي ابتکارات نه یوازي د هیواد په دننه کې بریښیدلي، بلکه تر لري پرتو سیمو یې اغیزي رسیدلي چې د سیاست، طب، نجم، انځورګیري او نورو مدنې علومو په لرلو سره د ابومسلم خراساني، ابونصر فاریابي، ابوریحان البیروني، ابن سینا، سید جمال الدین افغان او ورته نورو عالمانو نومونه د یادونې وړ دي، چې په نړیواله کچه یې ساري هم کم لیدل کیږي. لیکن بیا هم په مجموعي ډول افغاني ټولنه پاته راغله او نور ورسیدل، او د داسي ویاړونو په لرلو سره بیاهم هغه د شاعر د شعر په مصداق چې «شاګردان د استادانو استادان شول»، د هنري وړتیا د نشتون له کبله مو دا برخلیک شو.
د تیر په شان په اوسنې وخت کې هم ورته حالت لرو. د روس او امریکې په شان په پرختللو ټیکنالوژیو سمبال قوتونه دلته راغلل، ددي په ځای چې له دوې څخه ګټې ترلاسه کړو، برخلاف په حساسیتونو کې ورسره راګیر شو. نتیجه داشوه چې کلي مو له کلو سره وران شول خو د عمراني چارو د ودې په موخه مو د پرمختګ هیڅ څرک نه ولګیدو. په کور دننه او چاپیریال کې مو د بریا لپاره زیاتې زیرمې شتون لري، د ډیروعام المنفعه پروژو امکانات



شته چې که سمي ارزونې یې وشي، نو د ټولنې تقدیر به پري بدل شي. خوله بدمرغه نه داسي تخنیکې وړتیا او هنر شته او نه کومه پاملرنه ورته کیږي. په اوسنې وخت کې د ټاپې غازو نللیکو لیږد، د کاسا زر د بريښنایې مزو لیږد، د عینکو د مسو کان رایستل، د حاجې ګک د اوسپنې کان رایستل، د بدخشان د لاجوردو کان رایستل، د کټواز د تیلو زیرمې راسپړل او داسي په لسګونو د نورو لویو وړو پروژو امکانات هغه بیلګې دي چې په هیواد کې شتون لري، او سم میکانیزم ته اړتیا لري چي د عملي کیدو په صورت کې به ټولنه غنا او د نورو د مرستو او بسپنو له راټولو به نجات ومومي. علاوه پردې د سیاحت لپاره هم خورا مناسب او زړه وړونکې ځایونه د هیواد په مختلفو برخو کې لرو، که پدې هکله د ډاډ وړ چاري ترسره شي، نو د سویسزلینډ هیواد په شان به مو په سیاحتي برخه کې اقتصادي پرمختګ ترسره کړي وي، چې له بده مرغه نومونو ته یې هوسیږو خو د عملي چارو په هکله یې کوم تدابیر په پام کې نه لرو. عجبه خو لا داده چې د اغیارو له لوري د غمیزو د رابرسیره کیدو اصلي عاملین هم موږ په ګوته کیږو.
اوس پوښتنه داده چې ولې د ژوند په هره برخه کې بایللي او زیانمن یو، او لاملونه یې څه شي دي؟
یوه وجه خو داده چې د تاریخ په اوږدو کې ټولنیزه روزنه کمه او یاهم د نیشت په حال کې وه، نو جوته خبره ده چې شعوري پالنه هم نه وه. همدا سبب ده چې نه تخنیکي وړتیاوي لرو او نه هم د وخت د غوښتنو سره سم عیار مخلوق یو. ولسې پرګنې د خپل خیر و شر د ارزونې جوګه نه دي او هغه د یو فریادي په وینا چې په چغو سره داسي بیان کوي:
په زرینه کوټه ناست د ټوک مړي په ارمان وږي
پيښې مي پرتې سیند کې ګوټ اوبو په ارمان تږي
یعنې په شته طبیعي شتمنېو کې له نیستې سره مخ یو، او څرنګه چې ولسي پرګنې عاجزي دي، داسي یې مشرتابه ځواک هم له هغه هنري وصف څخه خالي دی کوم چې اټکل ورته کیږي. موږ ته چې څوک راغلي د هغوي ټولې غوښتنې مو منلي، خو د ملې اړتیاو د رفع په موخو مو چا ته هیڅ وړاندیز نه دی کړی، چې دلته خبره بیا سیاسي ملحوظاتو ته رسیږي، نو ځکه یې له ویلو څخه ډډه کوو.
بیا هم باید ناهیلې ونه وسو، د مسلو د حل په موخه به ستونزي پر وړاندي پرتي وي خو ناممکنه نه دي. ددي لپاره هم یو لړ اجراتو ته اړتیا ده چې باید پخپل وخت ترسره شي.
لومړي دا چې الله(ج) په قراني ارشاداتو کې په تکرار سره پدې خبره ټینکار کړي، «چې زه نه بدلوم، د هغه چا حالت، څو چې هغه خپل حالت پخپله بدل نه کړي.» نو ددي الهې حکم په رڼا کې هم ټول مکلف یو چې په ټولنیزه کچه د خپل راتلونکې په هکله یوه ارزونه وکړو، تیرهیر او د نوو لارو چارو د موندلو په لټه کې شو چې دا پخپل ذات کې زموږ د راتلونکي نیکمرغي لامل کیدايي شي. ځکه د قدرت د قانون تابع یوازي جمادات او نباتات دي، د بشري نوښتونو تقدیر په تدبیرونو کې نغښتې دي. نو ددي لپاره هم اړینه دی چې د یو ژوندې ولس په شان په ځانونو کې پیاوړي حواس ورزو، تر څو په یوي ملي ایجنډا د هوکړي په صورت کې سره را غونډ او د نورو د سیالې جوګه شو، چې دا د یو ژوندي او با شهامته ملت د راز نښه هم ده چې مستشرق شرق علامه اقبال ددي بها یادونه په داسي شاندارو الفاظو سره کړي.
او قوم نهی قابلی هنگامه ئی فردا – جو قوم کې تقدیر مین امروز نهی هی
«هغه ولس د سبايي ناخوالو د ځپلو جوګه نه دي، د کوم ولس په تقدیر کې چې د نن راز نغښتې نه وي»
بله داچې دا د تیرو څو لسیزو غمیزو موږ ته وښوده چې هر څوک خپلي موخې لري، پردې دلته د سوکالي لپاره نه بلکې د هغه هدفونو د ترسره کیدو په لټه کې دي د کوم لپاره چې یې دي میدان ته را دانګلي، او په کراتو لیدل شوي چې زموږ ملې ارزښتونه یې هم پایماله کړيدي. نو اړینه ده چې خپل بشري قوت پخپله پکار واچو. ځکه وايي «کیږدۍ پخپلو مراندو اباد ده»، داسي افغاني ټولنه هم پخپلو اتباعو بیسا او ولاړه ده. که د خپلو لیږو وړتیاووعملي ننداري وښیو، د هغو ډیرو ارزونو څخه به درندې وي، چې له پردو یې لرو. خو دا هم د ټولیزو کدرونو او مشرانو مسوولیت دی چې د اتباعو ذهنې روزنه او پالنه وکړي او د رغنده رول د ترسره کولو لپاره یې چمتو او د عمل ډګر ته یې را وړاندي کړي. دا خبره هم د یادونې وړه دی چې په حرکت کې برکت دی، او نهايي هدف ته رسیدل هم حتمې دی، پدې شرط چې په رښتنولي سره استوار وي. نو کچیري د یادو وړاندیزونو په هکله له لیږ تخلیق څخه هم کار واخیستل شي، نو زیاتې هیلې راټوکوي چې هم به مو شعوري وړتیا وده ومومي او هم به هغه هنري اوصاف ترلاسه کړو لکه په ګاونډ کې چې یې نور ملتونه او ولسونه لري، او دي سره به تل له خپل ربه دا غوښتنه هم کوو او مرسته به یې غواړو چې وايي:

خدایا! چنان کون پایان کار - که تو خشنود باشي و مارستگار